مشهور پښتو متل دی چې وايي ((په تیاره کې هرڅوک ویریږي خوڅوک حال وايي څوک نه)) دا متل هسې بې ځایه نه دی ویل شوی په ریښتیا هم چې کله یو څوک په تپه تیاره کې مزل کوي هره شېبه یوله وهمونو ډک خیال لري او فکر کوي چې اوس به یې سترګې په کوم نااشنا مخلوق لګیږي او یا به یې څوک له شانه په تیرو منګلو رانیسي، دغه سوچ حتی هغه کسان هم لری چې فکرکوي نه ویریږي او په بلاګانو او پیریانو باور نه لري. خو همغه خبره ده چې ډارن خلک حال وايي او زړور له ویرې سره سره حال نه وايي، په تیاره کې د بلاګانو او پیریانو ویره په زړه تیروي. دغه بلاوې چې موږ ورنه په تیاره کې ویریږو بې له شکه چې اول خو زموږ خپل وهمونه، خیالي بلاګانې او سیوري دي خو که واقعیت ولري نو بې له جنیاتو بل څه نه دی، مسلمانان باور لري چې پیریان هم د خدای (ج) مخلوق دی دلیل یې د سپیڅلي قران دا قول دی ((وماخلقت الجن ولانس الالیعبدون)) ژباړه او ما نه دی پیدا کړی پیریان او انسان مګر د خپل عبادت لپاره. د دې نه معلومیږي چې پیریان هم د خدای تعالی مخلوقات او بنده ګان دي. خو که پام وکړو د شپې په تیارو کې ډیره ویره په اطرافي او کلیوالو سیمو کې وي علت یې دا دی چې هلته بریښنا، او ګڼه ګوڼه نشته، اکثره چوپیتا وي، غرونه، ځنګلونه، کنډوالې او لویې کلاګانې زیاتي وي چې ویرونکی چارپیریال جوړوي دلته طبعا خلک د شپې ډاریږي او د بېلابېلو نالیدلو بلاګانو تصور یې په ذهن کې وي او تل ورنه ډاریږي خو په ښار کې بیا د هستوګنې چارپیریال کاملا له دې سره فرق لري هلته تل رڼاګانې او شور ماشور وي نو ځکه خو ښاریان یا ښارته تللي کلیوال د ویرې احساس نه کوي ماشومان یې بې زړه او ډارن نه وي اوپه دې شیانو چندان باور هم نه لري، ترټولو مهم دا چې ځان ورته یوازې نه ښکاري. د دینې علومو ډاکتر استاد عبیدالرحمن وايي چې پیریان اکثره په داسې ځایونو کې اوسي چې د خلکو له تګ راتګ او شور ماشور نه لرې وي ځکه هغوی هم بېله نړۍ او کاروبار لري چې په مختلفو څیرو ځان راڅرګندولی شي خو هغه وخت چې څوک په عذابوي نو په بدشکله بڼو راښکاره کیږي. ډاکترعبیدالرحمن زیاتوي چې پیریان له ښارونو په کلو، دښتو، غرونو، هدیرو او ځنګلونو کې ډیره هستوګنه لري او په دغه ځایونوپه ځانګړي ډول په کلو کې ځان ورته له ښاره ځواکمن ښکاري نو ځکه خوکله کله ځینې سرکښه پیریان د بلاګانو په جامو کې ځان څرګندوي خوکه څوک د شپې له ګرځیدو ډډه وکړي او یا که ډیر ضرورت وي نو بسم الله ووايي نوجنیات ورنه ځان ساتي اونه به ویریږي دا خو د لویانو ستونزه شوه له بده مرغه چې زموږ ټولنه یوه بله لویه ستونزه هم لري هغه دا چې اکثره وخت خپل ماشومان په بلاګانو اوپیریانو ویروو د پیداګوژۍ عالمان وايي چې دغه ویره د ماشوم په راتلونکي شخصیت خورا منفي اثر لری او هغه د یوه بې باوره او ډارن انسان په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي په دي هیله چې ماشومان مو داسې په یرو کې نیمګړي ونه روزو.
Related Articles
د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!
لیکنه ـ ریاض مقامزی په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همد...
وعده!
وايي پاچا د ژمي په يوه سړه شپه له مانۍ د باندې ووت. د راستنېدو په وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي. پاچا ورته وویل: ساړه خو دې نه کېږي؟ عسکر ورته وويل: هو صاحب! پاچا ورته وویل: زه اوس مانۍ ته ځم او هورې به امر وکړم چې ښې تودې جامې درته راولېږي...
Writing talking points
To be ready for interviews and public speeches, talk points are frequently employed. Making up your own problems makes it easier to appear in public and respond to inquiries from the press and the general public. Describe your goals and message, ple...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...