امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 16, 2021
4 years ago
4,051 views
امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته اوس په افغانستان کې ت.البان د "اسلامي ا.مارت" تر عنوان لاندې د چارو واګي په لاس کې لري. شاید تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول نظام دی؟ له نورو نظامونو سره څه توپیر لري؟ او ...

همدې پوښتنو ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چې ډېر نوي مسایل به زده کړئ.  

نظام څه ته وايي؟

وړاندې له دې چې پر نورو مسايلو وغږېږو لومړی باید پوه شو، چې نظام څه معنا لري. نظام عربي کلمه ده، چې د نظم، ترتیب او ديسيپلین معناوې ورکوي.

په سیاسي لحاظ دا معنا ښندي، چې یو دولت څنګه خپل نظم او سیسټم برابروي ترڅو خپل هېواد، ولس او خلک آسوده وساتي. خدمات وړاندې کړي، رغنیزې چارې پر مخ بوځي، د نورو د تېري په مقابل کې له خلکو او وطن څخه دفاع وکړي، خپل پايښت تضمين کړي او همدارنګه د خپلو خلکو سر و مال خوندي کړي. خلک به څنګه رهبري کېږي؟ تر ټولو ډېر واک به څوک لري؟ ولس به له نظام سره څه ډول اړیکه ولري؟ کومې ښېګڼې به ولري؟ دا ټول هغه څه دي، چې په یوه نظام کې مهم مسایل وي.  

امارت او امارات؟

بله ډېره مهمه موضوع د "امارت" او "امارات" ده. ډېری خلک د عربي متحده اماراتو نوم ته په کتو فکر کوي، چې زموږ د نظام ډول به له هغوی سره یو شان وي؛ خو حقیقت داسې نه دی.

امارات د "ولایتونو" په معنا ده. په عربي متحده اماراتو کې دا لفظ د نظام د ډول معنا نه ورکوي؛ بلکې د ولایتونو معنا لري. دا هېواد د اوو ولایتونو یوه مجوعه ده، چې بېرته د یوه مشر لخوا رهبري کېږي. هېره دې نه وي، چې په دغه هېواد کې د دولت/نظام ډول فدرالي دی. خو "امارت" بیا د حکومت او حکمروايۍ معنا لري. ت.البان دا لفظ د حکومت او نظام د یو ډول په توګه تعبیروي. نو معنا دا شوه، چې په افغانستان کې "اسلامي ا.مارت" د "اسلامي حکومتولۍ" په معنا تعبيرېږي.  

اسلامي ا.مارت څه ډول نظام دی؟

ددې پوښتنې ځوابول شاید سخت وي. دا ځکه چې په اوس وخت دا نظام نوی دی او ډېری مسایل پکې ګونګ دي؛ خو بیا هم ځينې خبرې واضحې دي.  

مرکزي حکومت به لري.  

مشري به یې امیرالمومنین کوي.

د وزیرانو شورا رهبري به "رئيس الوزرا" کوي.

قوانينو کې به اسلامي احکام په پام کې نیول کېږي او ...

همدارنګه د اسلامي امارت ویاند له ازادۍ راډيو سره په یوه مرکه کې ددې نظام د ځانګړنو په لړ کې ویلي چې:

په دې نظام کې به عدالت وي  

د علما او حکماوو نقش به پکې بارز وي

کار به اهل کار ته سپارل کېږي او .. 

دا چې په رښتيا به هم دا نظام همدا ځانګړنې لري؟ یا به ولري؟ او نورې ډېرې پوښتنې شته چې وخت به یې ځواب کړي.

Related Articles

Jan 18, 2021
1,994 views

تاریخ سر در گم

تاریخ سر در گم مصطفی عمرزی پیچده گی درک تاریخ در افغانستان، به ویژه آن چه عقب تر از دوران معاصر می رود، در کمبود یا نبود چندین مشخصه و مولفه است. جغرافیای سیاسی، هویت سیاسی، مقوله های حقوقی و مدنی، همه و همه به گونه ای که اتباع و کشور ها را معرفی م...

May 05, 2021
2,687 views

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبهلیک: محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشرد جمهور رئيس باېډن له لوري، د روان کال تر سپمتبر میاشت پورې له افغانستان د متحده آیالاتو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ویستلو پرېکړه، د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی. د افغانستان...

Dec 08, 2021
2,241 views

د قهر (غوسې) د مهارولو تګلاره

لیکنه ـ ریاض مقامزی ژوند د غوسې، آرامۍ، خوښۍ، خفګان او د ورته نورو اضدادو ټولګه ده. انسان کله خوښ کله خفه وي، همدارنګه کله آرام او کله هم غوسه وي. غوسه داسې حالت دی، چې په انسان کې د یوې غلط فهمۍ، غلطۍ، بې عدالتۍ او نورو عواملو له کبله پیدا کېږي. پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,976 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,186 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...