ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

i
imranghani
Author
Sep 15, 2021
4 years ago
2,855 views
ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د ښځینه وو سینګار او د ښکلا وسایل ډېر خوښېږي، تل غواړي له هغه څه نه ګټه واخلي چې د دوی د ښایست لامل کېږي، چې یو له دغو وسایلو څخه سره زر دي. 

د ښځینه وو ترڅنګه ځینې داسې نارینه هم شته چې سره زر یې خوښېږي، غواړي چې له کوژدې وروسته د سرو زرو چله پر ګوته کړي یا د سرو زرو ساعت ولري، کېدای شي تاسو هم دا خبره اورېدلې وي چې له سرو زرو څخه ګټله اخیستل د نارینه وو لپاره حرام دي، خو پوښتنه دا ده چې ولې حرام دي؟

موږ په دې لیکنه د همدې پوښتنې ځواب په لنډو ټکو کې وړاندې کړی، هیله ده هغه کسان چې د دې ځواب په لټه کې وو خپل ځواب تر لاسه کړي!  

 الله ﷻ  د مسلمانانو لپاره تل هغه څه حرام کړي چې د دوی په زیان دي لکه، د شرابو څښل، په ناوړه مجلسونو کې ګډون او داسې نور چې ټول مسلمانو ته یې زیانونه معلوم دي، نو کله چې الله ﷻ  د نارینه وو لپاره له سرو زرو څخه ګټه اخیستل حرام کړي په دې کې هم یو لوی حکمت دی، الله ﷻ د انسان د بدن جوړښت داسې کړی چې هر غړی یې د یوې ځانګړې کړنې لپاره جوړ کړی، موږ هم په ساینس او هم په قرانکریم کې د انسان د بدن په اړه څه نا څه معلومات لرو، د انسان په بدن کې دوه ډوله کرویات موجود دي یو یې سره کرویات او بل یې سپین کرویات، د ښځینه وو په پرتله د نارینه وو په بدن کې سپین کرویات ډېر دي، د سرو زرو یوه ځانګړنه دا ده چې کله له سپینو کرویاتو سره په تماس کې شي، د دې کرویاتو د لوړېدا او ګډوډۍ لامل کېږي، او په پای کې د انسان د وینې د کموالي او ان د وینې د سرطان لامل کېږي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا کرویات خو د ښځینه وو په بدن کې هم شته، نو ولې ورته زیان نه لري؟   

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو د ښځینه او نارینه د بدن جوړښت سره څه نا څه توپیر لري. د ښځینه وو د پوستکي او غوښې ترمنځ  وازده شته، چې په نارینه وو کې نشته، همدا وازده د دې لامل کېږي چې ښځې له سرو زرو سره حساسیت پیدا نه کړي.

په ځینو څېړنو کې دا هم ویل شوي چې په نارینه وو کې له سرو زرو څخه ګټه اخیستل د جنسي هرمونونو د له منځه تلو او ان د عقیم یا شنډېدو لامل کېږي.

ځینې خلک په دې اند دي چې د نارینه وو لپاره له سپینو زرو څخه ګټه اخیستل زیان نه لري، دا خبره سمه ده نارینه کولای شي چې له سپینو زرو ګټه واخلي، خو په دې شرط چې سره زر پکې نه وي کارول شوي.

له یاد شویو خبرو داسې ښکاري چې له سرو زرو څخه ګټه اخیستل د نارینه وو لپاره ځکه حرام او منع دي چې ورته زیان لري، د دې زیانونو د مخنیوي لپاره دوی اړ دي چې له سرو زرو څخه ځان لرې وساتي.

Related Articles

Nov 28, 2021
3,136 views

انټرپول پولیس څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړېوال نظم او سیسټم په چوکاټ کې انټرپول هم یو خورا مهم نوم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې تاسو ته ددې ادارې اړوند مهم او موثق معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نویو مسایلو آګاه شئ.    نړېوال پولیس څوک دي؟ د...

Jan 04, 2021
2,089 views

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیع...

Feb 18, 2022
2,141 views

د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."   د حکایت درسونه شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,418 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,330 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,559 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...