پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

i
imranghani
Author
Dec 14, 2021
4 years ago
3,264 views
پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

لیکنه: شکېبا نادري

پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

 

 

دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟

زه به له دوی سره خوشحاله وم او که نه؟

دوی به ښه خلک وي او که بد؟

د هلکانو په زړونو کې هم د خپلو خسرخېلو په اړه داسې او دې ته ورته پوښتنې پیدا کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته پینځه هغه نښې څرګندوو چې په لیدو سره یې تاسو پوهېږئ چې  خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه؟

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې ایا د خاوند او یا مېرمنې کورنۍ مو له تاسو سره مینه لري او که نه، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له تاسو څخه ډېرې پوښتنې کوي

کله چې یو څوک درسره مینه ولري او پرې ګران وئ، غواړي په اړه مو ډېر وپوهېږي او درنه ډېرې پوښتنې کوي که هغه مو د درس په اړه وي، که د شخصي ژوند او یا نورو شیان په اړه وي، خو غواړي ستاسو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، دغه پوښتنې د خسرخېلو د ګرانښت او مینې په معنا دي او موخه یې دا ده چې ښه مو وپېژني.

 

۲. ډېره پاملرنه درته کوي

کله چې تاسو پر خپلو خبرو بوخت وئ او خبرې کوئ، هغوی درته په ډېر غور سره غوږ نیولی وي او درته ګوري او ټوله پاملرنه یې ستاسو خواته وي دا پاملرنه هم د خسرخېلو د ګرانښت له نښو څخه ده.

 

۳. د پاتې کېدو غوښتنه درڅخه کوي

کله چې یو هلک او یا هغه نجلۍ چې له خپلو خسرخېلو څخه بېل ژوند کوي، د خپلو خسرخېلو کور ته ورشي، د تلو پر مهال ټول ور نه غوښتنه کوي چې ورسره پاتې شي، چې دا غوښتنه هم د ګرانښت او مینې په معنا ده.

 

۴. له خپلوانو سره ستاسو پېژندګلوي

 کله مو چې خسرخېلو وغوښتل تاسو خپلو ملګرو او خپلوانو ته ور وپېژني، نو پوه شئ چې دوی په رښتیا تاسو ته د خپلې کورنۍ د غړي په سترګه ګوري او درسره مینه لري.

 

۵. د بیا لیدو غوښتنه در څخه کوي

کله مو چې خسرخېل در سره مینه ولري، نو غواړي خپل ډېر وخت له تاسو سره تېر کړي، د تلو پر مهال هر ځل د بیا لیدو غوښتنه کوي، دا غوښتنه هم د دوی د مینې په معنا ده، نو پوه شئ چې درسره مینه لري.

ډېری خلک وایي چې ځینې خواښې او خسر د خپلو نږورانو سره مینه نه لري او نه یې خوښېږي، که تاسو هم د دې لپاره اندېښنه کوئ، دغو نښو ته پاملرنه وکړئ چې په خسرخېلو کې مو شته او که نه، نو پوه به شئ چې خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه.

Related Articles

Nov 11, 2020
4,244 views

له موبايل څخه د ګټې اخيستنې ځينې آداب

ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي. د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لر...

Jul 22, 2020
3,266 views

که غواړې چې تر ډېره ځوان او قوي پاتې شې!

پخوا د وخت یو حاکم او أمیر له ځان سره یو ښه تکړه هوښیار حکیم ساتلی وو ، حاکم به هر وخت له ځان سره دا خوبونه لېدل چې ،( زه دې تر مرګه همداسې ځوان او قوي پاتې شم) چې زوړوالی او کمزوري ونه وینم. نو له خپل حکیم څخه یې وغوښتل چې داسې بوټۍ یا دواء تلاش کړ...

Jun 22, 2025
1,200 views

د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړه، د امریکا بریدونه او د سیمې ژور بدلونونه

عمران اختر د ایران او اسراییلو ترمنځ اوږده شخړه، چې مذهبي، ایډیولوژیکي او ستراتیژیک بنسټونه لري، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید له اعلان وروسته نوي، خطرناکو پړاوونو ته ننوته. ټرمپ دا بریدونه "پوځي بریا" وبلل او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,809 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,435 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,868 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...