To start downloading books

Please sign in or create an account.

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معومات چمتو کړي.  په همدې موخه، په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو خبرې شوي دي. 

 

تورقارچ څه ډول ناروغي ده؟

ددې ناروغۍ علمي نوم "میوکورمایکوزیس" دی. دا د فنګسي (قارچې) ناروغيو یو نادر او وژونکی ډول دی. اصلي لامل یې د "میوکورماسیتیس" په نوم یوه ډله فنګس دي، چې د پوپنکو کورنۍ پورې اړوندېږي.

دا ناروغي د تنفس، له ککړې خاورې سره د تماس، پوپنک وهلو ډوډۍ، پر دې پوپنک ککړو توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان جوفونه، ځيګر، پوستکی او دماغ اغېزمنوي. 

له بده مرغه باید ووایو، چې دا آفت پر انسان د عمر په هره مرحله کې راتللای شي؛ ډېری هغه کسان پرې.اخته کېږي، چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم ولري. 

د یادونې وړ ده، چې د شکر، ايډز، سرطان، په وینه کې د سپينو کروياتو کمښت، د اعصابو درمل خوړلو، د نشه یې توکو استعمال او ضعیف غذايي رژپم له کبله د انسان دفاعي سیستم کمزوری کېږي.

له دې ټولو سره د خوښۍ خبر دا دی، چې تور قارچ کومه ساري ناروغي نه ده، له ناروغ کس څخه روغ ته نه انتقالېږي.

 

د ناروغۍ نښې نښانې

ددې ناروغۍ نښې په دې پورې اړه لري، چې ناروغۍ د بدن کومه برخه ډېره اغېزمنه کړې ده او د بدن په کومه برخه کې وده کوي. مګر په ټوله کې له ځينو علایمو یادونه کوو. 

  • ـ تبه
  • ـ ټوخی
  • ـ د سینې درد
  • ـ د ساه لنډېدل
  • ـ د بدن د ځينو برخو پړسوب
  • ـ سردرد
  • ـ التهاب
  • ـ د پوزې ترڅنګ او د ژبې پر سر تور رنګه داغونه او زخمونه
  • ـ د خېټې درد
  • ـ زړه بدوالی
  • ـ وینه بهېدنه 
  • ـ نس ناستی 

که چېرې د بدن جلد (پوستکی) په تور قارچ ککړ وي، سور رنګه داغونه پيدا کوي او ورو ـ ورو دا داغونه تورېږي او ګرم والی پېدا کوي. دا ناروغي د وینې د جریان له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. په سختو ډولونو کې د رواني ګډوډۍ، کوما او آن د مرګ سبب کېدای شي.

همدارنګه په جدي ډولونو کې وینه، پنډ کېږي او د عصبي رګونو د ويجاړۍ سبب کېداي شي. که ددې ناروغۍ درملنه پر خپل وخت و نه شي، نو کېدای شي انسان ووژني. که څه هم ددې ناروغۍ په اړه دقیقا څه نه دي ویل شوي، خو روغتياپالان پر دې باور دي، چې که درملنه یې و نه شي، نو د پنځوس سلنه ناروغانو احتمال شته. له همدې کبله ددې ناروغۍ د نښو د لیدلو پر مهال باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو ستونزه تشخیص او مناسبه درملنه یې ترسره شي.

Related Articles

جرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل

استاد سکندر ځدران #تحصیلي_مشورهجرمني کې په شخصي مصرف یا لګښت تحصیل ( د دې لیکنې تمرکز تر ډیره د ماسټرۍ پر زدکړو دی) له هغه ځایه چې د جرمني هیواد د بورسونو شمیر محدود دی، نور ډیر وړ کاندیدان او د لوړو زدکړو مینوال نشي کولی خپلې لوړې زدکړې پدغه هیواد کې د سکالرشیپونو له لارې ترسره کړي. هغه کسان چې د جرمني هیواد په پوهنتونو کې د ادمیشن (داخلې) اخیس...

شربت ګلۍ د ژوند کیسه

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی. شربت ګله چې د افغانستان په مونالیزا هم مشهوره ده له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې خپله کیسه کړې. شربت ګله وايي زما دا امید نه و چې د پاکستان حکومت به ما سره دا ډول چلن کوي او په پای کې به ما زن...

لعل شهباز قلندر څوک و؟

 صوفیانودهند په نیمه وچه( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین دخپریدولپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ،په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب خواجه قطب الدین بختیار کاکی ، نصیرالدین چراغ دهلي ، باقي باالله کابلي ، حضرت نظام الدین اولیاء ، شیخ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...