د هاګ نړېواله محکمه

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 30, 2021
4 years ago
2,365 views
د هاګ نړېواله محکمه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د ځينو مهمو جنګي جرمونو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه جنګي جرایم او مسایل څېړي د "هاګ" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د یادې محکمې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

د هاګ محکمه 

ددې محکمې رسمي نوم "International Criminal Court" چې په پښتو کې یې د "جرمونو نړېواله محکمه" بللای شو. دا محکمه د "ICC" په مخفف سره هم پېژندل کېږي، چې په "۲۰۰۲م" کال کې یې رسما خپلې چارې پیل کړې. موقعیت یې په نیدرلینډ هېواد کې دی. 

 ددې ادارې اساسي موخه دا ده، چې د نړۍ په هره برخه (په غړو هېوادونو) ترسره کېدونکي کېدونکي جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه، نسل وژنې او نور ورته قضيې وڅېړي.

د افغانستان په شمول "۱۲۳" هېوادونه د هاګ نړېوالې محکمې غړیتوب لري. د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي حالت له کنټرول لرونکو مهمو هېوادونو څخه چين، روسيې او امريکا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هم دي، په داسې حال کې چې په "۱۹۹۸م" کال کې د دغې محکمې اساسنامه لاسليک کړې؛ خو لا يې هم د دغې محکمې غړيتوب نه دی اخېستی. ددې ترڅنګ هند هم ددې محکمې د جوړېدو خلاف دی. 

 

د محکمې اړوند نور مهم ټکي 

  • ددې محکمې اوسنی مشر "Silvia Fernández de Gurmendi" نومېږي.
  • ددې محکمې کاري ژبې دوه (انګلېسي او فرانسوي) دي، چې دوی پرې خپلې چارې پر مخ وړي.
  • خو رسمي ژبې پکې شپږو ته رسېږي (انګلېسي، هسپانوي، عربي، فرانسوي، چینايي، روسي.)
  • دې محکمې تراوسه لس څېړنې ترسره کړي دي. همدارنګه پر نهو نورو یې کار کوي او "۳۹" تنه یې پر جنګي جرمونو تورن کړي. په دې ډله کې د سوډان ولسمشر عمر البشیر، د ایوریې ولسمشر لارنټ ګوباګو، د لیبیا معمر القذافي او د کینیا ولسمشر اوهرو کینیاټا هم شامل دي.

Related Articles

Dec 12, 2020
2,300 views

تاریخ جعلی اشکانی

تاریخ جعلی اشکانی مصطفی عمرزی در سلسله ی جعلیات مجوس، تاریخ اشکانی، خیلی طولانی ست. به اثر تلاش های مغرضانه و بی وقفه، در خلای عُمق تاریخی مجوس، هرچند با تمام نشانه های آشکار میراث فرهنگی، سیاسی و اجتماعی یونانی ها، اما وصله درست کرده اند تا سر آن...

Mar 27, 2021
4,078 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Nov 05, 2023
1,411 views

پلسترکاری کې مهمې نقطې

په پلسترکاری کې مهمې نقطېليکنه: انجنير عبدالظهور الفت۱_  د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,421 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,331 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,561 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...