د لورکا لنډ ژوندليک

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 11, 2021
4 years ago
1,978 views
د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستله به یې، چې وروسته خپله هم د یو ښه شاعر په توګه څرګند شو. موږ په دې لیکنه کې د همدې په اړه غږېږو، چې د لیکنې تر پایه به یې په اړه ډېر پوه شئ. 

 

ژوندلیک

د هسپانیې ددې ښه شاعر او ګرافيک انځورګر بشپړ نوم فدریکو ګارسیا لورکا (Federico Garcia Lorca) دی. نوموړی د هسپانیا په "ګرانادا" ولایت کې په "۱۸۹۸زېږديز" کال ک وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ نو ځکه خو د ښوونځي له فراغت څخه وروسته ـ چې "۱۶" کلن و ـ د ګرانادا په پوهنتون کې د حقوقو، فلسفې او ادبیاتو په زده کړو بوخت شو. هلته یې د زده کړو تر څنګ د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او خپله یې هم شاعري پيل کړه.

دی په ځوانۍ کې وژل شوی دی، همدې پېښې دده نوم او شاعرۍ ته محبوبيت ورکړ. لورکا به د رخصتيو پر مهال د هسپاینا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کول. ددې سفرونو يادښتونه یې د "خاطرې او انځورونه" نومې کتاب کې خپاره کړل، چې دده لیکنې او رسمونه په کې راغلي وو.

دی "۲۳" کلن و، چې د شعرونو لومړۍ ټولګه یې چاپ شوه. ده به ویل: "شاعر یوه دنده او یو رسالت لري او هغه اروايي ځواک او زړه ډالۍ کول دي."

په هسپانیه کې د کورنۍ جګړې لۀهپیل وړاندې له مادرید څخه ګرانادا ته ځي. هلته دده لپاره ګواښ و، دا چې د هسپانيه په جنوب کې ښي لاسي ځواکونه پیاوړي وو. د جنرال فرانکو د فکر پلویانو دی پۀ "۱۹۳۶م" کال د آګسټ پر "۱۸" نېټه ونیوه، او پر بله ورځ يې د جمهوریتپال په تور، په غرونو کې وواژه او جسد یې هېچا ته په لاس ور نه کړ.

داسې ویل کېږي، چې نوموړي پخپل کتاب "شاعر په نیویارک کې" نومېږي، تر دې پېښې "۶" کاله مخکې د دا ډول مرګ وړاندوینه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې تر ټولو مشهور اثر یې "د جټانو رومانسېرو" نومېږي. دې کتاب لورکا ته ښه نوم او شهرت ورکړ.

 

شعرونه

د ونو سيوري 

په باد کې چیغې وهي

پرېږدئ په دغه کرونده کې په ژړا شمه زه

په دې نړۍ کې، هر څه په ملا رامات دي

له خاموشۍ پرته، بل هېڅ شی نه پاتېږي

د اسمان تیارې لمنې

د سپېدو لارې وژني

پرېږدئ په دغه کرونده کې

په ژړا شمه زۀ.

 

یو بل شعر يې داسې دی، چې:

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ

ها کمکی هلته نارنج خوري

د بالکن نه ماته ښکاري

ها کارګر چې فصل رېبي

د بالکن نه ماته ښکاري

نو زما ده وروستۍ هیله

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ!

Related Articles

Nov 04, 2021
3,375 views

لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)   زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات لرغوني او طبیعي ځایونه لري لکه، غرونه، سیندونه، پارکونه، مجسمې او داسې نور، د افغانستان هر ولایت خپله ځانګړې ښکلا لري،  م...

Nov 14, 2024
1,701 views

د افغانستان او چین ترمنځ ترانزیتې سرک کوم چې په بدخشان ولایت کې جوړیږي، د جوړیدو اهمیت یې د افغانستان په اقتصاد کې

لیکونکی: ساحل ګلابزی 11-Nov-2024 د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیتي سرک پروژه چې د بدخشان ولایت په سیمه کې جوړیږي، د افغانستان لپاره لوی اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري. دا سرک چې له افغانستان څخه چین ته د یو مستقیم لېږدونې لارې په توګه جوړیږي، په...

Mar 10, 2023
1,507 views

څلورویشت پوښتنې د انجینر لپاره

څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي1Bed room1 Hall1 Ki...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...