To start downloading books

Please sign in or create an account.

لعل شهباز قلندر څوک و؟

لعل شهباز قلندر څوک و؟

 صوفیانودهند په نیمه وچه( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین دخپریدولپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ،په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب خواجه قطب الدین بختیار کاکی ، نصیرالدین چراغ دهلي ، باقي باالله کابلي ، حضرت نظام الدین اولیاء ، شیخ فریدالدین ګنجشکر،سید ابوالحسن علی بن عثمان الجلابی الہجویری مشهور په داتا ګنج،،شیخ بهآ ءالدین زکریا ملتانی، شیخ بوعلي شاه قلندر پاني پتي او نوروسترو صوفیانو نو مونه اخیستلی شو. دغو صوفیانو د هند په ټولنه کې دمسلمانانو او هندوانو تر مینځ دزیات درناوي نه برخمن دي ، خکه همدغو صوفیانو د هند په نیمه وچه کې دولسونو ترمینځ دروغې جوړې تبلیغ کاوه او دهرډول تعصباتوپر خلاف یې مبارزه کوله . دوی، دتصوف ، شاعرۍ ، سماع او موسیقۍ له لارې خلکوته دیووالي او ورورګلوۍ درسونه ورکول.په دغو صوفیانو کې یوهم لعل شهباز قلندر و. د لعل شهبازقلندر اصلي نوم سید عثمان مروندي دی چې دچشتیه طریقې له پیروانو نه و چې د وخت دنورو سترو صوفیانو شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني، شیخ فریدالدین ګنجشکر، شیخ جلا ل الدین بخاري او معین الدین چشتي اجمیري معاصرو. نوموړی په یوه روایت دآذریایجان په مروند او دځینو په قول دافغانستان په هرات کې په ۱۱۷۷ زیږدیز / میلا دي کا ل کې زیږیدلی دی او کله چې چنګیزیانو پر افغانستان ، منځنۍ ایشیا او ایران خپل یرغلونه پیل کړل نودی هم مجبورشو چې دهند نیمې وچې ته راشی او په ملتان کې میشته شي .ده په تصوف او سیر او سلوک کې لوی لاس درلود او هم یې په صرف او نحوه کې ډیر کتابونه کښلي دي او هم دپارسي ژبې ښه شاعر و . داسې ویل کیږي چې ده ته ځکه لال شهباز قلندر ویل کیدل چې سره څیره یې درلودله او هم به یې سرې جامې اغوستلې . دهند ، بنګله دیش او پاکستان ډیرو مشهوروښځینه او نارینه سندرغاړو دده په ستاینه کې قوالۍ ویلي دي چې په دغو سندرغاړوکې دنورجهان، نصرت فتح علي خان، عابده پروین ، صابري ورونه ، شنکر احسان، میکا سینګ ، ریشمن او رونا لیلا نومونه دیادونې وړدي . لال شهبازقلندر په ۱۲۷۴ زیږدیز کال دپاکستان په سند کې مړشوی دی او دده مزار دسند دسیهون په ښارکې دی چې هرکال دشعبان په میاشت کې دده عرس ترسره کیږي او ډیر شمیر خلک دده مزارته ورځي ، داهم دده دپارسي ژبې دیوه شعربیلګه :

ز عشق دوست هر ساعت، درون نار مي رقصم

گهي بر خاك مي غلطم، گهي بر خار مي رقصم

شدم بدنام در عشقش، بيا اي پارسا

اكنون نمي ترسم ز رسوايي، به هر بازار مي رقصم

بيا جانا تماشا كن كه در انبوه جانبازان

به صد سامان رسوايي ، سر بازار مي رقصم

خلايق گركند درمن ملامت، زين سبب هر دم

مگر نازم بر اين ذوقي كه پيش يار مي رقصم

مرا خلقي همي گويد، گدا چندين چه ميرقصي؟

به دل داريم اسراري ، از آن اسرار مي رقصم

منم عثمان مروندي كه يار خواجه منصورم

ملامت مي كند خلقي که من بردار مي رقصم

 لطیف یاد

Related Articles

له ذهني پلوه د پياوړو مېرمنو لس ځانګړنې

ليکنه ـ فاطمه صمیمي نننۍ نړۍ له ډېرو پياوړو مېرمنو جوړه ده. هغوى چې خپلې بالقوه وړتياوې پېژني او په کار يې اچوي په خپل کور، کلي، هيواد او آن په نړۍ کې په زړه پورې بدلونونه او د ښه ژوند کولو لپاره آسانتياوې رامنځته کوي؛ خو تر ټولو مهمه داده چې ښځې خپلې ذهني وړتياوې وپېژني. ځكه چې هر کار اول په ذهن او فکر کې رامنځته کېږي، چې وروسته د پلان او عملي اق...

اسلامی هجری قمری کال

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لومړۍ ورځ ده! د هجري قمري کال په اړه يو څو خبرې:د هجري قمري کال پیل مدینې منورې ته د رسول اللهﷺ د هجرت نه کیږي.د دې تاريخ  بنسټ له 622م کال څخه، عمر فاروق رضی الله عنه کيښود.د دې کال اعتماد د سپوږمۍ په حرکت باندې دی چې زیات شمير دیني احکام ورپورې تړلي دي، یو قمري کال 354 ورځې کیږي.د اسلامي تاریخ د یادولو شرعي حکم:فقهاء کرام...

د باختر خزانې د آثارو په اړه

له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت یې څو ملیارده ډالر اټکل کړی! بل چا د افغانۍ پشتیوانه بللي او داسې نور.که څه هم لازمه ده چې ددې ټولو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...