څو جملې څو کتابه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 19, 2021
4 years ago
3,842 views
څو جملې څو کتابه!

ځينې وخت داسې پېښېږي، چې د یو چا له ټولو خبرو او یا یوازې له یوې جملې ډېر اغېزمن کېږو. دا ډول ویناوې، چې موږ ته انرژي او فکر راکوي، زموږ په ژوند کې خورا مهمې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د امریکا لویې وچې د ستر لیکوال، شاعر او فیلسوف "رالف والډو امرسن" هغه ویناوې ولولئ، چې هره جمله یې یو درس دی او یو کتاب خبرې لري. خو تاسو باید د هرې جملې له لوستلو وروسته ژور فکر وکړئ او ځان پوه کړئ، چې د امرسن موخه څه ده.

 

څو جملې څو کتابه!

ـ ناپوه خلک پر چانس باور لري، هوښیار خلک په علت او معلول.

ـ په یوې دقیقې غوسې سره شپېته ثانیې خوښي له لاسه ورکوو.

ـ سلا او مشوره یو داسې هنر دی، چې تاسو یې په مرسته هرڅوک خپلې همکارۍ ته بولئ.

ـ هر څوک چې راسره مخامخ کېږي، په یوه لحاظ رانه غوره وي، هڅه کوم له هماغه غوره والي یې یو څه زده کړم.

ـ څه چې یئ، تر هغه څه چې وایئ، تاسو ډېر ښه معرفي کوي.

ـ بخت، د هدف لرلو یو بل نوم دی.

ـ کلونه موږ ته ډېر شیان راښودلی، چې ورځې له هغو بې خبره دي.

ـ هغه څه چې په باطن کې نشته، په بهر کې یې نه شو لیدای.

ـ فطرت په دې اصولو عمل کوي، چې ټول د هر یوه لپاره او هر یو د ټولو لپاره.

ـ آزادي، هيڅکله زموږ لپاره انتظار نه باسي، موږ یې باید د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ ډول هڅو ډډه و نه کړو. د تاریخ په هيڅ لیک کې نشته، چې آزادي دې وړیا ترلاسه شوې وي.

ـ لوی انسانان هغه دي، چې پوهېدلي؛ معنوي ځواک تر مادي غښتلی دی. عقل او فکر دی، چې پر نړۍ واکمني کوي.

 

همدارنګه امرسن د تاریخ تر عنوان لاندې په یوه نثر کې وايي: "هغه چاته لوی او واړه فرق نه لري، چې هرڅه ده پيدا کړي دي او دی د ټولو خالق دی. هر چېرته هغه شته، هرڅه شته او هيڅ ځای نشته، چې هغه پکې نشته. زه له دومره کوچنیتوب سره چې هيڅ نه یم، هر څه یم. ځکه چې د ځمکې، د ستوریو او لمریز کال اولاد یم. زه له هغې خاورې پیدا یم، چې د قیصر لاس، د افلاطون ماغزه، د مسیح زړه او د شکسپیر نبوغ یې په ذراتو کې ګډ دي."

Related Articles

Apr 18, 2023
1,729 views

په ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهزیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې له څنکه طول وزن او خادو ته واړوو؟...

Dec 28, 2021
2,579 views

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

لیکنه: شکېبا نادري هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدلو لامل کېږي   موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو اسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان...

Nov 16, 2021
2,200 views

د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.   2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,348 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,303 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,513 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...