د مینې او ګرانښت توپیر

i
imranghani
Author
Nov 24, 2021
4 years ago
3,219 views
د مینې او ګرانښت توپیر

لیکنه: شکېبا نادري، د مینې او ګرانښت توپیر

 

د ځينو خلکو په اند مینه او ګرانښت دوې مترادفې کلمې دي چې کولای شو د یو بل پر ځای یې وکارو، خو دا اند بېخي ناسم دی. 

مینه او ګرانښت هغه دوې کلمې دي چې له یو بل سره ډېر توپیر لري، موږ  په نننۍ لیکنې کې د همدې دوو کلمو په توپیر خبرې کوو، که تاسو هم غواړئ د دغو کلمو په توپیر پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

په انساني ټولنه کې ټول انسانان یو پر بل ګران دي، خو ټول له یو بل سره مینه نه لري، لکه:

۱. کله چې تاسو له یو کس سره مینه لرئ، هېڅکله هغه د ژړا په حالت کې نه شئ ليدلای او ارومرو ورسره ژاړئ، خو هغه کس چې درته  ګران وي تاسو ورسره ژاړئ نه، بلکې د ارامولو هڅه یې کوئ او ډاډګېرنه ورکوئ.

 

۲. له هغو کسانو سره چې راته ګران دي کېناستل او خبرې مو خوشحاله کوي، خو له هغه کس سره چې مینه لرو کېناستل او خبرې کول د خوښۍ تر څنګ انسان ته یو ډول ارامي هم ورکوي.

 

۳. له هغو کسانو سره چې ملګري لرئ او درته ګران وي خبرې یې اورئ او ورته غوږ نیسئ، خو له هغه کس سره چې مینه لرئ،  هره خبره یې یې ستاسو په زړه کې یوه نوې هیله زېږوي او په ماغزو کې مو ترې یو یاد پاتې کېږي.

 

۴. د هغه کس په لیدو چې درته ګران وي خوشحالېږئ، خو د هغه کس سره چې مینه لرئ په لیدو یې ستاسو د زړه درزا ډېرېږي، بې واره مو پر شونډو مسکا خورېږي او داسې نورې کړنې درنه کېږي.

 

۵. هېڅکله د هغه چا سترګو ته نه شئ کتلی چې ورسره مینه لرئ، خو په ساعتونو ساعتونو د هغه چا سره چې درته ګران وي، سترګې په سترګو کیسې او ټوکې کولای شئ.

 

۶.د هغه چاسره چې مینه لرئ د کال هر موسم، هره میاشت او هر ورځ د اختر دې ورځې په څېر ښکلې وي، خو هغه کسان چې درته ګران دي هره ورځ د تل په څېر وي.

د یادو خبرو سربېره مینه هغه احساس دی چې لیدل او عقل پکې هېڅ دنده نه لري، کېدلای شي یو کس پرته له لېدو مئین شي او مینه وکړي، خو ګرانښت بیا برعکس هغه حس دی چې سرچینه یې عقل او لیدل دي.

Related Articles

Jul 17, 2021
10,735 views

د پښتو یاګانو اسانه زده کړه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وړاندې له دې چې یاګانې شرحه کړو او تاسو یې زده کړئ، مهمه ده، چې پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو ډاډه شئ. ۱ ـ یاګانې په یوه ورځ کې زده کېږي.  ۲ ـ څوک چې لوستل کولای شي، یاګانې یې زده دي. فقط په لیک کې یې نه مراعتوي. ۳ ـ د یاګانو زد...

Dec 12, 2021
2,296 views

ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟   له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ و...

Aug 06, 2020
4,974 views

ځان پېژندنه

کله چې د خپل بدن جوړښتونو، اروایي کیفیتونو، احساساتو، غریزو، د مغز او شعور فعالیتونو، د خپل فکر او نظر حالتونو، د چاپېریال او طبعیت سره د بېلا بېلو اړیکو، او د خپل وجود  داخلي، خارجي، مادي او معنوي غوښتنو، اړتیاؤ، احتیاجاتو او نورو ځواکونو او خاصیتون...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,821 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,437 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,876 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...