په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 09, 2021
4 years ago
4,660 views
په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنیز ژوند کې د هرې چارې د ترسره کولو لپاره ځانګړي نزاکتونه او تګلارې وي. ددې آدابو موخه دا وي، چې کارونه په ښه شکل مخ ته لاړ شي او نورو ته د سرخوږي، مزاحمت او بې ادبۍ سبب نه شي. له همدې امله باید د موبایل کارولو لپاره هم ځينې لارښوونې په پام کې ونیسو ترڅو دا چاره په ښه او عالي شکل ترسره کړو. که موبایل کاروئ/غږېږئ دا ټکي تل په یاد ولرئ. 

 

اول| مناسب زنګ وټاکئ!

ځینې خلک د موبایل د زنګ په ټاکلو کې غور نه کوي. په دې معنا چې د خپل موبایل زنګ لپاره ډېر لوړ او مست میوزیک غوره کوي او یا هم برعکس خورا غمجن ساز ټاکي. اصولا دا کار نامناسب دی. ممکن تاسو په جومات کې اوسئ او یا هم له داسې کس سره ناست یئ، چې خفه دی. که پر دې مهال تاسو ته زنګ راشي، کېدای شي مقابل لوري ته یو بد احساس ورکړئ. نو هڅه وکړئ یو مناسب زنګ وټاکئ ترڅو ستاسو شخصیت تر سوال لاندې را نه شي. 

 

دویم| اجازه واخلئ!

که په مجلس کې ناست یئ او موبایل ته مو زنګ راشي، هڅه وکړئ له ناستو کسانو اجازه واخلئ. دا په دې معنا نه ده، چې تاسو دې د هغوی اجازې ته اړتیا ولرئ؛ خو په دې معنا حتما ده، چې ناست کسان د احترام وړ دي او تاسو د هغوی خبرو ته د درنښت په پار دا کار کوئ. که پرته له اجازې راسا موبایل ځوابوئ، ناست کسان د بې اهمیتۍ احساس کوي او هغوی ته د بې ادبۍ په معنا ده.

 

درېيم| ځان معرفي کړئ!

که هر چاته زنګ وهئ له سلام وروسته حتما ځان معرفي کړئ. حتی هغه کسانو ته مو هم ځان معرفي کړئ، چې اکثرا ورسره غږېږئ او ستاسو شمېره ورسره ثبت وي. کېدای شي شمېره ورڅخه پاکه شوې وي، شاید نوم ته یې پام نه شي،یا خپله ناروغ وي او بل څوک یې موبایل ځواب کړي او .... ددې کار ګټه دا ده، چې مقابل لوری مو پېژني. تاسو ته به ستاسو اړوند موضوع شریکه کړي. د خبرو د ګډوډۍ مخنیوی کېږي او د وخت د نه ضایع کېدو سبب به هم وشي.

 

څلورم| د وخت پوښتنه وکړئ!

که تاسو چاته زنګ وهئ د موبایل له ځواب، سلام او ځان معرفي کولو وروسته حتما ترې وپوښتئ چې وخت لري او که نا. دا پوښتنه آن له اوزګارو خلکو هم وکړئ. ممکن په دې وخت کې به بوخت وي او ستاسو له امله یې بل ضروري کار له خنډ او ځنډ سره مخ شي. نو هڅه وکړئ ځان ډاډه کړئ، چې مقابل لوری تاسو ته وخت لري. 

 

پنځم| ورو وغږېږئ!

اکثره خلک فکر کوي، چې په لوړ غږ غږېدا به مقابل لوري ته اواز سم ورسوي؛ خو داسې نه ده. اصلا چې تاسو هرڅومره په عادي ډول غږېږئ هومره مو غږ سم او صفا انتقالېږي. په ټيټ غږ د غږېدا بله ګټه دا ده، چې خپلو شاوخوا ملګرو او یا هم د کورنۍ غړو ته به مو مزاحمت نه وي کړی.

 

شپږم| موبایل خولې ته مه نږدې کوئ

تاسو به هم ډېری خلک لیدلي وي، چې په موبایل کې د غږېدا پر مهال موبایل خپلې خولې ته نږدې کوي. دا ډله خلک فکر کوي، چې په دې کار سره به یې غږ سم انتقال شي؛ خو دا هېروي، چې د موبایل خپل جوړښت داسې دی، که غوږ ته یې ونیسئ هم پخپله مناسب غږ ترلاسه کوئ او هم مو مقابل لوري ته سم غږ ور رسېږي. خولې ته د موبایل په نږدې کولو سره یوازې خپل ځان ساده معرفي کوئ او نوره هېڅ ګټه نه ترلاسه کوئ. 

 

اووم| نوبت ورکړئ!

له نوبت ورکولو څخه یوه موخه دا ده، چې ټولې خبرې خپله مه کوئ بلکې مقابل لوری هم پرېږدئ چې خپلې خبرې وکړي. بله موخه مو دا ده، چې مقابل کس ته د خپلو خبرو پوره کولو اجازه ورکړئ. که تاسو د مقابل لوري نوبت ته درنښت نه کوئ او خبرې یې پرې کوئ حتما به یو بل سم درک نه کړئ او مکالمه به مو بې معنا او یا هم کمه اغېزناکه پای ته ورسېږي.

Related Articles

Aug 27, 2021
4,652 views

انګور مو له زړښت څخه ژغوري

ژباړه ـ ریاض مقامزی  انګور یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پيدا کېږي. ددې مېوې یوه ښه ځانګړنه دا ده، چې په بېلابېلو بڼو وده کوي او ګڼ شمېر اقسام لري. همدارنګه که انګور وچ کړای شي، نو ممیز ترې لاسته راځي. تاسو به په دې لیکنه د...

Feb 14, 2021
15,354 views

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال س...

Apr 28, 2021
4,413 views

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ.   مینه تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,402 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,325 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,548 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...