To start downloading books

Please sign in or create an account.

Arsalan Hemat 3 years ago 1,847
آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟

زمونږ د هیواد (افغانستان) اقتصاد یو سوداګریز (تجارتي) اقتصاد دی، چې په صادراتو او وارداتو ولاړ دی په خاصه توګه په وارداتو ولاړ دی او له همدې امله ورځنۍ او دوره یي را کړې ورکړې او د توکو (شیانو) لیږد رالیږد د ننه او په بهرنۍ کچه پکې ډیره لویه ونډه لري. که چیرې دغه اقتصادي دوران یا څرخ ودریږي نو زمونږ د هیواد اقتصاد په څو ورځو، څو اونیو یا څو میاشتو کې له مینځه تللی شي او یو انساني او اقتصادي ناورین د افغانستان خلکو ته پيښولای شي. افغانستان یو صنعتي هیواد ندی چې خپل د اړتیا وړ ټول توکي (شیان) برابر کړي تر څو د دې اقتصادي دوران یا څرخ له امله ډیر زیات زیانمن نشي. د افغانستان نیول د طالبانو (اسلامي امارت) په واسطه او د دوی نه پاملرنه، نه پوهېدنه او مشوره نه کول په اقتصادي او مالي برخه کې د دې لامل شوي دي چې د افغانستان اقتصاد او مالي برخه ډیره لویه ضربه وویني او زیانمنه شي. ډیری د چوپړتیاوو (خدماتي) شرکتونه له مینځه تللي دي او سقوط یې کړی دی. توليدي شرکتونه ورځ په ورځ د پیسو د نشتون او د توکو (شیانو) د پېر او پلور د نشتون سره مخ دي او د سقوط او له مینځه تللو په حال کې دي. لوجیسټیکي شرکتونه، د مالوماتي ټکنالوجۍ شرکتونه، سیاحتي او توریستي شرکتونه، د مالی خدمتونو شرکتونه، د خبرتیاوو او بازارموندنې شرکتونه او ځینې نور خدماتي شرکتونه له مینځه تللي دي. د تولیدي شرکتونو تولید په ډیره لویه کچه کم شوی دی.

د افغانستان ټولو خلکو کار له لاسه ورکړی دی او بیکاره شوي دي. عامه ټول خدمتونه، دولتي او خصوصي سکټور په افغانستان کې په ټپه ولاړ دي. نږدې اووه سوه پنځوس زره څخه تر یو میلیون کسانو د دولتي سکټور په نظامي او ملکي برخو کې کار کاوه چې هغوي ټول اوس بیکاره او په کور دي. په خصوصي سکټور کې هم په میلیونونو تنو (کسانو) چې کار کاوه هغه ډیری شرکتونه او موسسې له مینځه تللي دي او ډیره برخه کارکوونکو یې کار له لاسه ورکړی دی او بیکاره شوي دي. د خلکو د ژوند اقتصادي دوران او عادي ژوند په ټوليیزه توګه زیانمن شوی دی. یو شمیر خلک تر دې اړ شوي دي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل د کور څیزونه (شیان) خرڅ کړي تر څو پرې ژوند یې روان شي. په افغانستان کې یو زیات شمیر داسې خلک شته چې په ورځني کار او پیسو لاسته راوړلو یې ژوند تیراوه. د دې کورنیو د څیزونو بیلګې د کابل ښار په بیلابېلو برخو کې شته په خاصه توګه د میوند واټ (جاده ی میوند) او چوک په ساحو کې زیات لیدل کیږي.

صرافۍ د سرای شاهزاده، بانکونه، بانکي سیسټم او سوداګریزې چارې د ننه په افغانستان کې او په بهر کې د افغانستان لپاره نشته او هر څه په ټپه ولاړ دي. پدې ورستیو کې د بانکونو یوازې مرکزې څانګې پرانستل شوې خو یوازې دوه سوه ډالر یا شل زره افغانۍ د خلکو خپلې پیسې ورکوي چې دا اندازه ټاکل داسې دي لکه چاته چې د خپلو پیسو جیره او خیرات ورکوې. دا د پيسو اندازه ټاکل د افغانستان بانک (مرکزي بانک) له خوا شوې ده. د افغانستان بانک (مرکزي بانک) رییس یا مشر چې د طالبانو یا اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی دی داسې ګمان شتون لري چې دا سړی د پاکستان هیواد متقاعد جنرال دی خو د افغانستان بانک د رییس یا مشر په توګه ټاکل شوی دی. په رسنیو کې هم تر اوسه هیڅ ندی څرګند شوی او خبرې یې ندي کړي چې دا سړی مالي پوهه لري او که نه؟. نږدې (۳.۵) درې نیم ملیارده ډالر د افغانستان خلکو پیسې په بانکونو کې اچولي دي. په بانکونو کې پیسې نشته د بانکونو پيسې چې مرکزي بانک (د افغانستان بانک) یې ساتي او د اړتیا وړ پیسې مرکزي بانک بیرته په بانکونو یې وېشي تر څو هغوی بانکې چارې پرې په مخ بوځي خو اوس معلومه نده چې مرکزي بانک (د افغانستان بانک) پیسې لري او که نه؟ د افغانستان بانک یو د شرمه ډک مکتوب ټولو بانکونو ته لیکلی او لیږلی چې هیڅ تجار (سوداګر) د خپلو پیسو څخه کار اخیستی نشی، راویستلی نشي، کارولی نشي په بهر او د ننه د سوداګریزو چارو لپاره ترې ګټه نشي اخیستلای. دا په داسې حال کې ده چې د یو هیواد ټولې چارې او د خلکو د ژوند ټولې برخې په اقتصادي او مالي برخو ولاړې دي او تجاران (سوداګران) د دې برخو حرکت ورکوونکي دي. د نویمي (۹۰) لسیزې وروسته د هر هیواد واک او ځواک یې په اقتصاد یې ولاړ دی، که اقتصاد یې ځواکمن وو هیواد یې هم ځواکمن دی که اقتصاد یې ځواکمن نه وو نو خپله هیواد یې هم ځواکمن ندی.

زمونږ هیواد (افغانستان) چې د اقتصادي او مالي پلوه درېمه درجه هیوادونو کې راځي نو هر څه خپله او په ځان ځانې توګه پر مخ نشي وړای نو مونږ د نړۍ له هیوادونو څخه په سیاسي، اقتصادي، مالي او نړیوالو چارو کې ګوښې او انزوا ته تللی نشو که چیرې لاړ شو نو مونږ خپله ډیر زیان او ضرر کوو بشري او اقتصادي ناورین ته ځو. د افغانستان د پخواني دولت ړنګیدل او د طالبانو (اسلامي امارت) را تلل او د دوی نه پاملرنه، نه پوهیدنه او مشوره نه کول د دې لامل شوي دي چې مونږ اقتصادي ناورین او بحران ته لاړ شو. نړیوال بانک او یا هم د آمریکا دولت د افغانستان بانک (مرکزي بانک) او د افغانستان خلکو نږدې (۱۰) میلیارده ډالر او شتمني یخ یا کنګل کړې ده او افغانستان ته یې نه ورکوي. په افغانستان کې اوس حکومت او رهبري نشته دا شتمني د افغانستان د خلکو ده او په نړیوالو اړیکو او مالي پوهې او خبرو اترو سره که چیرې افغانستان کې حکومت او رهبري وای دا پیسې کیدای شوې چې بیرته واخیستل شي. د طالبانو یا اسلامي امارت د راتګ څخه د مخه نړیوال بانک (۴۵۰) څلور سوه پنځوس میلیونه ډالر افغانستان ته را لیږل خو د وضعیت خرابېدو سره یې را ونه لیږل داسې ښکاري چې د افغانستان بانک په زیرمو کې پیسې کمې دي یا نشته. د پراختیايي پروژو نړیوال سازمان (IMF) افغانستان ته د اګسټ په ۲۳مه نیټه (۲۸۰) دوه سوه اتیا میلیونه ډالر رالیږل خو طالبان یا اسلامي امارت د اګسټ په ۱۵مه نيټه راغلل هغه پیسې یې هم را ونه لیږلې. د ویسټرن یونین (Western Union) سیسټم، مانیګرام (MoneyGram) او سویفټ (Swift) سیسټمونه په افغانستان کې خپل خدمتونه بند کړي دي چې دا سیسټمونه هم د افغانستان په اقتصاد او مالي برخې ډیره اغېزه کوي د ویسټرن یونین او مانیګرام له لارې نږدې اته سوه میلیونه ډالر هغه افغانان چې بهر کې ژوند کوي خپلو کورنیو ته یې رالیږلې؛ چې دې پیسو هم د افغانستان په اقتصاد یې اغیزه درلوده چې اوس دا هم د دې سیسټمونو په نشتون کې نه را لیږل کیږي. سوداګر (تجاران) چې د بهر نه توکي (شیان) واردوي یا افغانستان ته یې راوړي د سویفټ او ټي ټي (TT) له لارې یې دا کار کاوه خو اوس دا هر څه نشته او درېدلې دي. هیله ده چې دا سیسټمونه بیاځلي فعاله شي. 

په پایله کې باید وویل شي: چې یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکي رسنېو ته راځي او خبرې کوي د ټولنې په رښتیاوو او د ټولنې له مینځه خبر ندي، د خلکو له وضعیت څخه خبر ندي یا نه پوهیږي او یا هم د طالبانو د ډاره ډیرې غلطې خبرې کوي. په پخواني دولت کې د هغوی ستاېنې او صفتونه به یې کول اوس چې طالبان راغلي دي د دوی ستاېنې او صفتونه یې پیل کړي دي، رښتیا نه وايې رنګونه یې خپل بدل کړي داسې خبرې کوې چې عامه ذهنیت خرابوي او د خلکو سترګو کې خاورې اچوي هیله ده دا کار ونکړي څه چې رښتیا او واقعیتونه دي ویې وايي او یا هم هیڅ رسنېو ته لاړ نشي چې په څه نه پوهیږي، د ټولنی او خلکو په وضعیت چې خبر ندي.

د افغانستان خلک (ملت) د روحي، رواني، اقتصادي او مالي پلوه ډیر بد وضعیت کې دي. طالبان یا اسلامي امارت په خپله وینا یې د غنیمت په راټولو کې دي، پرې اختر دی، افغانستان یې فتحه کړی دی، (۵۲) ملکونو یا هیوادونو ته یې ماته ورکړې ده، ارګ او ټول دولتي امکاناتو څخه غواړي استفاده وکړي، (۲۰) کاله مخکیني دولت د هر څه نه استفاده کړې ده نو اوس زمونږ وار دی چې استفاده وکړو. طالبان یا اسلامي امارت په ګرمه کې دي په خپلو غوڼدو، خوښیو د بیت المال او د افغانستان ټول شیان چې دوی ته روغ رمټ پاتي دي ضایع کولو کې دي خپله خبر ندي خو د ضایع کیدو او د هر څه له مینځه وړلو په حال کې دي. 

پخوانیو مجاهدینو به ویل مونږ روسیې ته ماته ورکړه د منځنۍ آسیا (۱۳) یا (۲۳) هیوادونه مو خپلواک کړل او آزادي مو ورته واخیستله. افغانستان یا مونږ څه وکړل او څه پایله مو واخیستله؟ نږدې دوه میلیونه شهیدان مو ورکړل او افغانستان مو له خاورو سره خاورې شو او درې پیړۍ د نړۍ له هیوادونو څخه شاته پاتې شو. 

اوسني مجاهدین (طالبان) وایي (۵۲) ملکونو (هیوادونو) او آمریکا ته مو ماته ورکړه؟ که دا پوښتنه ترې وشي چې مونږ (افغانستان) څه کړي دي او څه پایله مو اخیستې ده؟ طالبانو د افغانستان خلکو (ملت) ته د روحي، رواني، مالي او اقتصادي پلوه ماته ورکړې ده.  دوی څو میاشتې مخکې یې د آمریکایانو سره معاهدې او پروتوکولونه امضا کړي وو. د افغانستان خلک (ملت) د روحي او رواني پلوه بد وضعیت کې دي د ژوند ټولو چارو باندې ډیره بده اغیزه کړې ده. نږدې ټول خلک د افغانستان څخه د بهر کیدلو په فکر کې دي. د اقتصادي او مالي پلوه د افغانستان ټول خلک (ملت) ډیر بد وضعیت کې دي. په پای کې به د دې پوښتنې ځواب ته به راشو چې آیا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟ یوازې څو قدمَ (پَل) پاتې چې مونږ اقتصادي او مالي ناورین ته لاړ شو. هیله ده چې دې وضعیت ته لاړ نشو اوس هم د اداره کولو او مدیریت وخت شته که چیرې طالبان یا اسلامي امارت وغواړي. د اقتصادي او مالي کارپوهانو څخه کولای شي مشوره واخلي، افغانستان بانک (مرکزي بانک) دا وضعیت باید مدیریت او اداره کړي. که د ننه په افغانستان کې کولای شي پیسې او د هغه بیلانس د برابرولو لپاره کار وکړي، د خلکو پیسې ورکړي او د سوداګرو (تجارانو) پیسې هم ورکړي چې هغوی اقتصادي چارې بیرته عادي حالت ته راولي ترڅو د خلکو ژوند عادي حالت ته راشي. که د ننه په افغانستان کې نشي کولای د بهرنیو هیوادونو څخه په اقتصادي او مالي برخو کې مرسته وغواړي. پور (قرضه) دې واخلي د دولتونو په سطحه او بیا کولای شي د دولتونو په سطحه بېرته پور (قرضه) دې ورکړي.

 

لیکنه د مقالې: (ع ر ص ن)  = عبدالرشید ” صمد نجاب“         

 

Related Articles

د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!   هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک او نجلۍ کله چې له واده نه وړاندې يو بل ويني باید ځينو ټکو ته پام وکړي، تر څو په راتلونکي کې هغوی او د...

د دوکتورا د غوښتتلیک برابرولو لړۍ

د .Ph.D د غوښتنلیک برابرولو لړۍ: (۴) تر استاد / پروفیسور پیدا کولو وروسته، له غوښتنلیک ورکوونکي د تحقیق د موضوع او پروپوزل په اړه پوښتل کیږي. په دې برخه کښې تاسې کولای شئ په خپله یو پروپوزل مخکې له مخکې ولیکی او بیا یې له استادانو سره شریک کړی.  او یا هم د استاد له موافقې او د هغه سره په مشورې د موضوع تر ټاکلو وروسته په پروپوزل لیکلو کار شروع کړئ....

د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دې ناروغۍ ته په انګلېسي کې "Monkeypox" او په فارسۍ کې "آبله میمونی" ویل کېږي. اصلي لامل یې یو کمیابه ویروس دی، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. پر دې ویروس د اخته کس پر بدن پولۍ/تڼاکې خېژي او ناروغ ترې ځورېږي. ویلای شو، چې تقريباً چیچک ته ورته یو ډول ناروغي ده. ددې ناروغۍ اصلي ځایونه هغه سیمې دي، چې باراني ځنګلونه و...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...