To start downloading books

Please sign in or create an account.

پريټي څوک ده؟

پريټي څوک ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د بالیووډ له مشهور ممثلینو څخه یوه هم پريټي ده. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې د فلمونو او تمثیل نړۍ ته مخ کړه او ډېر ژر یې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړل. پريټي له فلمونو ورهاخوا د کریکټ په ډګر کې هم فعالیتونه کوي، چې د هند په غوره لیګ کې د "کینګز ایلیون پنجاب" لوبډلې مالکه ده.

په هر حال؛ په دې لیکنه کې به مو د پريټي په اړه ګڼې نورې پوښتنې هم ځواب شي. د لیکنې تر پایه له موږ سره اوسئ.

 

پريټي څوک ده؟

نوموړې د هند د فلم جوړولو تر ټولو لویې ادارې "بالیووډ"  یوه نوموتې اداکاره ده، چې بشپړ نوم یې پريټي زینټا "Preity G Zinta" دی. نوموړې د "۱۹۷۵ز" کال د جنورۍ پر "۳۱" نېټه د هند هیماچال پردېش "Himachal Pradesh" ایالت په شیملې "Shimla" سیمه کې وزېږېدله. 

پلار یې "Durganand Zinta" د پوځ افسر و؛ خو له بده مرغه کله چې پريټي "۱۳" کلنه وه، پلار یې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ووژل شو. ددې پېښې له کبله یې مور هم سخته ذهني ضربه ولیده او دوه کاله یې په روغتون کې تېر کړل. په دې جریان کې پريټي په یواځې ځان د خپلو وروڼو ساتنه کوله. همدا سختې ورځې ددې سبب شوې، چې پريټي د ذهني بلوغ مرحلې ته ورسېږي او وروسته یې په ژوند کې خورا بریاوې په برخه شوې.

لومړنۍ زده کړې یې د "عیسی او مریم" په ښوونځي کې وکړئ او وروسته یې لوړې زده کړې د انګلېسي ادبیاتو او جنایي ارواپوهنې په برخو کې پای ته ورسولې.

وروسته بیا په "۱۹۹۸" کال کې یې د فلمونو نړۍ ته مخه کړه او د خپل استعداد او ښکلا له وجهې یې ډېر ژر محبوبیت پیدا کړ. تر اوسه یې د "شاهرخ خان، سلمان خان، امیر خان، ریتیک روشن" په څېر له مشهورو هندي اداکارانو سره یې په فلمونو کې برخه اخیستې ده.

په "۲۰۱۶ز" کال کې یې له امریکايي تجار "Gene Goodenough" سره واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند وي. اوس ـ اوس یې دوه جوړه اولادونه پیدا شوي، چې یوه یې نجلۍ او بل یې هلک دی.

 

    ځينې نور جالب ټکي

  • پريټي اوسمهال "۴۶" کاله عمر لري؛ خو لا هم که څوک یې فکر به وکړي، چې ځوانه نجلۍ ده.
  • پريټي لومړی د تبلیغاتي موډلې په توګه دنده کوله.
  • ویل کېږي شاندار امرهي به "پريټي" خپله لور بلله او د هغه له مړینې وروسته ورته "۶۰۰" میلیونه روپۍ په میراث کې پاتې شوې؛ خو پريټي وا نخیستې او بېوزلو ته یې وبخښلې.
  • د نوموړې شخصي شتمني شاوخوا "۳۰" میلیونه ډالر اټکل شوې.
  • هغه له فلمي نړۍ ورهاخوا د باسکيټبال مسلکي لوبغاړې هم ده.
  • پريټي بي.بي.سي ته هم څو لیکنې او مقالې ليکلي، چې خلکو ستایلي دي. البته په مقالو کې د هغو فلمونو په اړه نظریات دي، چې "B-Town" تولید کړي.
  • د نوموړې قد "۱۶۲" سانتي متره او وزن یې "۵۲" کیلو ګرامه دی.
  • د پريټي د سترګو رنګ یې روښانه قهوه يي دی.
  • که څه هم نوموړې هندوه ده؛ خو ویلي یې دي، چې له مسلمانانو سره هم علاقه لري.
Related Articles

تاج محل؛ د مينې او وفادارۍ سيمبول

ژباړه ـ ریاض مقامزی د تاج محل ودانۍ مېرمنې ته د وفادارۍ او تلپاتې مینې یو سیمبول ګڼل کېږي. که د تاريخي ځايونو له لیدلو سره علاقه لرئ نو تاج محل مو د لومړني انتخاب په توګه وټاکئ. دا هغه ماڼۍ ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو هر کال، سلګونه زره وګړي یې لیدو ته ورځي. تاج محل ماڼۍ د ګورګاني پاچا شاه جهان او د هغه د مېرمنې آرامګاه هم ده. دا ودانۍ په "۱۰۲۵...

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بریښنا لین یا تار ترې لیرې کړای شي او که لاس یې په ساکټ پورې نښتي وي د مرسته کوونکي په لاس باید داسې د...

د طورخم بندر اقتصادي اهمیت پاکستان ته ډیر دی که افغانستان ته؟

لیکونکی: ساحل ګلابزی لومړی: تاریخي شالید طورخم بندر، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ختیځه پوله کې موقعیت لري، یو له مهمو سوداګریزو لارې څخه ګڼل کیږي. دا بندر له دواړو هیوادونو سره تاریخي او جغرافیايي اړیکې لري او د سیمې لپاره یو ستراتیژیک مرکز ګڼل کېږي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې او راکړه ورکړه په ډېرې برخې کې د طورخم بندر ل...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...