څو جملې څو کتابه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 19, 2021
4 years ago
3,843 views
څو جملې څو کتابه!

ځينې وخت داسې پېښېږي، چې د یو چا له ټولو خبرو او یا یوازې له یوې جملې ډېر اغېزمن کېږو. دا ډول ویناوې، چې موږ ته انرژي او فکر راکوي، زموږ په ژوند کې خورا مهمې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د امریکا لویې وچې د ستر لیکوال، شاعر او فیلسوف "رالف والډو امرسن" هغه ویناوې ولولئ، چې هره جمله یې یو درس دی او یو کتاب خبرې لري. خو تاسو باید د هرې جملې له لوستلو وروسته ژور فکر وکړئ او ځان پوه کړئ، چې د امرسن موخه څه ده.

 

څو جملې څو کتابه!

ـ ناپوه خلک پر چانس باور لري، هوښیار خلک په علت او معلول.

ـ په یوې دقیقې غوسې سره شپېته ثانیې خوښي له لاسه ورکوو.

ـ سلا او مشوره یو داسې هنر دی، چې تاسو یې په مرسته هرڅوک خپلې همکارۍ ته بولئ.

ـ هر څوک چې راسره مخامخ کېږي، په یوه لحاظ رانه غوره وي، هڅه کوم له هماغه غوره والي یې یو څه زده کړم.

ـ څه چې یئ، تر هغه څه چې وایئ، تاسو ډېر ښه معرفي کوي.

ـ بخت، د هدف لرلو یو بل نوم دی.

ـ کلونه موږ ته ډېر شیان راښودلی، چې ورځې له هغو بې خبره دي.

ـ هغه څه چې په باطن کې نشته، په بهر کې یې نه شو لیدای.

ـ فطرت په دې اصولو عمل کوي، چې ټول د هر یوه لپاره او هر یو د ټولو لپاره.

ـ آزادي، هيڅکله زموږ لپاره انتظار نه باسي، موږ یې باید د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ ډول هڅو ډډه و نه کړو. د تاریخ په هيڅ لیک کې نشته، چې آزادي دې وړیا ترلاسه شوې وي.

ـ لوی انسانان هغه دي، چې پوهېدلي؛ معنوي ځواک تر مادي غښتلی دی. عقل او فکر دی، چې پر نړۍ واکمني کوي.

 

همدارنګه امرسن د تاریخ تر عنوان لاندې په یوه نثر کې وايي: "هغه چاته لوی او واړه فرق نه لري، چې هرڅه ده پيدا کړي دي او دی د ټولو خالق دی. هر چېرته هغه شته، هرڅه شته او هيڅ ځای نشته، چې هغه پکې نشته. زه له دومره کوچنیتوب سره چې هيڅ نه یم، هر څه یم. ځکه چې د ځمکې، د ستوریو او لمریز کال اولاد یم. زه له هغې خاورې پیدا یم، چې د قیصر لاس، د افلاطون ماغزه، د مسیح زړه او د شکسپیر نبوغ یې په ذراتو کې ګډ دي."

Related Articles

Apr 05, 2023
1,796 views

حرکت کی برکت دی

زموږ ناکامي داده، چي بیخي ډېر شیان مو په فکر او پلان کي سته، خو شروع نه په کوو. بین ستین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي:"خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب...

Nov 20, 2021
2,815 views

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو ل...

Feb 23, 2022
1,739 views

جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,348 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,303 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,513 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...