د موبایل کارولو زیانونه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 07, 2021
4 years ago
3,519 views
د موبایل کارولو زیانونه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په دې زمانه کې چې موږ ژوند کوو، له موبایل څخه لاس اخیستل او یا یې نه کارول تقریبا نا ممکن دی. دا ځکه چې پرته له موبایل څخه ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېدای شي. له بلې خوا د موبایل ډېر کارول خپلې ستونزې هم لري؛ خو د موبایل په کارولو کې احتیاط کولای شي تاسو له دې ستونزو وژغوري. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې کوو، چې د موبایلو ډېر کارول کومې ستونزې زېږوي او حللاره یې څه دي.

د موبایل کارولو زیانونه

نوي ماډل موبایلونو (ځيرک موبایلونو) د انسانو په ورځنيو چارو کې خورا اسانتیاوې رامنځته کړي دي، د خبرو او مکالمې پرته لسګونه نور هغه کارونه چې انسانان یې نه شي کولای یا يې په لږه موده کې نه شي کولای، ځیرک ټلیفونونه په خورا ښه شکل او کمه موده کې تر سره کوي؛ خو له دې ټولو ګټو سره ـ سره خپل زیانونه هم لري، چې د انسان جسمي او روحي روغتيا له ننګونو سره مخ کوي.

د موبایل ډېر کارولو د ستونزې مخنیوی په دې سره کېدای شي، چې استعمال یې کم شي؛ مګر له دې سره ـ سره ممکن ځينې نورې لارښوونې هم مهمې وي، چې د ستونزو په برخه کې به پرې خبرې وشي.

لومړی| د ورمېږ روغتيا ننګوي

پر له پسې د موبایل کارول ددې سبب کېږي، چې د ورمېږ (غاړه/څټ) ته زیان ورسېږي. په دې برخه کې د ورمېږ شخوالی، درد او بې حسي شاملېدای شي. شاید دا ستونزې عادي وګڼئ؛ خو داسې نده. د "غاړې/څټ" په برخه کې عصبي رګونه تېر شوي، چې د وخت په تېرېدو او د نه پاملرنې په صورت کې شاید لویې ستونزې ووینئ، چې د علاج وړ به نه وي.

په دې برخه لومړۍ توصیه د موبایل کم کارول دي، ترڅنګ یې هڅه وکړئ، موبایل په یو حالت کې مه کاروئ. کله کښېنئ، کله په بل اړخ شئ، کله پرېوځي او ...

دویم| د سترګو دید کمزوری کوي

که تاسو په ساعتونو ساعتونو د موبایل په کارولو تېورئ، نو ډېر ژر به د سترګو د دید له کمزورۍ او د سترګو اړوند له نورو ناروغيو سره مخ شئ. ددې چارې دوه اساسي علتونه ښودل شوي دي، لومړی دا چې په دوامداره توګه د موبایل ښېښې ته کتل ددې سبب کېږي، چې سترګې مو رپ و نه وهي. له همدې امله مو سترګې وچې پاتې کېږي او د سترګو وچوالی جدي روغتيا ننګونه پېښولای شي. دویم علت یې دا دی، چې د موبایلو روښناني په دومره نږدې فاصله کې سترګو ته زیان رسوي او د وخت په تېرېدو مو سترګې کمزورې کېږي.

ددې ستونزې د حل لپاره هم دوه توصیې دي. لومړۍ دا چې د موبایل کارولو پر مهال حتما وقفه کوئ او دویمه دا چې د شپې لخوا د موبایل روښنايي کموئ او برعکس په لمر کې زیاتوئ، ترڅو د سترګو له ستونزو په امان کې شئ.

درېيم| ضررناکې شعاوې لري

څېړنو ښودلې ده، چې موبایلونه د انتن اخیستلو پر مهال مختلفې خطرناکې شعاوې ترلاسه کوي او خپروي. ددې شعاوو په نتیجه کې بې انسان ته د ځایه غوسې، د خوب نا آرامي او اندېښنې ستونزې پېښدای شي. همدارنګه د جنسي ستونزو سبب هم کېږي.

په دې برخه کې څو توصیې موجودې دي، د موبایل کم کارول، د خوب پر وخت یې بندول، د خبرو پر ځای له پیغام څخه ګټه اخیستل پکې شاملېږي. له دې ټولو سره ـ سره ځينې نورې ستونزې هم شته، چې په لنډ ډول یې داسې یادونه کوو.

  • د سرطان خطر
  • د حافظې کمزورتیا
  • د وزن ډېروالی
  • په ځوانانو کې د ګوښه کېدو ستونزه
  • اجتماعي اړیکې خرابوي او ...

Related Articles

Jun 03, 2021
9,346 views

د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده. ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې....

Jul 30, 2021
2,931 views

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنف...

Nov 30, 2022
4,629 views

Political Rights of Women in Islam

Political Rights of Women in Islam Author: Ismail SAFi Analyzer of International Relations November, 2022 About the Author Ismail Safi student of BPSIR in Kardan University, wrote many IR and Islamic essays and...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,954 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,189 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,170 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...