ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟

i
imranghani
Author
Oct 22, 2021
4 years ago
3,994 views
ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟

 

د نړۍ په هرې برخې کې خلک ژوند کوي، د هر هېواد وګړي بېلابېل دودونه لري، لکه د مړینې، د واده، د کلېزې او داسې نور، خو دا دودونه د هرې ټولنې د وګړو په عقیدې او ایمان پورې اړوند دي، مثلاً په ټولو اسلامي ټولنو کې خلک خپل مړي خښوي، خو په ځینو غیر اسلامي هېوادونو کې بیا دا کړنه بېخي برعکس ده. هغوی د دې پر ځای چې مړي خښ کړي، سوځوي یې، موږ په دې لیکنه کې په دې اړه معلومات وړاندې کوو چې ولې د ځینو هېوادونو وګړي خپل مړي سوځوي، څنګه یې سوځوي او وروسته له سوځولو ورسره څه کوي، که تاسو هم غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، نو هیله ده چې دا لیکنه تر پایله ولولئ!

 

ډېری داسې هېوادونه شته د دې پر ځای چې خپل مړي خښ کړي سوځوي یې، لکه هندوستان، چاپان او داسې نور، د مړو د سوځولو تاریخچه تر شلو زرو کلونو پورې رسېږي چې دا کړنه د لومړي ځل لپاره په اسټرالیا کې د مونګو لیدي په نامه د یوه کس د مړی په سوځول پیل شوه له هغه وخت څخه وروسته د مړو سوځول د خلکو په منځ کې عام شول، د زردښتیانو له راتلو پخوا د پارس په بېلابېلو قومونو کې هم د مړو سوځول دود و، خو د زردشت له راتلو سره سم دا دود په بشپړه توګه له منځه لاړ.

 

د مړو د سوځولو لاملونه

 

د مړو سوځول د خلکو په عقیدو پورې اړه لري، هندیان پر دې باور دي چې کله یو کس مړ شي روح یې له بدن څخه جلا کېږي او بدن یې ټوټې ټوټې کېږي، د دې لپاره چې د بدن له ټوټې کېدو مخنیوی وکړي خپل مړي سوځوي.

بل لامل یې اقتصادي ستونزې دي، د مړو خښول څه ناڅه پیسې او نور لګښت غواړي، دوی د دې لپاره چې د دې لګښت څخه ځان وژغوري تر ټولو اسانه لاره ورته همدا سوځول ښکاری. 

درېیم لامل یې دا دی چې دوی وایي چې له مرګ څخه وروسته انسانان بیا ژوندي کېږي، نو د بیا راګرځېدو تر ټولو غوره او لنډه لار د مړو سوځول دي او په هندوستان کې په 2004 کال کې د 300 زرو تنو یو ځای مړه کېدل هم د دې لامل شول چې دوی دا مړي وسوځوي.

 

د مړو د سوځولو ځایونه 

هغه خلک چې خپل مړي سوځوي د مړو د سوځولو لپاره ځانګړي ځایونه لري چې ځینې یې د سیندونو غاړو ته نږدې موقعیت لري او ځینې یې بیا د مړو د سوځولو لپاره ځانګړې هدیرې د خپلو عبادت ځایونو ترڅنګ جوړې کړې دي.

اوس به تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې دا خلک د مړي له سوځولو وروسته له مړي سره څه کوي؟ 

د جاپان خلک وروسته له دې چې مړي وسوځوي ايرې یې د سوډیم او پوټاشیم سره ګډوي او په یوې ځانګړې لوښې کې یې ږدي او عبادت ورته کوي دوی دا ایرې تر کلونو کلونو پورې په خپلو کورونو او عبادت ځایونو کې ساتي او عبادت ورته کوي، خو هندیان بیا د مړي له سوځولو وروسته د مړي ایرې د ځانګړي دود په ترسره کولو سره په اوبو کې اچوي، دوی وایي چې د یو بشپړ بدن د سوځولو لپاره یونیم یا دوه ساعته وخت بسنه کوي دوی د خپلو مړو د سوځولو لپاره له لرګیو، ډېزلو، ګاز او ذغالو څخه ګټه اخلي تر څو مړی په ښه توګه وسوځي او د یو مړي د سوځولو لپاره 1150 سانټي ګراډ په کچه اور بسنه کوي.

Related Articles

Dec 17, 2022
1,313 views

حق ازدواج اشخاص خنثی در قوانین افغانستان

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) حق ازدواج که یکی از موهبت‏های الهی است تنها نیاز آن در وجود انسان‏ها نفهته نیست بلکه برای سایر موجودات نیز جفتی خلق شده تا هر کدام از زوج‏ها خود را در کنار دیگری جوره کرده و مکمل همدیگ...

Oct 02, 2021
2,720 views

خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بل...

Nov 19, 2021
2,164 views

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

لیکوال: د اقتصادي چارو شنونکی استاد لعل ځاځی پدې لیکنه کې مو د پاکستان په اوسنی اقتصادي ناورین او وضعیت بشپړ بحث کړی او د دې ترڅنګ مو لاملونه هم یاد کړي هیله ده چې ترپایه یې ولولی!   د سیمې په کچه که ووایم ترټولو ځپلی اقتصادی هیواد به کوم وي; نو ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,451 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...