که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

i
imranghani
Author
Dec 06, 2021
4 years ago
2,642 views
که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري، که د شپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې ترسره کړئ!

 

ټول بالغ انسانان په څلور ویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري، خو داسې کسان شته چې په څلور ویشت ساعتونو کې پینځه یا شپږ ساعته خوب کوي، لږ خوب کول هم د روغتیا لپاره ضرر لري او هم د ورځنیو کارونو مخنیوی کوي او د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، خو ځینو کسانو ته بیا د درملو د خوړلو او یا کوم بل لامل لپاره خوب نه ورځي او له اتو ساعتونو څخه لږ خوب کوي ان تر دوو یا درېیو ساعتونو ډېر خوب نه شي کولای.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپله بې خوبي له منځه یوسوو او کوم شیان زموږ د بې خوبۍ او د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي، که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

۱. کتاب ولولئ!

 هغه کسان چې د شپې له خوا خوب نه ورځي او تر ناوخته پورې ویښ وي، تر ټولو غوره لار یې د کتاب لوستل دي، مطالعه د دې لامل کېږي چې انسان راحت او ارامه خوب وکړي.

 

۲. یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ!

د شپې له خوا او له ویده کېدو څخه مخکې یو ګېلاس ګرمې شیدې هم د دې لامل کېږي چې ستاسو خوب منظم او ارامه شي، نو هڅه وکړئ چې هره شپه له ویده کېدو څخه مخکې  یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ.

 

۳. الکټرونکي وسایل له ځان څخه لرې کړئ!

هغه کسان چې خوب یې کم دی او په اسانۍ خوب نه ورځي، باید له خوب څخه مخکې الکټرونکي وسایل لکه، موبایل، کمپیوټر او داسې نور شیان له ځان څخه لرې کړي، تر څو ښه خوب وکړي. 

 

۴. د خونې مو ډېره مه تودوئ!

د خونې ډېره توده هوا هم د خوب د نا ارامۍ لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې د خپلې خونې هوا په عادي حالت کې وساتئ، یعنې نه ډېره توده او نه ډېره سړه وي.

 

۵. غږیز کتابونه واورئ!

ډېری وخت د غږیزو کتابونو یعنې ناولونو، لنډو کیسو او داسې نورو کتابونو اورېدل هم د دې لامل کېږي، چې ژر خوب درشي او ارامه خوب وکړئ.

د غږیزو کتابونو اورېدو لپاره د کتابتون یوټیوب چاینل په لاندې لېنک خلاص کړﺉ او غږیز کتابونه واورﺉ.

https://youtube.com/c/Ketabton-official

۶. کافیین مه خورئ!

هغه کسان چې مخکې له ویده څخه داسې مایعات څښي چې کافیین لري، خوب یې کمېږي، دا مایعات لکه چای، قهوه او داسې نور دي، نو که غواړئ چې ارامه خوب ولرئ د دې مایعاتو له ډېرو څښلو ډډه وکړئ.

سربېره پر دې داسې نور خواړه او مایعات هم شته چې د بې خوبۍ لامل کېږي، خو موږ یې له یادونې تېرېږو، ځکه چې د ټولو یادونه یې زموږ د لیکنې د اوږدېدو لامل کېږي، نو همدا یاد ټکي بسنه کوي.

Related Articles

Jun 02, 2023
1,629 views

کانکریټو کنترول ټیسټونه

د#کانکریټو کنترول ټیسټونه.تازه کانکریټو او سخت شويو کانکړیټو لپاره چې کوم ټیسټونه چې په ساحه یا لابراتوار کې باید اجراء شې په لاندې ډول سره دي:#ترتیب او ژباړه. استاد صابرشاه صابري1. د #تازه اچول شويو کانکریټو لپاره:نمونه اخیستنه.Samplingترکیب( سلمپ،ک...

Oct 11, 2023
1,834 views

غنمو د کښت ژوروالی

د غنمو د کښت ژوروالی (Depth of Seed) :-د غنمو د کښت مناسب ژوروالی له  3 - 6 سانتی مترو پوری ټاکل شوی دی له 6cm نه ژور باید ونه کرل شی او ځمکه باید نمجنه یعنی وتره وی .د یو جریب ځمکي لپاره د 25 سخه تر 28 کیلو گرامه تخم ضرورت دی .د #کیمیاوی سري استعمال...

Nov 02, 2021
2,402 views

په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

   لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت   دا ښکاره خبره ده چې ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د اسلام دین د برابرۍ دین دی، الله ﷻ ښځو ته هم د نارینه وو په څېر حقونه ورکړي، لکه د زدکړو حق، د ښه ژوند حق، د واده حق، د سوداګرۍ ح...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,282 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...