To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کافکا لنډ ژوندلیک!

د کافکا لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

کله چې د نړۍ د مشهور لیکوالو نومونه اخلو؛ نو پرته له شکه د "کافکا" نوم مو په لومړيو کې ذهن ته راځي. د نړۍ او په ځانکړې توګه د المان دا نامتو لیکوال په پراګ ـ چې په هغه وخت کې د اتریش یو ایالت و ـ وزېږېد. د خپل پلار توند خوی او ورسره ترینګلي اړیکې ددې سبب شوې، چې نوموړی ذهنا لویه شکنجه وويني او د عمر تر پایه ترې وځورېږي. نوموړي پخپل اثر "پلار ته لیک" کې د ژوند پر دې برخې مفصلې خبرې کړي دي او دا یې په ډېر ښه شکل واضح کړې، چې پلار یې د نوموړي خوښۍ څنګه له منځه وړي دي. په هر حال؛ تاسو به په دې لیکنه کې نوموړی لا ښه وپوهېږئ. 

 

لنډ ژوند لیک

د الماني لیکوالو ددې سرلاري بشپړ نوم فرانز کافکا (Franz Kafka) دی. نوموړی په "۱۸۸۳ز" کال کې زېږېدلی. پلار یې یو سخت دریځی سوداګر و او له همدې کبله کافکا یو وېرندوکی او ډارن ماشوم و. دی به له خپل پلار څخه ډېر وېرېده. همدارنګه خپلې کورنۍ اشپزې هم خورا وېرولی و. کافکا به ددوی اشپزې تر ښوونځي رساوه او له نوموړي سره یې ډېر بد چلند کاوه. دا ټول هغه علتونه وو، چې کافکا یې ګوښه ګیر کړی و او تل به په وېره کې و. په لنډ ډول ویلای شو، چې خفګان، وېرې او تاوتریخوالي د کافکا د ماشومتوب دوران سخت ځپلی دی. هغه پخپله لیکلي: "اوس هم چې کله د ماشومتوب عکسونه ګورم، د خپل هر انځور په مخ کې هغه وېره او سختي وینم..."

د یادونې وړ ده، چې کافکا د خپلې کورنۍ لومړنی ماشوم و. درې خویندې یې په جګړو کې د کډوالو په کمپونو کې وژل شوې وې او دوه وروڼه یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو. 

د لوړو زده کړو په برخه کې یې باید ووایو، چې نوموړي د حقوقو په مسلک کې تر دوکتورا زدکړې کړې وې؛ خو د ادبیاتو پراخه مطالعه یې هم درلوده، چې همدې چارې د نوموړې قلمي قوت څو چنده ډېر کړی و.

د لیکوالۍ د سبک په اړه یې استاد مصطفی صفا لیکي: "کافکا د لیکوالۍ یو ځانګړی سبک لري. نوموړی په لیکنه کې خپل کلمات او عبارات د حقوقو او علم له ژبې څخه غوره کوي او پرته له دې چې شخصي احساسات پکې دخالت ولري، یو ډول کنایوي دقت ورکوي." 

د کافکا مشهور آثار عبارت دي له: امریکا، مسخه، پلار ته لیک، فتوا، د کلي ډاکټر، د چین دېوال، ماڼۍ او ... دا چې نوموړي له ځوانۍ څخه د نري رنځ ناروغي درلوده؛ نو ډېر ژوند یې و نه شو کړای او په "۱۹۲۴ز" کال کې د "۴۱" کالو په عمر ومړ.

 

ویناوې

  • یو احمق، یو احمق وي. دوه هم دوه؛ خو له لس زره احمقانو څخه یوه سیاسي ډله جوړېږي.
  • څوک څه پوهېږي، کېدای شي دا نړۍ د کومې بلې نړۍ جهنم وي.
  • خلک تل تیار دي، چې دویم ځلي وغولېږي.
  • د ځان او نړۍ په جګړه کې د نړۍ پلوي وکړه.
  • ذهن د پراشوټ غوندې دی. ترڅو چې پرانیستل نه شي، کار نه کوي.
  • هغه څه چې خلکو ته د منلو وړ دي، مه ترسره کوه! هغه څه ترسره کړه چې سم دي.
Related Articles

فیسبوک کمپنی مصنوعی ځیرکتیا څخه ډار

هغه پروژه چې د فيسبوک کمپنۍ د ډار او وهم لامله يو دم بنده کړه...😳په 2017 کې د فيسبوک کمپنۍ يو پروژه پيل کړه د FAIR په نوم په کومې کې چې دوي دوه د مصنوعي ځيرکتيا (AI) د خبرو ربوټونه جوړ کړه کومو چې ښه سمې خبرې او د هر پوښتنې ځواب ويلو مګر دوي غوښتل يو څه داسې حيرانونکې تجربه کړې چې تر دې دمخه نه وو تجربه شوي او هغه وو د دغو دوو ربوټونو د يو بل تر م...

سړکونو د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې

#د_سړکونو_د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې او لنډ معلومات! لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی له دې څوک انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، تجارتي پرمختګ کې د سړکونو جوړښت او شتون ځغرده رول لري.تر ټولو ډیر لیږد رالیږد هم د سړکونو پر مټ ترسره کیږي، ځینې وخت له هوا، بحر او نورو لارو څخه دغه کار ځای نیسي خو زموږ په هیواد کې د مځ...

ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ! ایا تاسو ته ممیز ښه دي؟ که څه هم د ممیزو دانې ډېر کوچني دي، خو له مغذي موادو څخه ډک دي. دا وچه مېوه انسان...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...