کتاب څنګه ولیکو؟

i
imranghani
Author
Nov 27, 2021
4 years ago
4,225 views
کتاب څنګه ولیکو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه کتاب ولیکم؟

 

لیکل داسې یو بهیر دی چې وخت، مطالعه او علاقه ورسره ونه لرې، نو د دې کړنې ترسره کول به درته په یوې ستونزمنې کړنې بدل شي، ان په ځینو حالاتو کې کېدای شي په ماغزو کې مو ډېرې موضوع ګانې وي، خو د دې لپاره چې له لیکلو سره علاقه نه لرئ، نو نه غواړئ ولیکئ او که یې د لیکلو هڅه هم وکړئ نه شئ لیکلی.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه کتاب ولیکئ، څنګه د خپلو کوچنیو لیکنو بڼې ته بدلون ورکړئ او د یو کتاب په بڼه یې راټولې کړئ، که تاسو هم غواړئ په دې پوه شئ، چې څنګه د کتاب لیکل پیل کړئ، یو بشپړ او ګټور کتاب لوستونکو ته وړاندې کړئ زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 

کله چې غواړئ د یوه کتاب لیکل پیل کړئ، دغه کړنې چې موږ یې درته د شمېرو پر بنسټ بیانوو تر سره کړئ!

 

 

۱. موخه وټاکئ!

د کتاب لیکلو تر ټولو لومړنی ګام د موخې ټاکل دي، غواړئ کتاب مو د داستان، لنډې کیسې، رومان، ناول، د کیسو ټولګه او یا غواړئ داسې موخه پکې ځای پر ځای کړئ چې د ټولنې پر هر وګړي اغېزه وکړي، هغه کېدلای شي یو سیاسي او یا نظامي او داسې نور کتابونه و اوسي یعنې د کتاب د لیکلو لومړی ګام د موخې ټاکل دي.

 

 

۲. د ځان لپاره یوه ټاکلې موضوع  وټاکئ!

په دویم پړاو کې د یو ښه کتاب د لیکلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره لاره دا ده چې لیکوال د ځان لپاره یوه موضوع وټاکي. له ځان سره فکر وکړي، چې زه غواړم دا کتاب مې د څه په اړه و اوسي، د طبيعي مسایلو په اړه، د ټولنیزو مسایلو په اړه، د اقتصادي مسایلو په اړه او یا د داسې نورو شیانو په اړه غواړم لیکل وکړم او د ځان لپاره یوه موضوع وټاکئ.

 

۳. هر اړخیزه طرحه جوړه کړئ!

په درېیم پړاو کې تاسو باید د خپل کتاب د لیکلو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه ولرئ یعنې په دې اړه فکر وکړئ چې زما کتاب باید څو څپرکي ولري، په هر څپرکي کې باید په کومو موضوګانو خبرې وکړم، څومره پاڼې ولري او داسې نور جوړښت یې سره ترتیب کړئ.

 

۴.د لیکو ډول 

په څلورم پړوا کې باید په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه یې ولیکئ، یعنې اوس مهال خو ټول لیکوالان خپلې لیکنې د کمپیوټر په ورډ او داسې نورو پرګرامونو کې کوي، خو پخوا بیا لیکوالانو خپلې لیکنې د قلم په واسطه په سپینو پاڼو لیکلې په دې پړاو کې باید د لیکلو ډول وټاکو، خو په کمپیوټر کې لیکنې د کاغذ پر پرتله څو برابره اسانه دي، اېډېټ او اصلاح کول یې هم ډېر اسانه کېږي او د وخت له ضایع کېدو څخه هم مخنیوی کوي.

 

۵. د ورځنيو موخو ټاکل

د دې لپاره چې ستاسو کتاب په ټاکلي وخت بشپړ شي، نو تاسو باید ورځنۍ موخې ولرئ، داسې چې تاسو باید د ځان لپاره داسې یوه موخه وټاکئ لکه، زه باید هره ورځ د کتاب پینځه پاڼې بشپړې کړم. دا موخه مو کار درته اسانه کوي او ژر به مو کتاب بشپړ شي.

 

۶. مناسب ځای

د لیکنو تر ټولو اړین شرط دا دی چې په مناسب ځای کې یې وکړئ، تاسو باید د کتاب د لیکلو پر مهال دا په پام کې ولرئ چې چېرته او په کوم وخت کې تاسو ښه لیکل کولای شئ دا کړنه به مو د کتاب په لیکلو کې تر ډېره درسره مرسته وکړي.

سربېره پر دې نورې ډېری کړنې هم  شته چې موږ یې په تر سره کولو سره په کم وخت کې یو بشپړ او ګټور کتاب لیکلی شو او د لوستونکو خدمت ته یې وړاندې کولای شو.

Related Articles

Oct 22, 2021
2,271 views

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:...

May 10, 2023
2,707 views

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا ا...

Nov 17, 2021
2,804 views

د مڼې یو ګیلاس اوبه او بې شمیره ګټې

مڼه د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,414 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,329 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,556 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...