ارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي

K
Ketabton
Author
Aug 18, 2020
5 years ago
3,878 views
ارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي

په ژوند کې هغه څه چې موږ او خلکو ته ارزښت لري، او په ټولنه کې یې هر څوک یې د لاسته راوړلو لپاره کوشش کوي، که هغه پیسې دي، ښه ژوند دي، ښه شخصیت او نور څه دي. ددې او نورو لاسته راوړل هرو مرو زحمت او مبارزې ته اړتیا لري. هیچا تر اوسه مفت ندي لاسته راوړي. ځکه وایي چې بې زحمته راحت نشته.


د مهتما ګاندي په خبره؛ له کار پرته شتمني، له وجدان پرته خوښي، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګري، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست د انسانانو لپاره وژونکي ګناهونه دي.


که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچيز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وي زده کړې بې ګټې دي. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت په وړاندې معامله وکړئ نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ بلکې ځان مو بې باوره کړ. 
د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفي کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې.


د ارزښتونو د لاسته راوړلو او ودې لپاره ځینې اړین ټکي


 ۱- هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه چې د ارزښتونو بېلګه شې." انیشټېن"


۲- د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په ریښتینې بڼه غوره کوي.


۳- کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړي به درته ارزښت درکړي.


۴- د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ ترڅو نورو ته غوره شئ.


۵- کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ.


 ۶- د خپلو ښو ارزښتونو د لا ودې او تقویې لپاره همیشه د هغه کسانو سره واوسه او هغه کسانو ته ارزښت ورکړه چې تاسې سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ ارزښتونه ، باورونه ،فکرونه ، او عقاید ولري.

Related Articles

Apr 07, 2023
1,211 views

نکات مهم درباره ستونها

نکات مهم درباره ستونها  ۱- اندازه استندارد ستون:امروزه از ستون های RCC به طور گسترده استفاده می شود، در اینجا بعضی جزئیات مربوط به آنها ذکر شده است. الف- اندازه ستون ها بستگی به میزان بار کل ستون ها دارد. ب- حداقل اندازه ستون نباید از کمتر (۹×۹) ا...

Jun 02, 2023
2,818 views

تهداب ډولونه

د تهداب ډولونهپه عموم کې تهدابونه په دوه ډوله دي1) سطحي تهدابونه  Shallow foundations2) عمقي تهدابونه Deep foundations 1) سطحي تهدابونه : - کله چي د کوم تهداب عرض له ارتفاع څخه زیات وي دې ډول تهدابونو ته سطحي تهدابونه وایي. چي په لاندي ډولونو باندي...

May 17, 2021
1,500 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,976 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,186 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...