د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړﺉ

i
imranghani
Author
Nov 25, 2021
4 years ago
2,740 views
د خپل راتلونکي ګډ ژوند ملګری/ي په ټاکلو کې دغو  ټکو ته پام وکړﺉ

لیکنه: شکېبا نادري، د  خپل راتلونکي ګډ ژوند د ملګري/ې په ټاکلو کې دغو ټکو ته پام وکړئ!

 

هر هلک او نجلۍ حق لري چې له واده نه مخکې خپله مېرمن او يا خاوند وويني او هغه د خپل راتلونکې مېرمنې او يا خاوند په توګه ومني او يا یې ونه مني. همدارنګه يو هلک او نجلۍ کله چې له واده نه وړاندې يو بل ويني باید ځينو ټکو ته پام وکړي، تر څو په راتلونکي کې هغوی او د هغوی ګډ ژوند له ستونزو سره مخ نه شي. موږ په نننۍ لیکنې کې غواړو تاسو ته ځينې هغه ټکي در په ګوته کړو چې په ترسره کولو یې کولای شئ، خپله راتلونکې مېرمن او يا خاوند وټاکئ. که غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، لیکنه تر پايه ولولئ!

 

لومړی_ له واده نه وړاندې له خپل مقابل لوري سره ووينئ!

که د ژوند په داسې پړاو کې شتون لرئ چې غواړئ خپل راتلونکی خاوند او يا مېرمن وټاکئ او کورنۍ مو تاسو ته د واده لپاره يوه غوره نجلۍ او يا يو ښه هلک ټاکلی دی، وړاندې تر دې چې له هغه/ې سره کوژده وکړئ، خپلې او د مقابل لوري کورنۍ ته قناعت ورکړئ چې باید له کوژدې نه مخکې يو ځل هغه هلک/نجلۍ ووينئ. تر څو وکولای شئ څو شېبې له هغه/ې سره وغږېږئ او په ګډه د د کوژدې کولو پرېکړه وکړئ.

 

دویم ــ  د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې ور سره د خپلوۍ اړیکه و نه لرئ!

واده کول د یوې ورځې، میاشتې او کال خبره نه ده، دا هغه پرېکړه ده چې ستاسو د ټول عمر سره اړیکه لري، له خپلوانو سره واده کول د طب له پلوه دومره د منلو وړ نه ده یعنې ډاکټران وایي چې په خپلوانو کې واده کول د ځینو ستونزو لامل کېږي، تاسو به هم لیدل وي ډېری هغه کسان چې له خپلوانو سره یې ودونه کړي دي بې اولاده دي او که یې اولادونه زېږېدلي هم دي ارومرو یوه ستونزه لري.

 

درېیم ــ عمر یې باید له تاسو سره لږ توپیر ولري 

تاسو د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې د عمر واټن مو ور سره کم وي، د خاوند او مېرمنې د عمر توپیر د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر زړېږي، نو اړینه ده چې تر منځ یې توپیر لږ وي، ځکه هغه کسان چې  د عمر واټن یې کم وي، د یو بل په خبره پوهېږي، یو بل ښه درک کوي او د یو او بل په ستونزو ښه پوهېدلای شي. 

 

څلورم ــ له ښې کورنۍ یې وټاکئ

دا تل په یاد ولرئ، هغه کورنۍ چې ښه وي، هېڅکله یې اولادونه نه شي بدېدلای، نو د واده لپاره داسې کس وټاکئ چې له ښې کورنۍ څخه وي.

پینځم ــ  له خپل هم سویه سره واده وکړئ

  هېڅکله د واده لپاره داسې کس مه وټاکئ، چې سویه یې یا له تاسو ډېره جیګه وي او یا یې له تاسو نه سویه ټېټه وه، په دې دواړو حالاتو کې د انسان ژوند له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه یوه پیسه داره نجلۍ هېڅکله د یو غریب هلک سره ژوند نه شي کولای، هغه تمې چې یوه پیسه داره نجلۍ یې لري یو غریب هلک یې هېڅکله نه شي ورته پوره کولای همدا لامل کېږي چې په ژوند کې یې ستونزې پیدا کېږي. حضرت مُحَمَّد ﷺ هم په دې اړه فرمایلي چې له خپل هم سویه سره واده وکړئ.

اسلام د برابرۍ دین دی، موږ ته خدایﷻ او د هغه رسولﷺ د دې اجازه راکړې چې د خپل ژوند د جوړولو لپاره ځان ته یو کس وټاکو، خو په دې شرط چې دا کس اسلام او شریعت په اصولو برابر کس وي.

Related Articles

Oct 01, 2021
1,850 views

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟ امنیت (امن) د انسانانو په ژوند کې ډیره لویه ونډه لري، خو د انسانانو ژوند یوازې یوې برخې پورې تړلی ندی. که چیرې د امنیت (امن) برخه په پام کې ونیول شي او د ژوند نورو برخو ته هیڅ پام ونشي نو د ژوند انډوَل خرابیږي، په لن...

May 12, 2023
3,475 views

خروار بند لوګر

   د خروار بند - لوګر: دا بند د خروار ولسوالۍ په یوه تنګي کې پر چرخ سیند جوړ شوی. ۳۰ متره لوړ دی. اوږدوالی یې په لاندینی برخه کې ۲۰ متره او پورتنی برخه کې ۱۴۰ متره دی. د اوبو د زېرمې حجم یې ۱۹ میلیون مترمکعبه اټکل شوی. بند د کرنې لپاره د اوبو زېرمه...

Nov 06, 2021
2,096 views

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,966 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,195 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,179 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...