هاینریش هاینه وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 22, 2021
4 years ago
3,326 views
هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

 

په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

هاینه څوک و؟

د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Heirich Heine" دی. نوموړی په "۱۷۹۷" زیږدیز کال کې د آلمان په "دوسلدورف" ښار کې وزېږېد. مور او پلار یې د شالونو د خرڅلاو کار کاوه، نو ځکه کورنۍ یې بډايه نه وه. په دیني لحاظ یې د کورنۍ غړي یهوديان وو. 

نوموړی یو ذهین ماشوم و؛ دا چې په کورنۍ کې د څلورو خویندو ترمنځ لومړنی ورور و، نو ځکه نازولی هم و. له ډېرې مینې یې کور کې ورته "هاري" نوماوه.

کله چې یې ښوونځی بشپړ کړ، په "۱۸۱۳" زیږدیز کې یې مور او پلار نوموړی فرانکفورت ته ولېږه، ترڅو هلته صرافي وکړي. په دې وخت کې د هاینه عمر شپاړلس کاله وو. دا عمر د روانپوهنې په لحاظ هغه وخت بلل کېږي، چې انسانان له شتمنۍ او پیسو سره مینه لري؛ مګر هاینه د پیسو پر ځای له زده کړو سره مینه درلوده. له یو څه مهال وروسته یې په فرانکفورت کې زړه تنګ شو او بېرته خپلې سیمې (دوسلدورف) ته ستون شو.

وروسته د خپل مهربانه تره "کاکا" په غوښتنه فرانکفورت ته لاړ. هغه یې د زده کړو مصارف ومنل او په دې توګه هاینه په فرانکفورت کې د حقوقو پوهنځی پیل کړ. مګر له یو کال زده کړو وروسته هلته په درسونو بندیز ولګېد. له یو څه ځنډ وروسته د زده کړو لپاره برلین ته لاړ؛ هلته یې د مېرمن "فان اینسي" هغه دېرې ته لاره ومونده، چې د وخت نامتو پوهانو په کې ناستې او مجلسونه کول. نوموړي هلته ډېر مسایل زده کړل. همدارنګه په برلین کې له لوی فیلسوف "هیګل" څخه هم زده کړې وکړې. وروسته د برلین له پوهنتون څخه "ګیتینګین" پوهنتون ته لاړ؛ هلته یې د حقوقو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

په "۱۸۲۵" زیږدیز کال کې یې خپل دین له یهودیت څخه مسیحیت ته بدل کړ. همدارنګه بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه هم ترسره کړل او د وخت له نامتو لیکوالو سره یې لیده کاته کول. 

د نوموړي مشهور آثار عبارت دي له: "اوسني شعرونه"، آتاترول"، "فرانسوۍ چارې"، "رومانیک ښوونځی" او "د فلورینتین شپې".

هاینه له ګڼو ادبي منډو ترړلو وروسته په "۱۸۴۵م" کې ګوزڼ وواهه. اووه کاله په بستر پرېوت. بالاخره په "۱۸۵۶م" کې د نهه پنځوسو کالو په عمر ومړ. 

اوس مهال د "دوسلدروف" ښار پوهنتون د "هاینریش هاینه پوهنتون" په نوم نومول شوی دی. 

 

 

د شعر بېګله

 

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

ولې به نه وي لړلې؟

آیا تا زما د زندګۍ په جام کې زهر توی نه کړل؟

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

آیا زه پخپل زړه کې په زرهاوو ماران نه لرم؟

آیا له دغو ټولو مارانو بغیر

ته زما په زړه کې ځای نه لرې؟

ای زما دلداره!

Related Articles

Jun 02, 2023
1,535 views

د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد  وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !! یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلط...

Jul 27, 2021
2,949 views

په طبیعت کې ددرندو فلزاتو موجودیت او ضرر

ليکنه ـ نګين کرګر او عبيدالله عبيدي درانده فلزاتو ته ځکه درانده فلزات وایي چې اتومي وزنونه او کثافت یې لوړ دی. ځینې له دغو فلزات ډیر خطرناک او زهري خواص لري خو ځینې بیا بې ضرره دي. درانده فلزات چاپیریال ته ضرر رسوي او انسانانو ته زهري پیژندل شوي دي....

Nov 09, 2021
2,788 views

لرغوني ځایونه، چهل زینه

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...