To start downloading books

Please sign in or create an account.

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.

 

د مارکېز لنډ ژوندلیک

ددې ستر لیکوال بشپړ نوم ګابریل ګارسیا مارکېز "Gabrirel Garcia Marquez" دی. نوموړی د "۱۹۲۷ز" کال د مارچ په شپږمه نېټه د کولمبیا په "اراکاتا" ښار کې زېږېدلی. 

ښاغلی مصطفی صفا یې په اړه لیکي: "نړېوال لیکوالان او کره کتونکي د ګابریل لیکنو او آثارو ته د کوډګر یا جادویي ریالېزم اصطلاح کاروي. دغه اصطلاح هغو آثارو ته کارول کېږي، چې ریالیستیک تمایلات، خیال، وهم او جادويي عناصر یو بل ته ځای پرېږدي او پخپلو کې سره داسې اوبدل کېږي، چې خورا خیالي پېښې هم پکې طبیعي بڼه پیدا کوي."

ددې چارې ګڼ عوامل کېدای شي. مګر د مارکېز په آثارو کې یې یو عامل د دېوانو، پیریانو او ارواګانو هغه کیسې هم دی، چې نوموړي له خپلې انا او ابا څخه په ماشومتوب کې اورېدولې وې. دا چې لیکوال خورا تېز ذهن لري، نو مارکېز هم د خپلې ټولنې ناخوالې تجربه کړې او یا یې ولیدلې، بیا یې پخپلو آثارو کې انعکاس ورکړ.

که څه هم مارکېز په بوګاتا پوهنتون کې حقوق لوستي و؛ خو نوموړي له ورځپاڼو سره د ژورنالیست په توګه دنده ترسره کوله، چې له برکته یې ګڼ شمېر هېوادونه ولیدل. مګر دا باید هېره نه کړو، چې هغه ته خدای د لیکوالۍ بې ساری استعداد ورکړی و. نوموړي په لومړيو کې لنډې کیسې لیکلې خو وروسته یې بیا ځانګړي آثار هم خپاره کړل. ځینې مهم آثار یې عبارت دي له: بدمرغه ساعت، د پاڼې توپان، ډګروال ته لیک نه راځي، د ماشومانو وطن، جنرال په زرو خوشحالیو کې، کله چې زه خوښ وم او ... مګر تر ټول مهم اثر چې دی یې نړۍ ته وروپېژنده "سل کاله یوازېتوب" نومېږي. هېره دې نه وي، چې پر همدې اثر یې د نوبل جایزه هم ګټلې ده.

ګابریل له ګڼو ګټورو ادبي او ژورنالیستيکو فعالیتونو وروسته د "۲۰۱۴ز" کال اپریل پر اوولسمه نېټه ومړ.

 

د مارکېز ځينې غوره جملې

  • پر حقیقت سترګې پټول، حقیقت نه شي بدلولای.
  • ژوند هغه نه دی، چې تېر شوی دی. ژوند هغه دی چې زموږ په یاد پاتې دی.
  • رښتینی افسوس او ارمان هغه وخت کوئ، چې پوه شئ د خپل عمر په اندازه مو ژوند نه دی کړی. 
  • یو شمېر نورو ته دومره وفادار وي، چې له ځان سره خیانت کوي.
  • باید وړې پرېکړې په مغزو او لویې په زړه وشي.
  • ځینې وخت انسان فکر کوي، چې ماتې یې خوړلې؛ خو اصلا یې ارزښت له بریا ډېر وي.
  • هېڅوک هم د اوښکو تویولو ارزښت نه لري او څوک یې چې لري هغه مو د اوښکو تويېدو لامل نه ګرځي. 

 

تاسو د مارکېز له ژوند او ویناوو څه زده کړل؟ کومه وینا مو خوښه شوه؟

Related Articles

د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې ناروغۍ پر علايمو او لاملونو پوه شئ.  علایم:دغه ناروغي په لومړيو وختونو کې هېڅ ډول نښې نه لري. مګر د لږ...

د مرچو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  که څه هم ډېری خلک "مرچ" د تریخوالي له امله نه شي خوړلای او یا یې نه خوښوي؛ مګر بیا هم ځينې خلک له مرچو سره ځانګړې مینه لري او تل یې په لېوالتیا خوري. شاید اکثریت خلک فکر وکړي، چې مرچ به کومه خاصه فایده نه لري؛ خو دا نظریه ناسمه ده. ځکه چې مرچ که څه هم تریخ خوند لري او خوړونکي یې د خولې د سوځېدو احساس کوي؛ مګر بیا هم له ګڼو روغ...

رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:  د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ....) څخه ګټه اخیستل رسنی...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...