بریالیتوب ته اړتیا!

A
Arsalan
Author
Oct 15, 2021
4 years ago
2,081 views
بریالیتوب ته اړتیا!

لیکنه: هیلِن شاختر

ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب”

بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه هم لدې بریالیتوب څخه هیڅوک که خبر هم نه وي.

بریالیتوب ته اړتیا په دا کچه (اندازه) اړینه ده چې کولای شو ووایو: ډیری زمونږ هیلې او کړنې (عملونه) تر ولکې لاندې راولي.

دا چې ګورو څوک د ریاضي سره شوق لري او څوک د هنر سره، یو ادبیاتو ته مخه کوي او بل سیاست ته، څوک سوداګري (تجارت) غوره کوي او څوک بزګري (زراعت) غوره کوي، او آن دا چې ګورو ځینې کسان د واک او اختیار سره سره ډیر ګران (سخت) او له خطره ډک کارونه خپل مسلک ګرځوي، د دې لپاره ده چې هر څوک خپله وړتیا (استعداد) او د بریالیتوب چانس (امکان) په یاد مسلک کې ویني او د بریالیتوب په لور ځي. ځکه هره کړنه (عمل) چې د بریالیتوب سره یې ترسره کړو په مونږ کې د خوښۍ او تسلا (رضایت) لامل کیږي، همدا شان هر کار چې زمونږ د وړتیا څخه لیرې وي او په ډیر ګمان زمونږ د ناکامۍ لامل کیږي له هغه څخه تېښته کوو.

خو باید پوه شو چې د مسلک او کار په غوره کولو (انتخاب) کې مونږ خپله دې ټکي ته پام نه کوو یانې په هغه څه کې چې مونږ وړتیا (استعداد) لرو هغه کار نه غوره کوو، بلکې باطني شعور یا طبیعت او فطرت دی چې مونږ د خپل استعداد او وړتیا په لور رهبري کوي او بیايي. لکه کوچنی ماشوم؛ بې لدې څخه چې پام وکړي د دې لپاره چیغې وهي ځکه چې غږ باسي او هغه یې خوښیږي، لږ چې غټ شي کوچنۍ کوچنۍ خبرې کوي او کله چې ځوانۍ ته ورسیږي، خبرې کوونکی او یا ویاند به شي.

یا د بیلګې په توګه هر مجلس (ناسته) کې چې څوک په یو مسلک کې پوهیږي د هغه په اړه خبرې کوي او د بریالیتوب امکان یې په خبرو کې ډیر دی.

خلاصه دا چې بریالیتوب ته اړتیا مونږ په ناخبره توګه هغه کار ته مو اړ باسي چې پکې وړتیا او استعداد لرو؛ بالعکس هر هغه کار چې د کامیابۍ (بریالیتوب) هیله پکې نه وي له هغه څخه ځان باسو ځکه ناکامي په هر هغه کار کې که چیرې کوچنۍ او بې ارزښته هم وي د خفګان او غمګینۍ لامل کیدلای شي. پداسې حال کې چې هر بریالیتوب که چیرې کوچنی او ډیر د ارزښت وړ نه وي بیا هم شخص (فرد) هیله مند او باورمند کوي.

دا چې عالمان او هنرمندان؛ اوږد مهاله او کلونه د طبیعت د رازونو د پوهېدلو لپاره یا د یوې صنعتي اختراع لپاره، کړاوونه تېروي او د سختیو په زغملو کې خپلې وروځي هم نه ښوروي، د دې لپاره ده چې هره ورځ د کامیابۍ (بریالیتوب) پر لور یو قدم (پَل) مخکې ځي او آسماني خوندونه اخلي.

که چیرې د کار او زحمت اندازه د یو داستان (ناول) لیکلو لپاره، یا د یو څه د جوړولو لپاره، یا نقشه جوړول او اېستل د یو پله یا د اورګاډي (رېل) د لارې لپاره په نظر کې ونیسو ډارېږو او وېره کوو، خو پوهان، هنرمندان او عالمان؛ دا ټولې سختۍ او زحمتونه د بریالیتوب (کامیابۍ) سره مینه، صبر، حوصلې، مقاومت او دوام په مرسته ځان ته آسانه کوي او خوښ وي. دا ټول زیار او کوښښ چې د عمر تر پای پورې په غاړه اخلو او سختۍ تېروو، دا ټول د بریالیتوب، خوند او کامیابۍ لپاره دي.

بریالیتوب (کامیابي) سربېره پر دې چې پخپله د غوښتنې وړ او خوندور دی، شخص (فرد) د پام وړ او د ستاینې وړ ګرځوي، او د شخصیت د ودې (پرمختګ) سره مرسته کوي او مونږ په ‌ژوند کې پوره کوي، پوخوالي ته مو رسوي او ارزښت مو ډیروي.

د ټولو لوستونکو  او ټولو خلکو د بریالیتوب په هیله!!! 

Related Articles

Jun 02, 2023
1,450 views

طالبانو ورونو ته د اشرف غنی په اړه

حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!د افغانستان حتمن یی ولولی ـ خاص کر طالبان ورونه!!!د افغانستان  ولسمشر اشرف غني د اقتصاد پروفيسر او د دوه دکتورا لرونکی  چالاکه او هوښيار انسان وه! ډاکټر غني د نړيوالو خلاف خپل ملي ځواک ته پټ امر کړی و، چې د طال...

Oct 06, 2020
3,659 views

د بریالیتوب شل ټکي، شل انګېزې د ارواپوهنې له نظره

د بریالیتوب له پاره یوازې هڅه اړینه نه ده، بلکې له هغو اصولو، تجربو سره پېژندګلوي او هغه عملي کول هم په ژوند کې کولای شي تاسې ډېر ژر خپلو موخو ته ورسوي. لاندې شل ټکی مو د بریالیتوب انګېزه لاپیاوړې او موخو ته مو په رسېدو کې ستاسې سره مرسته کولای شي. ...

Dec 31, 2021
1,995 views

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,227 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,277 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,414 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...