To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,261
د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!! 

 

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی.

يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو!! 

 

1* شوخي او خوشالي: 

شوخي د سټرس په ټيټوالي کې يوه بېړنۍ لاره ده.

شوخي او مزاج د خندېدلو له طريقې څخه په مغزو کې د ګټورو کيماوي موادو د ترشح کېدو لامل ګرځي.

ډېر خلک د خندېدو په وخت کې ستاسې په ذهن کې ښه احساس رامنځته کوي، او بېلابېل احساسات لري.

د يوه طنزيه مطالب د لوستلو په وخت کې، که هغه مو که په وار وار سره اوریدلی هم وي، يوه وړه خندا هم ستاسې پر شونډو خوروي په دې وخت کې تاسې له سټرس څخه ډېره فاصله نيسئ.

همداسې يو کميډي فلم ليدل هم ډېر ګټور تمامیږي. 

 

2* تګ او له ځان سره په لوړ غږ خبرې کول: 

 

د چټک تګ او قدم وهلو لپاره له کوره بهر شئ.

هو، له کوره بهر شئ!!

خپل چاپيريال ته مو بدلون ور کړئ.

ازاده هوا تنفس کړئ، د باران، ګلانو او ونو بوی تنفس کړئ.

په دې کاره سره ستاسې احساس تحريک کيږي.

د قدم وهلو پر وخت کې په لوړ غږ له ځان سره خبرې وکړئ، که يو بل ملګری درسره وي له هغه سره خبرې وکړئ.

د سيمې له خلکو سره خبرې وکړئ، پريږده چې ووايي (؟) چې دا څه کوي.

په ياد ولره ستا صحت اړين دی نه د خلکو خبرې!!

 

3* ډېرې اوبه وڅښئ: 

له دې څخه مې مطلب ساده اوبه دي.

نه چای، نه قهوه، نه رډبول  يا د ميوې اوبه يا هم انرژي...

زموږ د بدن ټول غړي د مغزو په شمول، د دې لپاره چې ښه بڼه عمل تر سره کړي اوبو ته اړتيا لري.

که ستاسو بدن د اوبو په کمښت اخته شي، له خپله وسه به کم کار کوئ او همدغه د سټرس د رامنځته کیدو لامل کيږي.

زموږ د ټولنې وګړو کې مامورين د اوبو په کمښت اخته کيږي.

په همدې خاطر د اوبو له څښلو سره د بدن اوبه تامينې کړئ. 

 

4* ويده کېدل او چرت وهل: 

کېدای شي ساده کار نه وي، خو ممکن دی.

افغانانو ته بيا نو بيخي اسانه دی!!!

وړوکی چرت ووهئ چې دا د بدن چارج کولو طبيعي لاره ده.

او همداسې که غرمې لخوا په کور کې ياست ويده شئ.

ډوډۍ څخه وروسته خوب ګټور دی.

د مديترانې او آسيا په ډېرو هيوادونو کې د نېمې ورځې خوب بيخي معمول دی.

د مرکزي امريکا او مديترانې خلک د ورځينيو کارونو په جريان کې د نېمې ورځې خوب له ياده نه باسي. 

 

5* وژاړئ: 

 

د ژړا او اوښکو تویولو په اړه موږ ډېره کم پوهېږو، مګر موږ ټولو د ژړا او اوښکو تویولو اثر د سټرس په ټيټېدو کې تجربه کړی دی.

ژړل او اوښکې تويولو د خپګان په کموالي کې لوی رول لوبوي. 

 

متاسفانه زموږ په ټولنه کې ځلميانو او لویانو کې ژړا د کمزورۍ نښه بولو او هغوي ته ماشومان خطاب کوو، چې دا فکر بلکل ناسم دی.

 

6* ژوره ساه اخيستل: 

 

د کورنیو ډاګټرانو په نامه د یوې امریکایۍ طبي اکاډمۍ طبي څېړونکي وایي چې د ژور خپګان د کمولو لپاره ژوره ساه اخیستنه یو تر ټولو موثره چاره ده. دوی زیاتوي چې د ساه اخیستنې په تکنیک کې اړینه ده،چې په یوه هواره سطحه د ملا په تخته وغځېږئ، یو لاس مو پر معده او بل لاس مو د سینې پر قفس کېږدئ، وروسته په کراره ساه واخلئ او ډاډه شئ، چې د ساه اخیستنې پر مهال معده لږ پورته راشي. وجود ته د هوا له ننوېستو وروسته خپله ساه له یوې تر دوو ثانیو بنده کړئ، بیا د پزې له لارې هوا وباسئ او اجازه ورکړئ چې معده بېرته ښکته لاړه شي. دا عمل څو ځل تکرار کړئ، تر څو لږ هوسا شئ او د سټرس د ډېرېدو مخه ونيول شي. 

 

Related Articles

د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM

اوله برخه: د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM)  په اړه په زړه پورې مالومات    رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د مادر بورډ هغه برخه چې رَم - RAM پرې نښلول شوی وي، DIMM يا dual in-line memory module ورته وايي. دغه DI...

د مڼې یو ګیلاس اوبه او بې شمیره ګټې

مڼه د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا کوو کوم چې د غښتلی او سالم بدن لرلو کې ډیره زیاته مرسته کوي:۱- د زړه روغتیا لپاره ډیر ګټور دی:مڼه د ا...

!د عاشقۍ جالبه کیسه

د عاشقۍ جالبه کیسه! یو هلک په یوې دیندارې نجلۍ ميين و، څه موده پس نجلۍ بل چا سره واده وکړ، هلک د غمونو په سمندر کې ډوب شو، د ژوند شيبي ډيرې ترخې شوې، بالاخره په ډير همت نجلۍ ته یې يو ليک واستوو، ګرانې! ډيره هڅه مي وکړه، چې واده درسره وکړم، خو د قسمت کرښو ناکام کړم، په خپل ژوند پورې تنګ شوی يم نور نه غواړم چې له تا پرته ژوندی پاتې شم، خو يوه هيله م...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...