د ارواپوهنې له نظره خپل شخصیت وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 13, 2021
4 years ago
6,606 views
د ارواپوهنې له نظره خپل شخصیت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

روانپوهنه یا په منل شوې اصطلاح "ارواپوهنه" د انساني کړو وړو، عادتونو، رفتار او نورو مسایلو ترڅنګ د انسان د شخصیت په اړه هم بېلابېلې تيورۍ وړاندې کوي. هر انسان د یو جدا او ځانګړي شخصیت لرونکی وي. په دې لیکنه کې تاسو خپل ځان لیدلای او خپل شخصیت پېژندلای شئ.

 

شخصیت 

د روانپوهنې له مخې د انسان د کړو ـ وړو هغه ټولګه چې د یو انسان حیثیت او مقام ټاکي "شخصیت" بلل کېږي. په دې معنا چې یو انسان کوم خویونه لري او د همدې خویونه په رڼا کې خلک ورته په کوم نظر ګوري. همدارنګه ددې په اړه چې د عادتونو دا ټولګه به انسان پخپل ژوند کې څومره بریالی یا ناکام ثابت کړي، د همدې شخصیتي خویونو له مخې اټکل کېږي.

 

حسي وګړي "Sensing"

ددې ډلګۍ وګړي یوازې حال ته پام کوي او د راتلونکي په اړه چندان غوږ نه ګروي. یوازې پر پنځه ګونو حواسو چې کوم اطلاعات ترلاسه کوي تائيدوي یې. د خبرې عمق او حقیقت ته ځان نه رسوي. دوی په حال کې لږ څه خوښ خلک وي. همدارنګه د کارونو له تکرار څخه نه ستړي کېږي.

 

درونګرا "Introversion" 

ددې ډلګۍ خلک همېشه هڅه کوي، چې یواځې اوسي. دوی له شور او غالمغاله لرې والی خوښوي. د راتلونکي په اړه ډېر فکرمن وي، چې له همدې کبله اکثرا اندېښمن او خفه وي. ددې ډلې بله ځانګړنه دا ده، چې په اسانۍ چاته راز نه وايي او ډېر کم ملګري لري. له دې ټولو خويونو سره ـ سره یو ښه اورېدونکی هم وي. مګر کله ناکله د راتلونکي په اړه اندېښنه ترې دا ښه ځانګړنه اخلي. دوی رسمي دندې نه خوښوي. هڅه کوي خپل شخصي کاروبار ولري او آرام اوسي.

 

بېرونګرا "Extroversion"

دا ډول خلک پراخې اړیکې لري. په ټولنه کې له عادي کس څخه نیولې تر لویو خلکو ټول پېژني او هڅه کوي اړیکې ورسره ولري. همدارنګه خپل رازونه او ستونزې نورو ته وايي. کوښښ کوي د نورو له ستونزو هم خبر شي. 

د بیرونګرایانو بله ځانګړنه دا ده، چې ډېر غږېږي او لږ اوري. خوښوي، چې نور خلک یې خبرو ته غوږ کېږدي. همدارنګه ډېرې غلطۍ ترې کېږي. ځکه چې دوی د هر کار لپاره چټک اقدام کوي. یعنې تر عمل وړاندې فکر نه کوي؛ بلکې کله چې کوم کار ترسره کړي بیا غور کوي. ددې ډلې خلک د دندو خوښونکي وي. ترڅو په یو کاري چاپېریال کې ژوند وکړي. 

 

فکر کوونکي وګړي

ددې ډلګۍ خلک منطق ته ډېر ارزښت ورکوي. همدارنګه تل د عدالت غوښتونکي وي. له همدې کبله همېشه له ستونزو سره مخ کېږي. خلک یې بې مینې، سخت زړی او بې پروا بولي. همېشه هڅه کوي، چې خپلو موخو ته ورسېږي.

 

عاطفي وګړي

دا ډله خلک همېشه زړه سواندي وي. تل هڅه کوي، نور خلک خوښ وساتي. له همدې کبله اکثره خپله ناخوښ وي. د نورو خوښۍ ته خوښ او په معمولي خفګان یې خفه وي. دا ډول خلک خوښوي چې له نورو سره مرسته وکړي همدارنګه که نور څوک ورسره مرسته وکړي ډېر منندوی یې وي.

 

یادونه ـ ځينې نور شخصيتي ټايپونه هم شته؛ خو تر ټولو مهم یې همدا دي. همدارنګه ممکن ځينې خلک د خپل شخصیت ترڅنګ د یو بل شخصيتي ډول ځانګړنه هم ولري. مثلا یو څوک به "Introversion" وي خو د "عاطفي، حسي وګړو او ..." نورو شخصیتي ډلګیو ځانګړنې هم لرلای شي.

اوس ووایئ، چې تاسو خپل ځان په کوم ګروپ کې ولید؟ نظر مو په کمینټ کې ولیکئ.

Related Articles

Jul 19, 2022
1,715 views

ښه ده چې پر دې خبرو پوه اوسو!

• بخښنه غوښتل د کمزورۍ په معنا نه ده.• نورو ته داسې خبرې مه کوئ، چې پوهېږئ اورېدل یې هغه ځوروي. • قیمتي/ښکلی لباس د غوره والي نښه مه بولئ.• هر څوک تر هر څه وړاندې انسان دی. همدا ځانګړنه یې احترام پر موږ لازموي. باید هېڅ ډول ضرر ور و نه رسوو. • زمونږه...

Jul 21, 2020
2,601 views

اېفل برج

اېفل د نړۍ تر ټولو مشهور او پېژندل شوی اوسپنيز برج دی چې لوړوالی ېې 324 مترو ته رسېږي . هغه د پاريس په زړه کې پروت او د دې ښار د پېژندګلوۍ ستر سمبول ګڼل کېږي .‌ اېفل برج د نړۍ د ګرځندوېانو ( توريستانو )ېو ډېر د خوښې ځای دی او هر کال په ميلونونو خلک د...

Jul 08, 2023
1,751 views

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,973 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,185 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...