ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 17, 2021
4 years ago
3,318 views
ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ ځينو هېوادونو په ورستيو لسیزو کې بې ساری پرمختګ کړی دی. یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده. تاسو به د لیکنې تر پایه د ترکیې هېواد په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

 

ترکیه

ترکیه هغه هېواد دی، چې په لږه برخه یې په اروپا او ډېره برخه یې په آسیا کې موقعیت لري. باید ووایو، چې دترکیه ډېره کمه برخه په بالکان* (*د اروپا په جنوب شرق کې یوه سیمه ده.) پرته ده. ددې هېواد پرمختګ، طبیعي ښکلاوې او اقلیم ددې سبب شوی، چې هر کال سلګونه زره سیلانیان یې لیدلو ته ورشي.

دا هېواد ختيځ خوا ته له ایران، نخجوان، ارمنستان او ګرجستان سره، جنوبی شرق خواته له عراق او سوریه او په شمال غربی کې له له بلغاریې او یونان سره سرحد لري. 

همدارنګه شمال لوري ته یې تور سمندر، غرب خواته یې دوه کوچني سیندونه (اژه او مرمره)، او جنوب غرب ته یې میدترانې سمندر پروت دی. 

د ترکیې پراخوالی "۷۸۵۳۴۷" کیلومتر مربع دی. دا سيمه ډېره ښکلې او غرنۍ ده. نسبتا ډېر ورښت لري. تقریبا د مستطیل شکل لري. د ډېر مهم موقعیت له کبله د نړۍ ډېری هېوادونو ورسره د ښو اړیکو لرلو، هيله لري. 

په ټوله کې د اقلیم په اړه ویلای شو، چې آب و هوا یې معتدله ده. خو ځينې سیمې یې بیا ډېرې سړې وي. همدارنګه واورین ژمی هم لري. د ډېرو ورښتونو له کبله یې اکثره سیمې ښيرازه او شنې دي.

د نفوسو شمېر یې د "۸۲" میلیونو په شاوخوا کې اټکل شوی دی. د مسلمانانو له جملې یې له ۷۵ څخه تر ۸۵ سلنه سني او له ۱۵ تر ۲۵ سلنه شیعه دي.

نژادي ترکیب یې هم رنګارنګي لري. په دې هېواد کې له اویا تر پنځه اویا سلنه ترکان، ۱۸ سلنه کردان او ۷- ۱۲ سلنه ځينې نور کوچني نژادونه مېشت دي. رسمي ژبه یې ترکي ده. البته معیاري لهجه یې د استانبول ترکي ده. باید یادونه وکړم، چې ددې ژبې لومړنی رسم الخط عربي و. مګر د عثماني امپراتورۍ تر ختمېدو وروسته، کله چې اتاترک واک ته ورسېد (۱۹۲۳م)، ددې ژبې رسم الخط یې له عربي څخه لاتیني ته بدل کړ.

 

د ترکیې په اړه ځينې جالب معلومات

ـ د استانبول پخوانی نوم "قسطنطیه" و. دا ښار د رومي امپراتورۍ پايتخت و.

ـ د "چاتال هويوک" په نوم ښار، چې د بشر له لومړنیو سمیو بلل کېږي او لرغونوالی یې د تېرو دورې ته رسېږي، د ترکیه په مرکز کې موقعیت لري.

ـ د نړۍ لومړنی پوهنتون د ترکیه په "حران" ښار کې تأسیس شوی.

ـ د ترکیې لوی ښار "استانبول" د دوه زرو کلونو لپاره د درېيو لویو امپراتوریو پايتخت پاتې شوی دی. دا درې لویې امپراتورۍ "روم، بیزانس او عثماني" دي.

ـ د ترکیې په فرهنګ کې فرش ډېر د قدر وړ بلل کېږي؛ خورا ښکلي فرشونه د مذهبي نښې په توګه په جوماتونو کې لیدلای شئ.

ـ د نړۍ تر ټولو مشهوره قهوه په ترکیه کې تولیدېږي.

ـ د ترکیې له لسو پورته تاریخي اثار د یونیسکو په نړېوالو میراثونو کې ثبت شوي. 

ـ د ترکیې خلک خپلو مشرانو د ډېر ډرنښت په پار د هغوی لاسونه ښکلوي. 

ـ خپل هېواد ته وفادار دي؛ بیرغ سره ډېره مینه لري. 

ـ ترکیه د اسلامي نړۍ له لومړنيو هېوادونو څخه و، چې مېرمنو ته یې د رايې حق ورکړ.

ـ استانبول د نړۍ يواځينی ښار دی، چې نیم په اروپا او نیم په آسیا کې موقعیت لري. 

ـ اکثره خلک استانبول د ترکیې مرکز ګڼي، خو داسې نه ده. استانبول یوازې یو لوی بندري ښار دی. مرکز یې انقره ده.

ـ د استانبول ښار یوازې درې سلنه په اروپا پورې نښتې ده. پاتې اوه نوي سلنه یې د آسيا برخه ده.

ـ د لاله ګل اصلي مرکز ترکیه ګڼل کېږي. 

ـ د سیکولر نظام سره ـ سره بیا هم اسلام د ترکیې رسمي دین دی.

Related Articles

Mar 08, 2022
2,224 views

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو....

Jul 02, 2023
1,788 views

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارون...

Nov 26, 2020
11,479 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...