موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .
انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛ بې له اوبو څه کم او زېات 100 ساعته ژوند ممکن دی ، خو د اکسيجن په نشت کی انسان له څلورو - پينڅه دقېقو څخه زیات ژوندی نه شي پاتې کېدی .
سره له دی چې اکسيجن تر دې کچې د ژوند اساسي توکی دی ، خو ولې خلک د هغه موجودېت او ارزښت ته دومره پاملرنه نه کوي ؟ د ځينې پوهانو له انده دا ځکه چې له ېوې خوا اکسيجن ېوه بېرنګه ماده دا او په سترګو نه ليدل کېږي ، دوهم دا چې بدن په وسيله د هغه د جذب عملېه په اتومات ډول تر سره کېږي او موږ په کې په شعوري ډول کومه ونډه نه اخلو او درېم دا چې دغه د ژوند لومړی درجه مهم توکی تر اوسه په طبیعت کې په کافي اندازه موجود دی او کمبود ېې نه احساسېږي ...
- د اکسيجن 1/5 مه برخه د ماغزو لخوا کارول کېږي .
- ونې مه وهئ ونې کېنوئ . په منځني ډول ېوه غټه ( بالغه ) ونه په کال کې دومره اکسيجن جوړوي چې د 2 کسانو د سا اخيستنې لپاره بسنه کوي . د اعدادو په ژبه دا 125 کيلو ګرامه اکسيجن کېږي .
- زموږ د مځکې شنه بوټي په کال کې 3 تريليونه ټنه خالص اکسيجن توليدوي .
- اکسيجن د هر مځکني ژوندي موجود د وزن 2/3 مه برخه جوړوي . H2O
- اوبلن شوی اکسيجن په مقناطيسي ساحه کې مقناطيسي کېږي او ېوه عادي اهنربا ېې هم ځان ته راښکلی شي .
# ونې مه وهئ، ونې کېنوی او ژوند سره مرسته وکړئ .
Related Articles
خشتک کشال ها
خشتک کشال ها مصطفی عمرزی «فردای چنین روزی به خشتک کشال های بی دانش و اوباشان شمله به پا افتیده، به سفله های کوچه گرد بی آبرو، به لکه های ننگین دامان هرات باستان که ... تحت نام تسلیمی اجیر و تربیت کرده بودند، به سنگر های مجاهدین، امر حمله می دهند.»...
دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى
دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى هر کله چه دَ فرنګېانو فوج په تنګې باندے کېمپ او لګاوه..نو اُتمانخېلو په مشهور مرکزی کلی پړانګ غار ئے دَ حملے کولو اراده اوکړه .. داکلے دَ غاړے دَ اُتمانخېلو په قبلئيزه حصه کښے په داسے برېد دے ېعنے دَ اتمانخېل...
د پاریس دېوالونه
د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...