قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 26, 2021
4 years ago
3,491 views
قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟ 

جواب: 

دا نو د الله تعالی خوښه وه چې قرآن کريم په عربي ژبه کې نازل کړي.

بله دا چې د قرآن د نزول په زمانه کې عربي ژبه په ژونديو ژبو کې يوه وه، د حجاز  او خواو شا سيمو د خلکو ژبه وه.

پر کوم شخصيت چې قرآن نازل شوی د هغه خپله ژبه همدا عربي وه، او دا د الله انتخاب او خوښه وه چې په دغه سيمه او دغه ژبه او پر دغه شخصيت جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې دغه کتاب نازل کړي او په دې کې چې کوم حکمتونه دي پر هغو هم يوازې الله ښه پوهېږي. 

که د عربۍ پر ځای په بله کومه ژبه کې نازل شوی وای نو اول مُخاطَبِين يې عربان وو، نو هغوى به څنګه پوهېدلی او پخپله نبي صلی الله علیه وسلم به څنګه پوهېدلی!؟

 د وروسته خلقو باره کې خو خبره اسانه وه چې دغه اولين مخاطبين چې پوه شول هغوی به يې وروسته راتلونکو خلکو ته ته ورسوي او همداسې وشول. د قرآن او احاديثو ستر ستر امامان او عالمان له اول دور نه وروسته زياتره عجم وو چې د اولينو مخاطبينو او د ورپسې خلکو شاګردان وو.

 

عربي ژبه د نورو ژبو په نسبت ډېره فصيحه، د قواعدو مطابق او د اشتقاق او انصراف ماده په کې تر ټولو زياته ده، صوتي، صرفي او نحوي او تعريبي بدلونونه په  کې زيات ممکن دي، ځکه نو د نورو ژبو په نسبت د دې انتخاب غوره و.

عربي ژبه که د لږو خلکو ژبه ده خو د دنيا څه له پاسه يو مليارد مسلمانان د همدغه قرآن پر احکامو او تعليماتو يوه اندازه پوه دي او خپل ديني چارې د همدې دين په رڼا کې ترسره کوي او که کوم مشکل ورته مخې ته راځي نو هغه د ماهرو او پوهو خلکو په مرسته حلوي.

او که څوک د دين په زده کړه کې لټي کوي، نو هغه د شخص خپله ګناه ده، د دين نه ده، لکه ډېر خلک شته چې حتی خپله ژبه پښتو هم د ليکلو او لوستلو په لحاظ نه زده کوي.

دغه صاحب نه وايي چې د هندومت مذهبي ژبه کومه يوه وه، او دغه خلک اوس د کومې ژبې کتابونه تقسيموي؟ 

 

الله تعالی خپل اخري پېغمبر په عربو کې راولېږه او خپل اخري کتاب يې هم په عربۍ ژبه نازل کړ او بيا الله تعالی د دې دين او قرآن د تعليم او تبليغ لپاره د دين استازي علماء راپيدا کړل چې د دغه دين ټول احکام اوس په هره ژبه کې ميسر دي، پښتو، دري، انګريزي، هندي، چينايي، اردو، ترکي او نورو ګڼو ژبو کې د دين احکام موجود دي.

 یوه بله خبره هم واوره او هغه دا چې په شروع کې دغه سيمې چې اسلام ورته رسېدلی و د هغو خلکو ژبه هم دغه عربي ګرځېدلې وه، تر دې چې د چين کاشغر کې هم علماوو په عربۍ ژبه کتابونه ليکلي وو، منية المصلي چې د حنفي فقهې مشهور کتاب دی؛ سديد الدين کاشغري ليکلی دی، د منځنۍ اسيا ژبه تقريبا عربي وه، مکي بن ابراهيم بلخي، قتيبه بن سعيد بغلاني، امام بخاري، امام ترمذي، امام ابوداود او امام نسائي ټول د همدې عجمي سيمو اوسېدونکي وو او د دین ستر امامان وو، امام ابوحنيفه هم له اصله عجمي و خو د دين ستر امام تېر شوی دی. 

يوه بله شبهه چې دوی يې وړاندې کوي هغه دا ده چې الله تعالی په قرآن شريف کې فرمایلي دي: (وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ 

[Surat Ibrahim 4]

له دې نه مطلب اخلي چې هر قوم ته رسول لېږل شوی دی، حال دا چې د آيت کريمه مطلب دی هر رسول چې لېږل شوی دی نو د خپل قوم په ژبه لېږل شوی دی، يعنې تعميم په رسول کې دی نه په قوم کې، نو دغه  صاحب چې وايي افغانانو ته يې کوم رسول رالېږلی دی؟ زه ورته وايم چې افغانانو ته هم همدا محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم رالېږل شوی دی، د هغه ټول تعليمات او هدايات مونږ ته رارسېدلي دي. 

خو زه له تا نه دا تپوس کوم چې که افغانانو ته يې رسول رالېږلی وای نو په کومه ژبه به يې رالېږه، په دري او که په پښتو، او که په اوزبکي؟ همدارنګه په په افغانستان کې خو يوازې پښتو او دري هم نه ويل کېږي بلکې نورې ډېرې ژبې دي چې خلک پرې خبرې کوي، له هغو سره به بيا څه کېدل؟

زه دغه صاحب ته وايم چې په افغانستان کې اساسي قانون راغلي دي چې دوه رسمي ژبې دي: پښتو او دري او اوس هر څوک مکلف دی چې د حکومت له خوا په دوی پورې اړوند پر هر جاري فرمان ځان پوه کړي او د هغه مطابق چلند وکړي، اګر که هغه پښتو يا دري ويونکی نه وي. 

 

مسلمانان چې يو بل سره وژني دا دين نيمګړتيا نه ده بلکې د خلکو ده، خلک دې پر دغه دين عمل وکړي چې ورور وژنه بس کړي او خپل مسلمان ورور ته کافر ونه وايي. 

پر حق پوه کسان او پر حق تلونکي کسان همېشه لږ وي.

دا دين نسلي او نسبي دين نه دی، هر هغه څوک چې د دې دين پر اصولو او احکامو عمل وکړي هغه مومن دی اګر که هغه د هر نسل او سيمې سره تعلق ولري او که يو څوک پر دې دين باور ونه لري او پر احکامو يې عمل نه کوي بلکې د خلکو له دې دين څخه د اړولو کوښښ کوي نو اګر که هغه د دې دين د منونکو له نسل څخه وي، پر همدې ژبه خبرې کوي، نوم يې هم د مسلمانانو په څېر وي لکه محمد، صديق، حامد او اجمل بيا هم هغه مومن نه دی.

 

مفتي عبدالولي

Related Articles

Sep 30, 2021
3,689 views

د قيامت د ورځي علامې

 لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره  علامي ته يا ديو شي اول حالت  ته  ويل کيږي اوساعة  دزمانې  يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په  قران اوحديث  کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة...

Jan 13, 2021
1,730 views

تجربیات سیاسی سیاه

تجربیات سیاسی سیاه مصطفی عمرزی يكي از ويژه گي هايی كه مي توان به راحتي به كنه ي روح و روان تبعه ی افغان پي بُرد، عنصر «سياست» است. سياستزده گي در بستري از تحولات ناخواسته، جامعه ي افغاني را به نمادي از بازار سياسي نيز مبدل ساخته است. از هنگام تاسي...

Dec 24, 2021
2,405 views

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...