مس عینک معدن (کان)

i
imranghani
Author
Nov 11, 2021
4 years ago
2,752 views
مس عینک معدن (کان)

 لیکنه:  شکېبا نادري،  د مس عینک معدن(کان)

 

زموږ ګران هېواد افغانستان د قیمتي ډبرو، معدنونو، سرو زرو او داسې نورو شتمنیو هغه زېرمه ده، چې که د افغانستان خلک د دې ملي شتمنیو  په کشفولو بریالي شي نو زموږ هېواد به د نړۍ په کچه تر ټولو شتمن هېواد شي، چې یوه له دې با ارزښته زېرمو څخه د لوګر ولایت د مس عینک زېرمه ده چې د نړۍ له غوره مس لرونکو څخه یوه ده.

چې په دې لیکنه کې مو ورباندې خبرې کړي دي که تاسو هم غواړئ د خپل ګران هېواد افغانستان د دې اړینې زېرمې په اړه معلومات تر لاسه کړئ، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 لوګر ولایت چې د کابل د سوېل لودیځ په شپېته کیلو مېټرۍ کې پروت دی، دا ولایت د افغانستان له کوچنیو ولایتونو څخه دی چې له وردک، غزني، ننګرهار، او پکتیا ولایتونو سره ګډه پوله لري ډېری خلک یې پښتانه دي، دا هغه ولایت دی چې د افغانستان تر ټولو لوی او اړین معدن پکې شتون لري.

 مس عینک معدن د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې موقعیت لري، دا معدن د افغانستان په کچه تر ټولو لوی معدن دی او د نړۍ په کچه  دویم معدن حسابېږي، د نړۍ په کچه  لومړی معدن د شیلي اسکونډیډا معدن دی.

 څېړونکي وایي چې د دغه معدن ټوله زېرمه دیارلس میلیونه ټنه ده.

په لوګر کې ډېر لرغوني اثار شته چې ډېره مخینه لري، لکه هغه اثار چې له مس عینک څخه لاس ته راغلي دي چې مخینه یې له لومړۍ پېړۍ پیل او تر اتمې میلادي پېړې پورې رسېږي.

د مس عینک تاریخچه

څېړونو ښودلې ده چې دا معدن له اسلام څخه مخکې هم شته و، دا معدن د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۳ کې کشف شو او په ۱۹۷۴ کال کې د دې معدن د را ایستلو کار په رسمي توګه پیل شو.

په ۲۰۰۷م کې د دغه معدن د لګښت لومړی تړون لیک د افغانستان له خوا د چین MCC کمپنۍ سره لاسلیک شو.

 سربېر پر دې سیمه د افغانستان په هرې برخې کې بېلابېل معدنونه او اثار شته دي چې ساتنه او لاسته راوړنه یې یوازې زموږ افغانانو حق دی.

Related Articles

Dec 26, 2020
2,573 views

تاکیدي عبارتونه

اوسني ارواپوهان په دې نظر دي، چې دا ډول تاکیدي عبارتونه هغه هڅونکې، پاڅونکې او دعاوزمه جملې دي چې په هر وخت کې کولی شي، د انسان زیاتې رواني خلاوې ډکې کړي. د یادونې وړ ده، دلته چې کوم تاکیدي عبارتونه لولئ، د ارواپوهنې له سلګونو کتابونو او رسالو څخه غو...

Apr 12, 2021
1,746 views

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن مصطفی عمرزی  مردم ما مي گويند: «آدم از يك سوراخ، دوبار گزيده نمي شود.» در كنار آوردن اين مطلب كه مردم ما به آن اعتقاد دارند و در زنده گي به آن توجه مي كنند، نمي توان نيانديشيد كه زمامداران ما چرا از اين همه فرهنگ و اندرز...

Nov 19, 2021
2,161 views

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

لیکوال: د اقتصادي چارو شنونکی استاد لعل ځاځی پدې لیکنه کې مو د پاکستان په اوسنی اقتصادي ناورین او وضعیت بشپړ بحث کړی او د دې ترڅنګ مو لاملونه هم یاد کړي هیله ده چې ترپایه یې ولولی!   د سیمې په کچه که ووایم ترټولو ځپلی اقتصادی هیواد به کوم وي; نو ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...