د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 10, 2021
4 years ago
2,978 views
د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د یادې ورځې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

سواد څه ته وايي؟

دا کلمه تقریبا د "لیک لوست" معادل ده؛ خو ځینې مهمې نقطې شته، چې باید پام ورته وشي. په پخواني مفهوم سره "باسواد" هغه کس ته ویل کېده، چې لیک او لوست به یې زده و؛ مګر په نوي مفهوم سره "باسواده یا لوستی" هغو اشخاصو ته ویل کېږي، چې د لیک او لوست ترڅنګ د تحلیل، پیغام رسولو او تفکر وړتياوې ولري. یعنې په اوس وخت کې ددې کلمې معنا ډېره پراختیا موندلې ده.

مګر په وروسته پاتې هېوادونو کې اوس هم د "سواد" مفهوم د "لیک او لوست" تر زده کړې محدود پاتې شوی. دا ځکه چې درېیمه درجه هېوادونه نه دي توانېدلي د خپلو وګړو د پوهې کچه لوړه کړي. په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې د سواد کچه ډېره لوړه شوې ده. 

 

لنډه تاریخچه

دې ورځې ته په انګلېسي ژبه کې "International Literacy Day" وايي. د سيپټمبر ۸ په ټوله نړۍ کې د "سواد نړېوالې ورځې" په نوم نمانځل کېږي.

یونسکو په خپله څوارلسمه غونډه کې (د "۱۹۶۶" زیږدیز کال د اکټوبر په شپږويشتمه نېټه) پرېکړه وکړه، چې د سيپټمبر اتمه به د "سواد" نړېواله ورځ وي. ددې پرېکړې دلیل دا و، چې خلک د زده کړو پر ارزښت پوه شي او د "بې سوادۍ" پر وړانې مبارزه وکړي.

دا ورځ د یو ځانګړي شعار سره نمانځل کېږي. له "۲۰۱۳" میلادي کال څخه وروسته یې ځينې پیغامونه په دې ډول وو:

د یوویشتمې پېړۍ لپاره سواد، سواد او پایداره پراختیا، سواد او پایداره ټولنې، سواد او د وړتياوو پراختیا، همدارنګه په "۲۰۲۰م" کال کې د "د کرونا په بحران کې د سواد زده کړه او ..." شعار سره ورځ ونمانځل شوه.

 

باید څه وکړو؟

د رسمي ارقامو له مخې په ټول افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې/محروم دي. په دې برخه کې د نجونو کچه نسبت هلکانو ته ډېره ده. حال دا چې د اسلام مبارک دين په "ښځه او نر" دواړو تعلیم فرض بللی. نو موږ باید هڅه وکړو، د خپلو کورنیو غړو ته د زده کړو زمینه برابره کړو. په ځانګړې توګه خپلو خویندو ته باید ډېره توجه وکړو.

دا ځکه چې د یوه نارینه په تعلیم سره ممکن یو نارینه لوستی شي؛ مګر د یوې مېرمنې په باسواده کېدو سره نږدې ټوله کورنۍ باسواده کېږي. په دې معنا چې مېرمنې تر نارینه وو ډېر په کور کې پاتې کېږي. په دې توګه هغوی د کورنۍ له ماشومانو سره د لیک او لوست په زده کړه کې ډېره مرسته کولای شي او ماشومانو ته ډېر ګټور ثابتېږي

Related Articles

Nov 14, 2021
2,665 views

د بوډا سړي کیسه

یو بوډا (زوړ) سړی وو، چې د هرې ورځې په پای کې له خپلو دردونو او سختېو څخه په نالښت کې وو،،، یو ملګري یې ورڅخه پوښتنه وکړه: دا ټول دردونه څه دي؟ چې ورڅخه په رنځ کې یې؟؟ بوډا سړي وویل: دوه باښې (بازَ) لرم چې باید رام (آرامه) یې کړم! دوه سُویه (خرګو...

Jul 24, 2020
2,885 views

ادرنالين هورمون پېژنی ؟

که لږ ساده ېې ووايو نو ادرنالين ېانې د سختې ورځې ېار . دا ېو داسې هورمون دی چې په سخت حالت ېا د خطر پر مهال بدن کې فعالېږي او د بدن ټولو اړونده غړو ته فوق العاده انرژي ورکوي تر څو انسان وکولی شي ځان له خطره وژغوري . دا په اصل کې د ځان ساتنې سيستم ېو...

Nov 25, 2020
7,157 views

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,438 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,339 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,579 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...