نوی عصر، نوي کتابونه او نوې خبرې

H
Hamza Wardak
Author
Nov 06, 2021
4 years ago
5,179 views
نوی عصر، نوي کتابونه او نوې خبرې

لهٔ نوي عصر سره سم لیکل شوی کتاب!

د وخت پهٔ تیریدو خلک لهٔ وخت سره سم لیکل شوي کتابونه ډېر خوښوي، ډیری د ناولونو لیکوالان خپلې کیسې لهٔ پخوانۍ دورې پیل کوي چې پکې لهٔ نن د پنځوس کاله مخکې کیسې ذکر شوې وي، خو څنګه چې خلک اوس پخواني فلمونه کم ګوري، همدارنګه لوستونکي هم د نوې زمانې نوې او تازه کیسې خوښوي، تر ډیره پهٔ ددې ډول کتابونو لپاره تر ټولو غوره مثال "ګلابو" ناول دئ، د نوموړي کتاب (ناول) لیکوال ځوان نعمت الله رحیمي دئ، تر هغه ځای چې مالومات شته نعمت الله رحیمي د یوې نیمې میاشتې پهٔ موده کې پنځه ناولونه لیکلي چې کتابونه یې یوازې پر آنلاین کتابتونونو کې شته، نعمت الله رحیمي د ۲۰۰۰ز کال د جنوري پهٔ لومړۍ نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ښوونځي لومړنی زده کړې یې پهٔ خپل پلارني ټاټوبي وردګو کې سرته ورسولې له ۵ ټولګي وروسته یې کورنۍ د بد امنیتي وضیعت له عمله کابل ته را وکوچېده او لهٔ پنځم ټولګي وروسته یې د ښوونځي زده کړو ته پهٔ کابل کې دوام ورکړ، پهٔ ۲۰۱۸ز کې لهٔ ښوونځي فارغ شو لهٔ فراغت درئ کاله وروسته لهٔ ګرافیک ډیزاین فارغ شو، نوموړی ګرافیک ډیزاینر دئ، هغه وايي چې لیکل یې مینه ده او ځانته لیکوال نهٔ وايي خپل کتابونه یې پر آنلاین پلېټفارمونو خپروي تراوسه یې کوم کتاب نهٔ دئ چاپ شوی خو د هر ناول د مینوال پر خوله د نعمت الله رحیمي نوم دئ، ځکه هغه لهٔ زمانې او وخت سره سم خپل کتابونه لیکي، پهٔ ګلابو ناول کې د نوې ټکنالوژۍ، بد امنیتي وضیعت، مینې او ژوند ذکر پهٔ داسې ټکو شوی چې لهٔ لومړۍ پاڼې له لوستو وروسته یې تر پایه لوستلو ته لوستونکی اړ کوي.

Related Articles

Oct 14, 2021
2,226 views

ګلابو - لومړۍ برخه

ګلابو - لومړۍ برخه ۲۰۱۹ میلادي کال - کابل  د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور کاله وروسته پوهنتون پیل کړی له لمانځه وروسته یې د ځان تیارولو باندې پیل وکړ ۶:۳۰ کیدونکې وې غالب یې د مور خونې ته ورغی ویې ویل:- ادې! زه ځم...

Jun 01, 2021
2,264 views

ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به نن د آیرلینډ هېواد نوموتی شاعر او لیکوال وپېژنئ. د لیکنې تر پایه به د نوموړي د ژوند، آثارو او ویناوو په اړه لا ډېر پوه شئ. پېژندنه د آیرلینډ د نولسمې پېړې ددې ستر شاعر او لیکوال بشپړ...

May 31, 2023
1,460 views

سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,789 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,429 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,856 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...