که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

K
Ketabton
Author
Aug 08, 2020
5 years ago
3,194 views
که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.
ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.
په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.
په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره هلکانو ته ضروري دی هماغومره نجونو ته هم ضروري دی. نجونو ته هېڅ ډول زيان نلري په ډاډه زړه يې دې کوي. حتا پېغلې نجونې د مياشتنۍ ناروغي پر مهال هم خپل ورزشي فعالیتونه کولای شي.
په هنرونو کې موسيقي تر بل هر هنر د ماغزو پر ودې ژور اغېز لري ځکه نو د ماشوم روزنې کارپوهان سپارښتنه کوي چې ماشوم بايد د ژوند له لومړنۍ مياشتې څخه په منظمه توګه آرامه او که امکان ولري کلاسيکه موسيقي واوري. له درې کلنۍ وروسته بايد ماشوم ته د موسيقي يوه آله ورکړل شي چې ځان ورسره روږدی کړي. له پينځه کلنۍ وروسته بايد په مسلکي توګه د موسيقي د زدکړې څه ناڅه امکانات ورته چمتو کړل شي.
هغوی چې له مذهبي او يا کلتوري اړخه نه غواړي ماشومان يې موسيقي زده کړي او يا د موسيقي آلې وغږوي نقاشي او خطاطي يې مرسته کولای شي.
د چا چې يو هنر زده وي په سختو او ناوړه شرايطو کې ځان بوختولای او خپل غم غلطولای شي. دوی ډېر کم پر ژور خپګان او نورو اروايي ستونزو اخته کېږي.
زموږ د هېواد شرايطو ته په پام خپل اولادونه داسې څانګيزو او مسلکي زدکړو ته وهڅوئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورباندې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. د سيمه‌ييزو ژبو ادبيات، حقوق، تاريخ، او ورته نور د نړۍ په يوه بل ګوټ کې په درد نه خوري. هلته به ستاسو اولادونه مجبور وي له سره زدکړې وکړي او يا ټکسي وچلوي او په هوټلونو کې لوښي ومينځي. ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل نوی نسل د خپل هېواد پر شرايطو برسېره د ټولې نړۍ لپاره وروزي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ژوند کولو لپاره چمتو وي.

Related Articles

Jan 03, 2022
3,001 views

خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې ب...

Jun 24, 2023
1,595 views

ستندرد های سرک دهاتی

⭕ستندرد های مهم در باره سرکهای دهاتی یا سرک های درجه دوم  (Rural Roads Standards in Afghainstan) بعضی ستندرد های مهم که توسط پروګرام (NRAP) برای ساخت و اعمار سرکهای دهاتی مشخص شده است و از آن عملا در در دیزاین سرکهای دهاتی استفاده صورت میګیرد قرار...

Dec 03, 2021
1,996 views

د لیونل میسي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د مینه والو په لحاظ فوټبال د نړۍ لومړۍ درجه لوبه ده. په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې یې د مینه والو شمېر بېخي زیات دی. ددې لوبې د کال غوره لوبغاړی یوه ارزښتناکه جایزه ترلاسه کوي، چې سږکال د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,287 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,290 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,465 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...