تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 15, 2021
4 years ago
2,914 views
تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معومات چمتو کړي.  په همدې موخه، په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو خبرې شوي دي. 

 

تورقارچ څه ډول ناروغي ده؟

ددې ناروغۍ علمي نوم "میوکورمایکوزیس" دی. دا د فنګسي (قارچې) ناروغيو یو نادر او وژونکی ډول دی. اصلي لامل یې د "میوکورماسیتیس" په نوم یوه ډله فنګس دي، چې د پوپنکو کورنۍ پورې اړوندېږي.

دا ناروغي د تنفس، له ککړې خاورې سره د تماس، پوپنک وهلو ډوډۍ، پر دې پوپنک ککړو توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان جوفونه، ځيګر، پوستکی او دماغ اغېزمنوي. 

له بده مرغه باید ووایو، چې دا آفت پر انسان د عمر په هره مرحله کې راتللای شي؛ ډېری هغه کسان پرې.اخته کېږي، چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم ولري. 

د یادونې وړ ده، چې د شکر، ايډز، سرطان، په وینه کې د سپينو کروياتو کمښت، د اعصابو درمل خوړلو، د نشه یې توکو استعمال او ضعیف غذايي رژپم له کبله د انسان دفاعي سیستم کمزوری کېږي.

له دې ټولو سره د خوښۍ خبر دا دی، چې تور قارچ کومه ساري ناروغي نه ده، له ناروغ کس څخه روغ ته نه انتقالېږي.

 

د ناروغۍ نښې نښانې

ددې ناروغۍ نښې په دې پورې اړه لري، چې ناروغۍ د بدن کومه برخه ډېره اغېزمنه کړې ده او د بدن په کومه برخه کې وده کوي. مګر په ټوله کې له ځينو علایمو یادونه کوو. 

  • ـ تبه
  • ـ ټوخی
  • ـ د سینې درد
  • ـ د ساه لنډېدل
  • ـ د بدن د ځينو برخو پړسوب
  • ـ سردرد
  • ـ التهاب
  • ـ د پوزې ترڅنګ او د ژبې پر سر تور رنګه داغونه او زخمونه
  • ـ د خېټې درد
  • ـ زړه بدوالی
  • ـ وینه بهېدنه 
  • ـ نس ناستی 

که چېرې د بدن جلد (پوستکی) په تور قارچ ککړ وي، سور رنګه داغونه پيدا کوي او ورو ـ ورو دا داغونه تورېږي او ګرم والی پېدا کوي. دا ناروغي د وینې د جریان له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. په سختو ډولونو کې د رواني ګډوډۍ، کوما او آن د مرګ سبب کېدای شي.

همدارنګه په جدي ډولونو کې وینه، پنډ کېږي او د عصبي رګونو د ويجاړۍ سبب کېداي شي. که ددې ناروغۍ درملنه پر خپل وخت و نه شي، نو کېدای شي انسان ووژني. که څه هم ددې ناروغۍ په اړه دقیقا څه نه دي ویل شوي، خو روغتياپالان پر دې باور دي، چې که درملنه یې و نه شي، نو د پنځوس سلنه ناروغانو احتمال شته. له همدې کبله ددې ناروغۍ د نښو د لیدلو پر مهال باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو ستونزه تشخیص او مناسبه درملنه یې ترسره شي.

Related Articles

Feb 16, 2022
2,314 views

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغل...

Mar 22, 2021
2,940 views

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي.  د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ ع...

Jan 04, 2021
2,083 views

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,260 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,439 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...