د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

K
Ketabton
Author
Aug 09, 2020
5 years ago
14,755 views
د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟
پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي.

په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه دلته لاندې یې موږ څو مثالونه وړاندې کوو…

— د امیندوارۍ پر مهال د پوستکي توروالی یا تور داغونه:
هغه مېرمنې چې د مورتوب خوند یې کتلی وي، کله چې مېرمنې حمل واخلي، نو په وجود کې یې ځینې داخلي او بیروني نښې نښانې راڅرګندېږي، چې باید نوې مور کېدونکي مېرمنې ورته وارخطا نشي. یو له دغو ظاهري نښو د مخ په پوستکي کې د تورو داغونو او لکو نښې نښانې دي، چې د ماشوم تر زېږولو وروسته په کراره بېرته ښې کېږي او د تشویش مسله نه ده، خو که په اوږد مهال کې ولیدل شوې، نو یو ځل حتمې له ډاکتر ته مشوره وکړئ.

— د لمر وړانګې:
قهوه یي رنګه توروالی چې د لاسونو تر شا، مخ او غاړه کې لیدل کېږي د لمر د وړانګو له امله رامینځته کیږي. د دې نښو نښانو د مخنیوي ښه لاره همدا ده چې که تاسو د لمر تر وړانګو لاندې کاروبار کوئ، نو داسې خوله او دستکشی وکاروئ، چې پوستکی مو د لمر له وړانګو خوندي وساتل شي.

— ځینې درمل هم د پوستکي د تورو داغونو سبب کیږي:
د “لیکن پلان” په نوم د پوستکي یو شمېر ناروغۍ د ځینو درملو د خوړلو له وجې رامنځته کېږي، خو په مشخص ډول دغه درمل نه دي ښودل شوي، بلکې شته ځینې درمل چې پوستکی ورسره حساسیت ښیي او له همدې وجې پرې تور داغونه جوړیږي او رابرسېره کېږي.

خو ځینې تورې نښې نښانې بیا یوازې داغونه نه، بلکې ناروغۍ هم وي، چې باید ورته په خپل وخت جدي پاملرنه وشي، د بېلګې په توګه د “ملانوما” په نوم د پوستکي توروالی د سرطان سرچینه وي.

— ارثي نښې نښانې:
شاید ځینې یې د محوه کولو څه فکر ونه لري، اما اکثریت بیا له دې ځوریږي او ډاکترانو ته مراجعه کوي، چې څنګه کېدلی شي د پوستکي هغه نښې نښانې هم له منځه یوسي، چې ارثي بلل کېږي.

په دې وروستیو کې په داسې لایزري شعاوو کار روان دی چې د ارثي نښو نښانو له منځه وړو کې مرسته کولی شي. اوسمهال په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې دا امکانات شته دي، خو مصرف یې خورا زیات دی.

Related Articles

May 18, 2021
4,486 views

د ګني اوبه کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په ټوله نړۍ کې د ګنيو اوبه ګڼ مينوال لري. په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې ګرمه آب و هوا لري، د ګنيو ډېر مصرفوونکي هېوادونه دي. زموږ په هېواد کې هم د ګنيو له اوبو جوس جوړېږي. خو ډېر کم خلک پر دې پوهېږي، چې کومې روغتيايي ګټې لري. په...

Jan 28, 2022
2,169 views

موږ له خپل هیواده څومره خبر یو؟

تاسې که ایراني، پاکستاني، هندي او یا سیمه کې د نورو هیوادونو ځوانانو سره وګوری، هغو د خپلو هیوادونو په جغرافیه، تاریخ، سیاست او عیني واقعتونو ډیر اګاه او برلاسي وي خو بر عکس که موږ افغانان ځانته متوجې شو په بحثونو کې مو لېوالتیا ډیره وي خو د خپل هیوا...

Jun 03, 2021
9,392 views

د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده. ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې....

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,236 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,422 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...