هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 09, 2021
4 years ago
5,189 views
هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي؛ د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

هشټګ څه ته وايي؟

هر کله چې ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، لینکدین او ...) ته سر ور ښکاره کوو، نو له بېلابېلو هشټګونو سره مخ کېږو. په اوس وخت کې اکثرو ټولنیزو رسنیو ـ چې په خلکو کې محبوبیت لري ـ دا ځانګړنه جوړه کړې ده. دا چاره د هش (#) علامې په مرسته ترسره کېږي، نو ځکه ورته د "هشټګ" نوم ورکړل شوی دی. ددې په مرسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې توانېږي چې موضوع بارزه کړي او د خلکو پام ور واړوي.

 

هشټګ چا رامنځته کړ؟

د لومړي ځل لپاره دا نظریه د ګوګل کمپنۍ یوه پخواني کارکوونکي (کریس مسینا ـ Chris Messina) له لوري رامنځته شوه. هغه په "۲۰۰۷م" کال کې د #Barcamp په نوم هشټګ په ټويټر کې خپور کړ. بیا را وروسته په "۲۰۱۰م" کال کې د هشټګ (Hashtag) کلمه د اکسفورډ په وييپانګه (قاموس) کې ځای پر ځای شوه.

 

له هشټګ نه څنګه ګټه واخلو؟ 

تر هرڅه لومړی باید ووایم، هرڅوک کولای شي یو هشټګ رامنځته کړي. مګر ټول هشټګونه د پام وړ نه ګرځي. یوازې او یوازې هغه هشټګونه د پام وړ شي، چې ډېر خلک یې وکاروي. او په یو ټرینډ بدل شي. ددې لپاره چې ښه هشټګ رامنځته کړو، مهمه ده لاندې ټکو ته پام وکړو.

 

  • هشټګ د "#" په ايښودلو پیل کړئ. که ستاسو هشټګ یوه کلمه نه وي، کولای شئ ترمنځ یې Underline کېږدئ. مثلا: #موږ_سوله_غواړو.
  • که کلمه یا جمله په "#" علامې پیل نه شي، پر هشټګ نه بدلېږي. 
  • که د جملې په سر کې د هش "#" علامه کېږدو او د نورو د کلمو ترمنځ د "_" علامه نه وي، نو یوازې هماغه د پیل کلمه په هشټګ بدلېږي. مثلا: #موږ سوله غواړو
  • په پورتنۍ بېلګه کې به فقط "موږ" پر هشټګ واوړي. نو اغېز به یې هم تقریبا هېڅ وي.  
  • که هشټګ مو په انګلېسي وي. نو هڅه وکړئ، د هرې کلمې لومړی توری لوی ولیکئ. مثلا: #SanctionOnPakistan او همداسې نورې بېلګې هم جوړولای شئ.
  • که جمله د هشټګ په توګه کاروئ نو هڅه وکړئ، چې د کلمو ترمنځ د فاصلې (Space) له راوړلو ډډه وکړئ. یا ټولې کلمې پرته له فاصلې ولیکئ او یا هم "_" علامه وکاروئ. 
  • همدارنګه د جملې د بېلابېلو برخو ترمنځ ټکی "." هم باید و نه کارول شي.

 

باید ووایم، چې د هشټګ لپاره د ټولو ټولنیزو رسنیو اصول یو ډول نه دي. هره شبکه ځانته خپل اصول او ځانګړنې لري؛ خو دا یو حقیقت دی، چې په ټویټر او انسټاګرام کې هشټګ تر فیسبوک ډېر اغېزمن دی او ډېر ژر د کاروونکو د پام وړ ګرځي.

Related Articles

Jun 07, 2022
1,925 views

پنځه تباه کوونکي عادتونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ.   • خلک به څه ووایي؟ که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس...

Jun 02, 2023
1,145 views

قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ  د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل...

Jun 10, 2023
1,571 views

سیند یا خوړ په مسیر د استنادی دیوال

د سیند یا خوړ په مسیر د استنادی دیوال لپاره سرویاستنادی دیوالونه عموما د سیند یا خوړ په مسیر د ځمکې د تخریب  یا د خاورې دښویدو د مخنیوي لپاره جوړیږي.  د سیند په مسیر د استنادی دیوال سروی لپاره باید لاندی نقاط په نظر کې ونیول شي:۱- توپوګرافی سروی باید...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,798 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,433 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...