To start downloading books

Please sign in or create an account.

جنګي جرمونه کوم دي؟

جنګي جرمونه کوم دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په کوم هېواد کې چې جنګ وي، هلته خلک حتما د جنګ له بېلابېلو اصطلاحاتو سره مخ کېږي. په هېواد کې د جګړې له شدت سره نړېوالې ټولنې د جنګي جرمونو د ترسره کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دوی به د جګړې د خواوو له لورې د ترسره شوو اعمالو څېړنه کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې جنګي جرمونه څه ته ویل کېږي؟

په دې لیکنه کې به مو همدا پوښتنه ځواب شي. 

 

لنډه تاریخچه

د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل لوی او واړه جنګونه ترسره شوي دي. همدارنګه هر چا تر خپلې وسې ظلم او جنګي جرمونه ترسره کول. له دې سره ـ سره په ځينو سیمو کې به د جنګ ځانګړي اصول او مقررات هم موجود وو. ترې سړی غړاوی به لوی شرم او جرم ګڼل کېده. 

د جنګي جرمونو اوسنۍ اصطلاح (War Crimes) په "۱۹۴۵ز" کې د "London Charter of the International Military Tribunal" په نظامي محکمه کې رامنځته شوه. همدارنګه د سولې او بشریت پر وړاندې جنایات هم تعریف او وپېژندل شول. البته دا باید هېر نه کړو، چې د جنګ پر اصولو او جنګي جرمونو تر دې وړاندې هم بحثونه او مناظرې شوې وې.

 

جنګي جرمونه څه ته وايي؟ 

موږ او تاسو په یوه خاورینه سیاره کې ژوند کوو، چېرته چې انسان ورو ـ ورو د تمدن پر لورې ګامونه واخیستل. خپلې سیمې یې پراخې کړې او د خپل بد عادت (حرص) له امله یې پر خپلو شتمنیو قناعت و نه شو او پر نورو خلکو یې حملې پیل کړې. دې چارې جنګ ته لاره هواره کړه. 

مګر په دې نړۍ کې د ژوند، مینې، جنګ او بل هر عمل لپاره خپل اصول او مقررات وټاکل شول او موجود دي. له همدې اصولو او منل شوو مقرراتو څخه سرغړاوی جرم بلل کېږي. جنګ هم په نړېواله سطحه خپل اصول لري او ترې سرغړونه جرم بلل کېږي. باید یادونه وکړو، چې په انګلېسي کې یې "War Crimes" بولي.

 

د جنګي جرمونو عمده ډولونه:

  • ـ د تسلیم شوو ځواکونو وژل
  • ـ د ماشومانو وژل 
  • ـ له بندیانو سره بد چلند
  • ـ د اقلیتونو ټولوژنه
  • ـ قصدي قتل  
  • ـ شکنجه
  • ـ غیر انساني سلوک
  • ـ نورو ته قصدا د درد ورکوونکو سزاوو ټاکل
  • ـ پر غیر نظامي کارکوونکو برید
  • ـ په عامو وګړو بریدونه کول/ ځانمرګي حملې
  • ـ په زوره له یوې سیمې د غیر نظامي وګړو ویستل/ بل ځای ته وړل 
  • ـ له منع شوو وسلو کار اخیستل (شیمیايي، باکتریالوژيک او اور بلوونکي وسلې)
  • ـ د بل چا له نښو، سیمبولونو او علایمو د خپل ځان په نفع ګټه اخیستل (چل او دوکه)
  • ـ د عامه او شخصي شتمنيو لوټل

نو که کومه جنګي ډله پر پورتنیو کړنو تورنه شي او بیا پرې ثابت شي، نړېوالې محکمې دا قضيې څېړي او د نړېوالو اصولو سره سم پرېکړې کوي.

Related Articles

فلسفه څه ته وايي؟

  د فلسفې لفظ د دوو یوناني (Philien) چې د یو شي د خوښولو مانا لري او (Sophia) چې د پوهې مانا لري، جوړ شوی دی. کله چې دا دواړه الفاظ سره یو ځای شي نو د (علم خوښوونکي) مانا ارائه کوي. په ټوله کې فلسفه د هغو اصولو د پېژندلو پوهه ده، چې د هستیو د ذاتي پېژندنې لپاره انسان ته ښوونه کوي او د بېلابېلو موجوداتو لومړنیو حقایقو او د هغوي د رامنځته کېدلو په ع...

له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري کله چې یو هلک او نجلۍ واده کوي په لومړیو وختونو کې له یو بل سره ډېر جنگونه کوي، خپه کېږي، یو بل نه درک کوي، دا طبیعي خبره ده، ځکه دوه جلا فکرونو سره یوځای کېږي. وخت، درک او پېژندگلوۍ ته اړتیا لري، ترڅو د یو بل په خبره او فکر پوه شي.  اوس پوښتنه دا ده چې څنگه کولای شو چې له واده وروسته یو ارامه او له خوښیو ډک ژوند ولرو؟ د دې پو...

فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېبه کې ټک ورکه، ویې چیچه. لړم لږ وروسته بیا اوبو ته ولوېد او هغه راهب بيا لاس ور ورغځاوه چې ويې ژغوري....

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...