د امریکا ولسمشر "جان ایف کَنيډي" څنګه ووژل شو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 24, 2021
4 years ago
2,848 views
د امریکا ولسمشر "جان ایف کَنيډي" څنګه ووژل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د امریکا په تاریخ کې یوه لویه معما چې تر اوسه یې په اړه مختلفې نظریې ورکول کېږي، ددې هېواد د ولسمشر د ترور پېښه ده. ددې واقعې په اړه مختلفې انګېرنې موجودې دي؛ خو موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې بشپړ جزئیات له موثقو سرچينو څخه په اخیستنې چمتو کړو. تاسو به پوه شئ، چې "کنیډي" څنګه، کله او چرته ووژل شو.

 

کَنیډي څوک دی؟

کنیډي د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولمسشر دی، چې د "تر ټولو محبوب ولسمشر" لقب یې ګټلی دی. د نوموړي بشپړ نوم "جان فیتزجرالډ کَنيډي ـ John Fitzgerald Kennedy" دی. هغه د امریکا پنځه دېرشم "۳۵" ولسمشر و. له څو کاله ولسمشرۍ وروسته د یوې پېښې په ترڅ کې ووژل شو. د یادونې وړ ده، چې د وژل کېدو په وخت کې "۴۶" کلن و.

 

جان ایف کَنيډي څنګه ووژل شول؟

که څه هم ولسمشر کَنيډي ډېری مخالفین لرل او ټولو هڅه کوله، چې نوموړی په یو نه یو ډول بدنام کړي. ځينو یې کمونیست باله او ځينو نورو پرې د مسلمانېدو ټاپې لګولې؛ خو د وژنې په ورځ یې نږدې ټوله امریکا د درنې چوپتيا حالت ته لاړه.

نوموړی په هغه ورځ "۱۹۶۳م، نومبر، ۲۲مه" له خپلې مېرمنې "ژاکلین" سره په تګیزاس کې و. کَنيډي په موټر کې د زرګونو خلکو ترمنځ تېرېده، چې ناڅاپه د سر په وروستۍ برخه یې مرمۍ ولګېده او څو دقیقې وروسته ومړ. 

د نوموړي د وژنې په تور "لي هاروي اسوالډ ـ Lee Harvey Oswald" ونیول شو. دوه ورځې وروسته، چې له نوموړي سره پولیس هم وو، د "جک روبي ـ Jack Ruby" لخوا هغه (قاتل) هم ووژل شو او په دې توګه د امریکا د تاریخ یوه لویه معما ناحله پاتې شوه.

په تېره نيمه پېړۍ کې د "کَنيډي" د وژنې په تړاو بېلابېلې نظريې ورکړل شوي دي، چې اکثریتو کې دا پېښه یوه لویه توطیه بلل شوې ده؛ خو ددې پېښې د څېړنې د رسمي کمېټې په "۸۸۹" مخیز راپور کې داسې کوم څه نه دي ویل شوي او هغوی ویلي، چې دا کار "لي هاروي اسوالډ" په یواځې ځان کړی دی. په هر حال؛ دا پېښه تر اوسه هم اکثرو امریکایانو ته یوه معما ده. راځئ، چې په دې برخه کې ددې وژنې دقیقه په دقیقه حال وڅارو.

 

د ورځې ۱۱:۳۰ یوولس نیمې بجې

هغه الوتکه چې ولسمشر کَنيډي او مېرمنه یې ژاکلین کَنيډي پکې سپاره وو د د "دالاس" په "لاوفیلډ" هوايي ډګر کې ښکته کېږي او ګڼ شمېر خلک یې استقبال کوي؛ مګر د الوتکې له کېناستو درې ساعته وړاندې قاتل له یو دوربین لرونکي وسلې سره ـ چې په کاغذونو او اخبارونو کې یې پېچلی و ـ په یوه ودانۍ کې ځای پر ځای کېږي. همکار یې ترې پوښتي، چې په لاس کې دې څه دي؟ هغه ځواب ورکوي: "څه نه دي؛ پرده ده."

 

د ورځې ۱۱:۴۵

ولسمشر او مېرمنه یې چې د تیګزاس ایالت ښاروال "جان کانلي" او مېرمنه یې "نیلي" هم ملتیا کوي، د سرخلاصو موټرونو په یوه کاروان کې د زرګونو خلکو ترمنځ تېرېږي.

د راپورونو له مخې د مني په هغه لمرینه ورځ کې شاوخوا "۱۴۰" زره خلکو له سهاره قطارونه جوړ کړي وو تر څو خپل ولسمشر ته لاسونه وخوروي او احترام یې وکړي.

 

د غرمې ۱۲:۰۰

د غرمې دولس بجې وې، چې د ولسمشر کاروان د "دالاس" ښار مرکز ته رسېږي. څو دقیقې وروسته ښاروال "کانلي" ولسمشر ته مخ اړوي او ورته وايي "نور نه شئ ویلای، چې دالاس پر تاسو مئین نه دی." (د دالاس خلک له تاسو سره مینه نه لري.) 

 

د ماسپښين "۱۲:۳۰" 

په داسې حال کې چې د ولسمشر موټریز کاروان په دالاس ښار کې د ډيلي پلازا احاطې ته ور داخل شوی وو او ولسمشر خپلو هېوادوالو ته لاس ښوراوه، د لومړنۍ مرمۍ څړيکه یې په خپل "ستون فقرات" کې حس کړه. په څو شېبو کې دویمه مرمۍ د ولسمشر د سر په کوپړۍ لګېږي. درېيمه ګولۍ د ښاروال کانلي پر بدن لګېږي؛ خو نوموړی له دې پېښې روغ وځي. شاید په دې شېبه کې به یې فکر کړی وي، چې د مینې او نفرت ترمنځ واټن څومره لنډ دی.

Related Articles

Nov 20, 2020
4,521 views

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو.  د ټولنې...

Apr 06, 2022
2,346 views

آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني...

Feb 28, 2024
1,066 views

کرب رولر(Curb)

  کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,773 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,423 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,844 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...