په مطالعه کې''تمرکز'' لرلو اغېز

i
imranghani
Author
Oct 28, 2021
4 years ago
2,104 views
په مطالعه کې''تمرکز'' لرلو اغېز

په 

په مطالعه کې د «تمرکز» لرلو اغېز

لیکنه: وقار ابراهیمي

 

ځینې وختونه داسې ډېر پېښېږي چې یو څوک ډېره مطالعه هم وکړي، خو په سم او ټاکل ډول یې ذهن ته مطالعه نه شي سپارلي. له دغې ستونزې زده کوونکي، محصلین، یا نور ډېر عام مطالعه کوونکي مخامخ دي.

دغه ستونزه لرل؛ شاید ډېر عوامل ولري، په صحي ډول حافظ نه لرل، په هغه ځای کې چې موږ مطالعه کوو، د هوا او آرامتیا څرنګوالي، او داسې نور ډېر عوامل شته، چې د هغو له امله په صحي ډول، مطالعه ذهن ته نه سپارل کېږي.

په دې لیکنه کې مې هڅه کړي، چې تر څو تاسؤ ته زده کړي، چې په مطالعه کې یو اهم او مفید، تمرکز لرل هم دي.

تمرکز: یو کار چې تاسو یې کوئ، او خاص پام او فکر مو په هغه کې وي، هم تمرکز بلل شو. يعني تاسو درې داسې کارونه په غاړه لري، چې غواړي یې ترسره کړئ، او نتیجه یې مثبته او پر ځای وي، تاسو شاید ونه شي کولای، چې درې واړه کارونه په یو وخت کې وکړي، هغه هم په سم ډول، که هر یو کار ته بېل فکر وکوو، بېل وخت ورته وټاکوو، او په ټاکل وخت او شکل یې ترسره کړو، په هر یو ځان ته تمرکز ولرو معلومه خبره به وې، چې ګټه به يې وي او مثبته نتیجه به ورکړئ. هو دلته معلومه شوه، چې مطالعه هم له یو فعالیت څخه شمېرلي شو.

او په وړاندې یې که زموږ فزیکي، او روحي حالت په اړوند موضوع او مطالعه را ټول نه وي او فکر مو راټول نه وي، نو د مطالعه پایله به منفي وي، او د وخت د ځایه کېدو سربېره به مو هېڅ زده کړه نه وې کړې، خو که سربېره فکر او د بدن حواس مو په هغه موضوع او مطالعه چې کوو یې؛ راټول او فکر مو یوازي په مطالعه او اړونده موضوع کې وي، نو هر وخت به مطالعه ګټوره وي، او ډېر څه به مو زده کړي وي.

نو پایله دا شوه چې: څه وخت چې مطالعه کوئ، فکر او حواس مو یوازې او یوازې په مطالعه را ټول وي، تر دې چې د مطالعه په وخت کې فکر مو په مطالعه کې وي، له نورو سوچونو او فکرونو په دغه وخت کې ډډه وکړئ.

Related Articles

Mar 11, 2021
2,524 views

گنجینه ی پشتو

گنجینه ی پشتو مصطفی عمرزی در سلطنت به یادمانی اعلی حضرت شاه محمد ظاهر(رح)، زبان پشتو، فراتر از سلایق و پرداخته های خورد و ذوقی، مورد توجه واقع می شود. با رسمیت زبان پشتو در سال 1936 میلادی، استراتیژی رشد این زبان، اجندایی و برنامه یی می شود. در این...

Nov 13, 2021
2,495 views

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار  سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام د...

Nov 23, 2021
2,660 views

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,282 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...