په اسلام کې د جګړې اصول

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 14, 2021
4 years ago
2,947 views
په اسلام کې د جګړې اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د اسلام مبارک دین یو بشپړ او جامع دين دی. په اسلام کې د ژوند د ټولو چارو لپاره اصول او مقررات موجود دي. په انساني ټولنو کې د ژوند له نورو چارو سره ـ سره ځينې ناخوالې هم موجودې وي، چې یو له دې ناخوالو څخه جنګ او جګړې دي. همدې ضرورت ته په کتو د اسلام په مبارک دين کې د جګړې خپل اصول موجود دي، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

د جګړې اصول 

موږ تل اورېدلي دي او وایو چې اسلام د امن او سولې دين دی. باید ومنو چې دا یو روښانه حقیقت دی. د جګړې په برخه کې رسول الله "ص" بېلابېلې لارښوونې کړي دي، چې سولې، امن، خواخوږۍ، مهربانۍ او زغم ښې بېلګې دي. ځينې یې په دې ډول دي:

 

عبادتځايونه مه ورانوئ!

د اسلام مبارک دین ستر لارښود حضرت محمد مصطفی "ص" امر کړی دی، چې عبادتځايونه مه ورانوئ. علما وايي، چې په دې برخه کې د ټولو ادیانو عبادتځايونه شامل دي. که هغه د هر دین او مذهب پورې اړه ولري، باید وران نه شي. اوس ووایئ په اسلام کې نورو دینونو ته د احترام کومه کچه وینئ؟ 

خو له بده مرغه په افغانستان کې په کراتو ـ کراتو جوماتونه په بمونو والوځل شول، وران شول او په کنډوالو بدل شول. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟ 

 

تسلیم شوي خلک وبخښئ!

اسلام د مینې، مهربانۍ او بخښنې یو عالي بېلګه وړاندې کوي. هغه خلک چې آن ستا دښمنان دي، خو چې تسلیم شي، باید ویې بخښئ. مګر موږ ولیدل چې تسلیم شوي وګړي په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شول. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

له اسیرانو سره ښه چلند وکړئ!

د اسلام په مبارک دین کې د مهربانۍ ګڼې بېلګې موندلای شو؛ یو یې هم دا دی، چې له اسیر (بندي) سره باید نېک چلند وشي. خو تاسو به هم لیدلي وي، چې بې وسه اسیر د یوې ټوکې یا خبرې په پار په خوله ـ خوله وهل کېږي او وروسته یې مړی موندل کېږي. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

اندامونه مه غوڅوئ!، د اجسادو بې حرمتي مه کوئ!

رسول الله "ص" په جلا ځايونو کې دا لارښوونې کړي دي او له مسلمانانو یې غوښتي دي، چې اندامونه مه غوڅوئ او د اجسادو بې حرمتي مه کوئ. خو موږ ولیدل، چې له چا سرونه او له چا پزې غوڅې شوې. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

ماشوم مه وژنئ!، تی خوړونکی ماشوم مه وژنئ! 

په اسلام کې په جدا ځايونو کې پر دې دوو اصولو ټينګار شوی دی. د ماشوم وژل یو ډېر سپک او نامناسب کار دی. مګر موږ ولیدل، چې په زرګونو ماشومان مو دې جګړې را ووژل؛ ځپنې په دې خاطر شکنجه شول، چې پلار یې په یوې ډلې پورې اړه لري، حال دا چې جرم فردي عمل دی. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

د اوسېدو ساختمانونه (کورونه) مه ورانوئ!

اسلام د معنوي شتمنیو سره ـ سره د مادیاتو د ساتنې او حفاظت حکم هم کوي. دا د رسول الله "ص" حکم دی، چې د اوسېدو ځايونه مه ورانوئ. خو موږ ولیدل چې روغې ـ روغې دنګې ودانۍ په بمونو له خاورو سره خاورې شول. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

مریض، بوډا او راهب، مذهبي مشران مه وژنئ!

دا لارښوونې هم د حضرت محمد مصطفی "ص" دي. د مریضانو، بوډاګانو او مذهبي اشخاصو وژنه یې منع کړې ده. مګر موږ ولیدل چې په هېواد کې روانې جګړې دا یوه ډله هم روغه او بې ضرره نه ده پرېښې. دلته ناروغان، بوډاګان او مذهبي مشران په بېلابېلو نومونو ووژل شول. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

په هېچا جبر او زور مه کوئ چې مسلمان شي!

د اسلام مبارک دين، چې په زوره پر خلکو اسلام راوړل منع کړي دي، نو چرته به یې پر مسلمانو په زوره د لمونځ، ذکات او عشر ترسره کول روا کړي وي؟

موږ ولیدل چې دلته د روانې جګړې په لړ کې په زوره ځينې کړنې ترسره شوې. دا خلک ولې د رسول الله "ص" امر نه مني؟

 

اوس تاسو ووایئ آيا په افغانستان کې د جګړې خواوو دا اصول منلي دي؟ که دوی له اسلامه ناخبره دي؟

Related Articles

Sep 18, 2023
3,189 views

چاپيريال ساتنه

ليکوونکى: خالد راﺯق زیاتره موږ انسانان ټول شیان د ځان لپاره غواړي ا و ددې څخه هم ډېره زیاننمنه ده چي موږ خپل ځان د طبیعت او چاپیریال څخه بېل وګڼو. دا مفکوره ددې باعث سوې ده چي انسان د طبیعت بې فکره او بې رحمانه ګټه واخلي. هم دې مفکورې انسان هڅولي تر...

Dec 16, 2021
4,087 views

امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته اوس په افغانستان کې ت.البان د "اسلامي ا.مارت" تر عنوان لاندې د چارو واګي په لاس کې لري. شاید تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول نظام دی؟ له نورو نظامونو سره څه توپیر لري...

Jan 09, 2022
1,943 views

د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...