د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

O
Obaidullah Ahmadzai
Author
Dec 01, 2021
4 years ago
2,706 views
د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

کله ناکله موږ د مختلفو دلايلو له امله ژوند په خپل ځان تريخووو او يا هم په مناسب ډول ژوند نه کوو؛ خو ځينې لارښوونې شته چې کولای شو په عملي کولو سره يې ښه ژوند تجربه کړو.

۱- دا زده کړئ چې خپلې تېروتنې بايد ومنئ
تل په ياد ولرئ چې له خپلو تېرونو درس واخلئ او وده وکړئ. په خپل ځان شک مه کوئ؛ يوه ورځ به راورسي چې خپلو تېروتنو ته به ګورئ او ورپورې به خاندئ. دا ناممکنه ده چې تاسې دې تېروتنې ونه کړئ.

۲- کله ناکله هو وواياست
ځيني وختونه له امن سيمې څخه وتل او د نوي کار ازمايل ښايي ډار له ځان سره ولري، خو دا زده کړئ چې ډېری وخت “هو” وواياست. دغه کړنه تاسې سره مرسته کوي ترڅو نوي کارونه ترسره کړئ او نوي فرصتونه د ځان لپاره ومومئ.

۳- په لږو قناعت وکړئ
هڅه مه کوئ چې ټول فنونه زده کړئ. د لږو کارونو پر تمرکز سره کولای شئ چې غوره کارونه ترسره کړئ. په يوه وخت کې د څو مختلفو کارونو ترسره کول، ستاسې وخت ضايع کوي او له اصلي موخو مو ګرځوي.

۴- خپل احساسات نورو ته وواياست
که چا مو احساسات وځپل، نو رښتينولي ورسره اختيار کړئ. که له يو چا سره مو د ليدلو لپاره ژمنه کړې وي او تاسې دغې ليدنې ته ډېر لېواله ياست، نو مقابل لوری مو له دغه احساس څخه خبر کړئ. له پلار او مور سره د ټيليفوني خبرو د بشپړېدو پرمهال مخکې له دې چې اړیکه پرې کړئ، هغوی ته وواياست چې مينه ورسره لرئ. ژوند له دغه خبرو هم لنډ دی او ښايي د دغه کار د ترسره کولو لپاره بيا فرصت هم پيدا نه کړئ.

۵- بدلونونو سره مينه وکړئ
يوازينی هغه څه چې کولای شئ پرې حساب وکړئ بدلون دی؛ دغه پېښه به رامنځته شي او تاسې نه شې کولای چې مخه يې ونيسئ. بدلونونه به تل اسان نه وي، خو د بدلونونو لپاره تل لامل موجود وي. له بدلونونو سره مينه وکړئ.
۶- لکه څنګه چې فکر کوئ، هغومره څه له لاسه نه ورکوئ
کله ناکله له زيان او تاوان څخه وېره د دې لامل ګرځي ترڅو خپلو خوبونو پسې لاړ نه شئ. کله چې له پوهنتونه فارغېږئ، ډېر څه نه لرئ چې له لاسه يې ورکړئ؛ نو ولې هغه کار او کسب نه پيلوئ چې تل مو په ذهن کې ورته هيلې لرلې؟ ډاډه اوسئ ترټولو بد حالت به هم دومره بد نه وي. تل هيله مند اوسئ او هر څه ته له مثبت ليد څخه وګورئ.

۷- د ځان په اړه د نورو د افکارو په تړاو اندېښنه مه کوئ
اجازه مه ورکوئ چې د همزولو فکرونه مو ستاسې پر تصميمونو اغېز پرېږدي، دا ترټولو بد کار دی چې کولای شئ ترسره یې کړئ. تاسې به په راتلونکې کې متوجه شئ چې دا کار څومره احمقانه ؤ.

۸- له نورو او ځان سره مو رښتيني واوسئ
تل له نورو او ځان سره رښتيني واوسئ. رښتيا ويل ستاسې د ارامښت لامل ګرځي او ارامښت ډېر ارزښت لري. هغه اړيکې چې بنسټ يې پر دروغو ولاړ وي، هېڅکله هم دوام نه کوي.

۹- له ډېرو اشخاصو سره ليدنه وکړئ
ښايي باور ونه کړئ، خو له هغو کسانو سره چې تاسې ليدنې کوئ، کولای شي له تاسې سره د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي. له نورو سره داسې چلند وکړئ، لکه څنګه چې هيله لرئ له تاسې سره چلند وشي او تل هڅه وکړئ چې نوي ملګري پيدا کړئ.

۱۰- د يوازيتوب لپاره مو وخت په پام کې ونيسئ
يوازيتوب کېدای شي په زړه پورې واوسي. د ځان لپاره مو وخت جلا کړئ. د ځان لپاره غوره ملګری واوسئ. کله ناکله يوازې په پلي توګه قدم ووهئ، د خوښې وړ ځای ته مو لاړ شئ او په يوازيتوب سره سفر وکړئ. ښايي په يوازيتوب کې فکر کول ډاروونکی وي، خو تاسې په یوازيتوب سره کولای شئ چې د ځان په اړه مو ډېر څه زده کړئ.

۱۱- غوره پوښتنې وکړئ
تاسې په ټولو څيزونو نه پوهېږئ او د دې شونتيا شته هغه کسان چې ستاسې شاوخوا کې دي، ستاسې په پرتله په ډېر څه پوه شي. پلټونکي واوسئ او تل غوره پوښتنې وپوښتئ. ډېر غوږ ونيسئ او پوښتنې کولو ته دوام ورکړئ. کله ناکله خلک په زړه پورې کيسې او ټکي د ويلو لپاره لري چې کولای شي تاسې سره يې شريک کړي او يوازينی هغه څه چې اړين دي، تاسې بايد پوښتنې ترې وکړئ.

۱۲- پر ځان مو پانګونه وکړئ
هېڅکله له زده کړې لاس مه اخلئ. ښوونځی او پوهنتون يوه ورځ بشپړېږي، خو د ژوند سفر دوام لري او که تاسې د ودې په حال کې نه ياست، نو د مړينې په حالت کې ياست. نوی مهارت زده کړئ، نوی کتاب ولولئ، نوې ژبه زده کړئ… .
تر هغې مو چې پر ځان پانګونه نه وي کړې، نو وده نه شئ کولای.

۱۳- ځان سره مو مينه وکړئ
تر هغې چې له ځان سره مينه ونه لرئ، نو په سمه توګه ژوند نه شئ کولی. کله چې هندارې ته ګورئ، ځان ته مو وواياست چې خوش ټيپ او ښکلی ياست او هېڅ څوک ستاسې په څېر نه دي. څومره چې له ځان سره ډېره مينه ولرئ، په همغه اندازه به نور هم له تاسې سره مينه ولري.

ژوند لنډ خو په زړه پورې دی. ويښ شئ او ترې خوند واخلئ.
“تقريبا ټوله نړۍ په خوب کې ده، هر هغه څوک چې پېژنئ او ګورئ يې؛ ټول ويده دي. يوازې يو شمېر خلک ويښ دي او په په زړه پورې حالت کې ژوند کوي. “

 

Related Articles

Apr 19, 2022
1,892 views

په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟   دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف...

Apr 06, 2022
2,333 views

آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني...

Nov 14, 2020
2,997 views

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.  ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل په اندونی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,463 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,349 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,598 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...