To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,722
اقصا جومات

اقصا جومات

 

لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات

الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه جوړوي او عبادت پکې کوي.

په نړۍ کې درې مشهور او لرغوني جوماتونه شتون لري، یو یې نبوي جومات چې په تېره لیکنه کې مو په دې اړه معلومات وړاندې کړل، دویم اقصا جومات چې په دې لیکنه کې ور باندې خبرې کوو او درېیم الحرام جومات چې إن شاء الله په راتلونکې لیکنه کې به پرې خبرې وکړو.

 که تاسو هم غواړئ چې د دې سپېڅلو ځایونو په اړه مو معلومات زیات شي هیله ده چې زموږ دا لیکنه تر پایله ولولئ!

 

اقصا په لغت کې لرې یا لرېوالي ته وایي په عربي کې د لرې جومات په معنا دی او په اصطلاح کې اقصا جومات هغه جومات دی چې دې  فلسطین په بیت المقدس ښار کې موقعیت لري. اقصا جومات چې حرم الشریف هم ورته وایي،  

 دا ځای د مسلمانانو لپاره لومړۍ قبله او درېیم سپېڅلی ځای دی. د دې جومات نوم څو ځله په قرانکریم کې د اسرا په سورت کې په لومړي ایت کې یاد شوی دی، خو په دې کې شک دی چې ایا هغه نوم چې په قرانکریم کې ذکر شوی د همدې جومات نوم دی که د کوم بل ځای نوم دی.

 

د اقصا جومات موقعیت

اقصا جومات د نړۍ له لرغونو او سپېڅلو جوماتونو څخه حسابېږي د فلسطین په بیت المقدس ښار موقعیت لري، چې لومړنی بنسټ اېښودونکی یې داوود (ع) دی، بشپړونکی یې سلیمان (ع) دی په دې وخت کې د دې ښار نوم  اورشلیم یا یورشالیم و، اورشلیم له دوو کلمو څخه جوړ نوم دی، چې اور په عبري ژبه کې اتش یا د پښتو د اور، رڼا او د سپېڅلي معنا لري او شلیم د ښار او سولې معنا لري.

 له دې وروسته بیا د دې ښار نوم ایلیاء (د خدای ښار) شو او د یهودیانو په وخت کې د دې ځای نوم بیت همیقداش (د خدای کور) شو. 

حضرت مُحَمَّد ﷺ وروسته له هجرت څخه تر اوولسو میاشتو همدې خواته لمونځ کاوه.

 

د اقصا جومات تاریخچه

د اقصا جومات د بني امیه د دوو خلیفه ګانو عبدالملک بن مروان او زوی یې ولید بن عبدالملک له خلافت مخکې چې د حرم قدسي شریف په نامه یادیده په اوسنۍ بڼه نه و، خو په 691 م کال کې عبدالملک بن مروان د دې جومات جوړول په اوسنۍ بڼه پیل کړل.

د ولید بن عبدالملک د واکمنۍ پر مهال بیا د اقصا جومات نور هم لوی او ښکلی شو، اقصا جومات په دې وخت کې یوولس دروازې درلودې چې اووه دروازې یې په شمالي خوا کې، یوه یې د ختیځ خواته، دوې دروازې یې د لوېدیځ خواته او یوه دروازه یې د سوېل خواته درلودله، له جومات څخه بهر د لمونځ کوونکو د اوداس لپاره کابو 25 څاګانې هم جوړې کړې. اقصا جومات یو ځل په 746م او بیا په 1033م کال کې د سختې زلزلې له امله له منځه لاړ، خو د عباسیانو د خلیفه منصور په واسطه بیا جوړ او د عبادت لپاره تیار شو.

ولې د اقصا جومات د یهودیانو لپاره سپېڅلی دی؟

د یهودیانو په نظر دا جومات هم یو سپېڅلی ځای دی، دوی وایي چې دا  ځای پخوا د یهودیانو د عبادت ځای و. د دوی په اند د یهودیانو د دین مهمې برخې په همدې ځای کې پاتې دي، له همدې امله دا ځای د یهودیانو لپاره یو سپېڅلی او با ازرښته ځای دی.

Related Articles

په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

   لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت   دا ښکاره خبره ده چې ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د اسلام دین د برابرۍ دین دی، الله ﷻ ښځو ته هم د نارینه وو په څېر حقونه ورکړي، لکه د زدکړو حق، د ښه ژوند حق، د واده حق، د سوداګرۍ حق او داسې نور ځکه چې د حضرت محمدﷺ مېرمنې بي بي خدیجې به هم سوداګري کوله، موږ ښځې د انساني ټولنې بنسټ...

د شکسپير ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شکسپیر کتاب دې په کې پیدا نه شي. دی اصلا د انګلستان دی. خو وخت ناوخت یې په اړه ځينې عجیبې څرګندونې هم...

د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه او ناچاره وه نو تل به یې د مور او پلار ترمنځ شخړه وه، نو ځکه خو د برنارد شاو ماشومتوب له خواشينيو خل...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...