To start downloading books

Please sign in or create an account.

Obaidullah Ahmadzai 3 years ago 1,622
اهداف څنګه وټاکو؟

اهداف څنګه وټاکو؟

مشهور کمیډین چارلي چاپلېن به ویل:
«که بې هدفه لهٔ خوبه راپاڅېدې، ښه دا ده چې بیا ویده شې!»
دا چې اهداف تر لاسه کول دومره مهم دي، نو ولې یې پهٔ تر لاسه کولو کې پاتې راځو؟
د دې لپاره به ساده ځواب دا وي، چې مونږ د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره منظم پلان نهٔ لرو.
دلته ځینې هغه لارې- چارې زده کوو، چې د اهدافو د ټاکلو او تر لاسه کولو لپاره اړینې دي:

۱- د هغو پایلو پهٔ اړه فکر وکړئ چې تاسې ورته پهٔ تمه یئ.
د هدف لهٔ ټاکلو مخکې اول د هغه څهٔ پهٔ اړه فکر وکړئ چې تاسو یې د تر لاسه کولو هڅه کوئ. لهٔ ځان نه وپوښتئ:
آیا دا هغه څهٔ دي چې زهٔ یې غواړم؟
آیا دا اهداف پهٔ دې ارزي چې وخت او انرژي پرې ضایع شي؟
دا دوه پوښتنې ځوابول درسره دا مرسته کوي، چې مهم، اړین او هغه اهداف معلوم کړئ چې تاسې ته حق اولیت لري.

۲- معیاري اهداف
اهداف باید مشخص، د اندازې وړ، تر لاسه کېدونکي، واقعیت لرونکي او د وخت پابند وي.
مثلاً ډېری کسان د وزن کمولو لپاره اهداف ټاکي، مګر دوی دا نهٔ مشخصوي چې دوی څومره وزن کموي، او دا اهداف پهٔ څومره وخت کې تر لاسه کول غواړي. یو ځانګړی (معیاري) هدف باید داسې وي:
«زهٔ غواړم د نومبر تر لسمې ۱۵ کیلو وزن کم کړم.»
دا هدف تاسې ته د وزن کمولو دقیق مقدار او د هغه د تر سره کولو وخت پهٔ ګوته کوي.

۳- خپل اهداف نوټ کړئ.
کله چې خپل اهداف ولیکئ، دا بیا سړي ته ریښتیني او د حس کېدو وړ ښکاريږي، که یواځې یې پهٔ خپل ذهن کې وساتئ، نو یو ناڅرګند نظر پاتې کېږي.
شخصي اهداف مو پهٔ کمپیوټر، سمارټ فون یا د آئینې په ښیښه پهٔ یو کوچني کاغذ ولیکئ.
د ټیم اهداف مو د کارځای پهٔ مېز، یا مېز ته څېرمه دیوال باندې پهٔ نوټ کړئ.

۴- د عمل پلان جوړ کړئ.
ډېری خلک اهداف ټاکي، مګر هېڅکله یې د تر لاسه کولو لپاره عملاً کار نهٔ پیلوي، تر څو دا مشخصه کړي چې دا اهداف به څنګه تر لاسه کوي؟
د عمل پلان مهم ګام دی، عملاً لاس پهٔ کار شئ، قدم پهٔ قدم مخکې لاړ شئ. کار وکړئ، هدف تر لاسه کړئ.

Related Articles

څلورویشت پوښتنې د انجینر لپاره

څلورویشت (24) پوښتنې چې د یو انجینر لپاره پرې پوهیدل اړین دي1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي1Bed room1 Hall1 Kitchen3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT4. د Compression Test د معلومولو...

Cap color د خولې رنګونه

خولۍ د رنګونو اړوند!1)#سپين_رنګسپين رنک خولۍ انجينران, سوپروایزران, او فورمینان استعمالوي.2) #سور_رنګسور رنګ هغه څوک استعمالوي چې د اور وژنې اړوند کار کوي.3) #آبي_رنګآبي رنګ هغه څوک استعمالوي چې د برق, نجارۍ او نور تخنيکي کارونه کوي.4) #زیړ_رنګدغه رنګ د مزدور کارانو او هغه څوک چې د خاورو اړوند نور کارونه کوي استعمالوي.5) #نارنجي_رنګنارنجي رنګ د وېل...

د کامیابۍ خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   که په ژوند کې د پرمختګ، بریا، خوښۍ او سکون په لټه کې یئ؛ نو دا لارښوونې تل په یاد ولرئ او عمل پرې وکړئ.  د "خلک به څه وايي؟" مفکوره ختمه کړئ. له ډېرو خبرو ځان وژغورئ. مسکا خپل عادت وګرځوئ. تل یوه اندازه پیسه سپما کوئ، ترڅو په سخت وخت کې مو پکارې شي. د تقلید پر ځای تخلیق ته کار وکړئ. هره ورځ مطالعه کوئ. البته که ډېره ل...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...