که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 08, 2021
4 years ago
3,946 views
که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به په کورنۍ او ټولنه کې حتماً داسې اشخاص لیدلي وي، چې د وینې له لېدلو وېرېږي. دا ډول خلک د وینې د لیدلو پر مهال د ضعفتیا، کمزورۍ او یا هم نورو غیر عادي حالاتو احساس کوي. ممکن خلک یې ډارن، بې زړه او کمزوری وپېژني؛ خو په حقیقت کې دا کومه کمزوري نه ده، بلکې یوه رواني ناروغي ده، چې ددې لیکنې تر پایه یې په اړه لا ډېر معلومات لولئ.

 

هیموفوبیا (Hemophobia) څه ډول ناروغي ده؟ 

انسانان د خپلو ذهني ځانګړنو له امله بېلابېلې وېرې تجربه کوي، چې یو هم همدا د وینې له لیدلو ويره ده. که کوم کس نه شي کولای وینې ووینې او یا د وینې د لیدلو پر وخت د ضعفتیا، سر ګرځېدو، زړه بدوالي او د ژور غم احساس کوي دا په دې معنا ده، چې نوموړی د هیموفوبیا له رواني اختلال څخه کړېږي. يا په لنډ ډول ویلای شو، چې د وینې له لیدلو څخه وېرې ته "هیموفبیا" وايي.

 

علایم

د فوبیا ناروغۍ ټول ډولونه د یو ډول جسمي علایم او احساس درلودونکې وي. په دې معنا، چې د "فوبیا" په ټولو ټايپونو (Types) کې انسان د وېرې احساس لري او هڅه کوي، چې له علت (خبرو، تیاره، رڼا او ...) څخه وتښتي.

د هیموفوبیا په برخه کې د یادولو وړ ده، چې ممکن ځينې ناروغان آن په غیر حقیقي بڼه (ټلویزیون) د وینې له لیدلو هم ووېرېږي او غیر عادي حالات تجربه کړي. په هر حال؛ روغتیاپالان د هیموفوبیا (له وینې څخه وېره) لاندې علایم بیانوي.

  • په تنفس کې ستونزه
  • د زړه د ضربان تېزوالی 
  • د سینې په قفس کې د درد احساس
  • د لاسونو او یا وجود لړزه
  • د زړه بدوالی
  • ضعفتیا
  • خولې کېدل او ...

 

احساست

  • د وحشت او وېرې احساس
  • د وینې له ځای څخه د تېښتې شدید احساس
  • ګنګسیت
  • داسې احساس، چي فکر کوي پخپل ځان کنټرول نه لري
  • د ضعف کېدو احساس
  • اظطراب درلودل

 

څه وکړو؟

که تاسو یا کوم بل ملګری مو پورته ذکر شوي علایم لرئ؛ نو تر هر څه لومړی باید روغتياپال ته مراجعه وکړئ، ترڅو ستونزه مو تشخیص کړي. البته هېڅکله مه وېرېږئ او مه هم خفه کېږئ. ځکه چې دا ناروغي د درملنې وړ ده. روغتیاپالان د ناروغۍ له تشخیص وروسته ځينې ځانګړي لارښوونې درته لري او کېدای شي ځینې درمل هم درکړي. د همدې نسخې په تطبیق سره کولای شئ عادي حالت ته وګرځئ.

 

مه هېروئ!

 که ستونزه مو ډېره جدي نه وي او ستاسو ورځنۍ چارې نه ټکنۍ کوي؛ نو ډاکټر ته د ورتګ ډېر حاجت به نه وي. دا ځکه چې کېدای شي د وخت په تېرېدو پخپله هم له یادې ناروغۍ روغ شئ او له وینې څخه د وېرې احساس مو له منځه لاړ شي.

Related Articles

May 07, 2021
2,299 views

طره باز اُتمانخېل

ده پښتو په متل کې اکثر خلق واې چې سم طره باز ېے. طره باز اُتمانخېل ېو ڼګېالې وو چې ده فرنګېانو ې ډېر مخلېفت کړے وو.. په ېو کتاب کې فرحاد علې خاور لېکې چې ده کتاب نامعه(ګمنام هېروز) ده. چې طره باز اُتمانخېل ده باجوړ سره تعلق ساتو چې په ۱۸۵۸ کې ېے په ف...

Sep 21, 2021
3,338 views

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي. پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلود...

Jun 02, 2023
1,043 views

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلاف...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,500 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,356 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,624 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...