د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

i
imranghani
Author
Nov 14, 2021
4 years ago
2,075 views
د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري،   د پرله پسې ماتو خوړلو لاملونه

 

 

د ټولو انسانانو په ژوند کې ستونزې شته دي، هېڅ داسې انسان د ځمکې پر مخ نه شته چې ستونزې و نه لري. یوازې توپیر یې دا دی چې د ځینو کسانو ستونزې لږ او د ځینو بیا ډېرې وي، خو تر ټولو بریالي کسان هغه دي چې له ټولو ستونزو سره وجنګیږي او وروسته له هرې ماتې هڅه وکړي چې بیا پر خپلو پښو ودرېږي، یو نوی ژوند پیل کړي او د یوه پرمختللي راتلونکي دروازه ځان ته پرانیزي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د ماتې خوړلو لاملونه روښانه کوو او د حللارو لپاره یې درته لارښونه کوو، که تاسو هم غواړئ چې په ژوند کې مو د ماتې خوړلو په لاملونو پوه شئ او ځانونه ترې لرې کړئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له خوشحاله خلکو سره ځان پرتله کول 

د ماتې د خوړلو یو لامل دا دی چې موږ تل ځان له هغو کسانو سره پرتله کوو، چې خوشحاله ژوند لري، هر انسان په ژوند کې ستونزې لري ځینې کسان د خپلو ستونزو په اړه نورو ته څه نه وایي او موږ فکر کوو چې هغوی ډېر خوشحاله ژوند لري، زموږ دا پرتله زموږ د بریا مخنیوی کوي او ماتې ته مو نږدې کوي. 

 

۲. د نورو په خوښه پرېکړه کول

هر انسان د خپل شخصي ژوند د هر اړخیزو پرېکړو حق لري، هغه کسان چې د خپل ژوند پرېکړې د نورو خلکو په خوښه کوي، ډېر ژر به له ماتې سره مخ او له بریا څخه به لرې شي.

 

۳. د تېرو تېروتنو لپاره پښېماني

هېڅ داسې انسان نه شته چې تېروتنه ونه کړي، که یو کس هر څومره هڅه وکړي چې له تېروتنو ځان وژغوري، خو ارومرو داسې یوه تېروتنه ترې کېږي چې نه غواړي هغه تېروتنه تر سره کړي.

د بریالیو کسانو یوه ځانګړنه دا ده چې د تېر مهال لپاره پښېماني نه کوي او خپله ټوله هڅه د راتلونکي لپاره کوي، چې هغه تېروتنه بیا تکرار نه کړي، خو د تېر مهال لپاره پښېماني مو د بیا ماتې خوړلو لامل کېږي او د بریا مخه مو نیسي.

   

۴.  په زړه کې کینه ساتي

هغه کسان چې په زړه کې کینه ساتي پرله پسې ماتې خوري او نه شي کولای پرمختګ وکړي، ځکه دوی تل د ټولو خلکو په کوچنیو خبرو په زړه کې کینه کې ساتي، دا کینه د دې لامل کېږي چې دوی د مثبت فکر پر ځای منفي فکر وکړي او له بریا څخه ځان لرې کړي.

 

۵. په ژوند کې نوښت نه راولي

هغه کسان چې یو ډول ژوند لري او هڅه نه کوي چې په ژوند کې بدلون راولي، ژوند ورته یو ستړی کوونکی مزل ښکاري، نو داسې کسان تل له ماتې سره مخ کېږي او ورځ تر بلې له پرمختګ او بریا څخه لرې کېږي.

که غواړئ چې یو بریالی او هوسا ژوند ولرئ، نو هڅه وکړئ چې د ځان لپاره ژوند وکړئ، نه د خلکو لپاره، که موږ په دې فکر و اوسو چې که زه دا کړنه تر سره کړم نو خلک به څه وایي، دا فکر د دې لامل کېږي چې موږ له بریا لرې او ماتې ته نږدې شو.

Related Articles

Feb 26, 2022
2,094 views

فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېب...

Mar 06, 2023
1,032 views

چشم به راه تعلیم || Looking forward to education

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar همسرم «ویدا دوست» سمستر هفتم دانشکده حقوق در دانشگاه کابل بود؛ و متعلق به یک خانواده است که از الف تا ی در بین ایشان با تحصیلات عالی و دانش...

Oct 26, 2021
2,690 views

په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,240 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...