څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

i
imranghani
Author
Oct 25, 2021
4 years ago
3,911 views
څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

 
ليکنه: شکېبا نادري، څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

انسان یو ټولنیز موجود دی او نه شي کولای د ټولنې له وګړو او ټولنیزو اړيکو څخه پرته ژوند وکړي، دوی اړ دي چې له یو بل سره خبرې او تګ راتګ وکړي، دودونو وپالي، د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک شي، له همدې امله دوی د یو بل مرستې ته اړتیا لري، ځکه ټول انسانان د یو بل له مرستې پرته ژوند نه شي کولای، خو ځینې انسانان داسې ستونزې لري چې له هغوی سره د اړيکې ساتل ستونزمنې کېږي، لکه د خولې بوی دا هغه ستونزه ده چې ډېری خلک یې لري دا ستونزه ګڼ شمېر لاملونه لري، هغه کسان چې دا ستونزه لري له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي دوی نه شي کولای له یو کس سره راحت او مخامخ خبرې وکړي، نه شي کولای دا ستونزه له بل کس سره شریکه کړي او د شرم احساس کوي. 

موږ په دې لیکنه کې د دې جدي او ناوړې ستونزې د له منځه وړلو لپاره څو غوره او اسانه لارې درښیو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ! 

۱. د لیمو اوبه

د لیمو د اوبو د نورو ګڼ شمېر ګټو تر څنګ یوه ګټه دا ده چې د خولې د بدبوی په له منځه وړلو کې اړینه ونډه لري. په یو ګیلاس اوبو کې د لیمو یوه کاشوغه اوبه واچوئ او د څو شېبو لپاره یې په خوله کې ونیسئ ډېر ژر به مو د خولې خوند سم او بدبوی به یې له منځه لاړ شي. 

۲. د مالګې اوبه 

د مالګې اوبه د مېکروب ضد دي تر سره کوي، هغه کسان چې خوله یې بدبوی لري باید هر سهار لږ مالګه په اوبو کې واچوي او خپله خوله پرې ووینځي.

۳. شین چای

شین چای هم د خولې د بدبوی په له منځه وړلو کې ګټور دی، کله مو چې حس وکړ چې خوله مو بد بوی کوي، نو یوه پیاله شین چای وڅښئ ډېر ژر به مو د خولې بد بوی ورک شي.

۴. د مڼو خوړل

مېوې د بېلابېلو ویټامینونو درلودونکې دي، خوړل یې د انسان لپاره ډېرې ګټې لري، له هغو ګټه څخه یې یوه هم دا ده چې د خولې بدبوی له منځه وړلای شي.

۵. د اوبو څښل

هغه کسان چې خوله یې بد بوی کوي باید تل ډېرې اوبه وڅښي، ځکه د خولې د بوی یو لامل د خولې وچېدل دي، د دې لپاره چې خوله یې وچه نه شي باید ډېرې اوبه وڅښي تر څو د خپلې خولې د بد بوی مخه ونیسي. 

۶. د مستو خوړل

د مستو تر ټولو اړینه ځانګړنه دا ده چې په اسانۍ سره کولای شي ناسمې باکټریاوې له منځه یوسي او د خولې د بد بوی مخنیوی وکړي.

۷. د نعنا ژدوېل

کله چې کومې مېلستیا کې وئ او حس مو وکړ چې خوله مو بد بوی کوي تر ټولو اسانه او غوره لار دا ده چې څو د نعنا پاڼې وژدوېئ دا کړنه به مو د خولې بد بوی په چټکۍ سره له منځه یوسي.

د دې ټولو خوراکونو ترڅنګ ډېر داسې نور خوراکونه او کړنې شته چې کولای شي د خولې بد بوی له منځه یوسي، خو تر ټولو اړینه کړنه د غاښونو پاک ساتل دي، هغه کسان چې له هر ځل خوراک څخه وروسته خپل غاښونه وینځي هېڅکله د غاښونو په درد نه اخته کېږي او خوله یې بد بوی نه کوي، خو د ځینو خلکو خوله د پاک ساتلو تر څنګ هم بد بوی کوي، په داسې حال کې باید ډاکټر ته ورشي او خپله درملنه دې پیل کړي.

Related Articles

Sep 11, 2022
1,443 views

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

پوهنوال مست علي ( نــيازى ) ښوونې او روزنې پوهــنځى تاريــــــــــــخ څانګې استاد  د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې ١٣٧٢ ل کب ٢٢ مه _ ١٣٥٢ ل کال د چنگاښ ٢٦ مه لنډيز محمد موسى شفېق د مولوي محمد ابراهيم کاوي زوى په ١٣١٠ ل...

Jan 01, 2022
1,928 views

د ذکام نښې او ګټې!

لیکنه: شکېبا نادري د ذکام نښې او ګټې! ذکام هغه ناروغي ده چې د سړې هوا او یا د موسمونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. په اوسني موسم یعنې ژمي کې ډېری کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو ذکام هغه یوازینۍ ناروغي ده چې د انسانانو لپاره ډېرې ګټې لري چې موږ په...

Nov 03, 2020
2,858 views

له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,287 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,290 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,465 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...