د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه

i
imranghani
Author
Dec 22, 2021
4 years ago
2,716 views
د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه

لیکنه: شکېبا نادري

د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه

 

موږ په ژوند کې بېلابېلې ځانګړې ورځې لرو او نمانځو یې، خو دا ورځې ځینې پر مذهب او ځینې پر ورځینو رواجونو پورې اړه لري، پر مذهب او عقیدې پورې تړلې ورځې لکه، میلاد نبي او یا د اشورا ورځ او داسې نورې ورځې دي، چې مسلمانان یې د عبادت او خیراتونو په واسطه نمانځي، خو داسې ورځې هم شته چې زموږ په فرهنګ پورې اړه لري چې له دغو ځانګړو ورځو څخه یوه هم د یلدا شپه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د یلدا د شپې په اړه معلومات درکوو، که غواړئ د یلدا د شپې په اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ!

 

د یلدا د شپې تاریخچه

په پخوا وختونو کې چې د ډېری خلکو کار او کسب کرنه وه، لمر د دوی لپاره ډېر ارزښت درلود، د خلکو  دې ته پام شو، چې د کال ځینې ورځې اوږدې او ځینې لنډې دي، دوی پر دې باور و چې سپوږمۍ د خلکو لپاره د نیکۍ سمبول دی، اریایانو د مني وروستۍ شپه او د ژمي لومړۍ شپه چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، د نوي کال د پیل لومړۍ شپه وبلله چې په اوستایي فرهنګ کې ورته سرد وایي چې د کال د ساړه موسم معنا لري. 

یلدا سامي کلمه ده چې د پیدایښت معنا لري، دغې کلمې ته په اشوري ژبې کې الادو، په عبري او سریاني ژبو کې ورته یلد او په عربي ژبې کې ولد ورته وایي.

 

د یلدا شپه چې ژمنی انقلاب هم ورته وایي، د کال تر ټولو اوږده شپه ده، دا اوږدوالی د نورو شپو سره ډېر توپیر نه لري، ځکه دا توپیر یوازې یوه دقیقه ده، دا شپه د ځینو هېوادونو د خلکو لپاره یوه ځانګړې شپه ده او په بېلابېلو ډولونو یې نمانځي لکه، د اور تر څنګ کېناستل، سندرې ویل، نڅا کول او داسې نور. 

په ځينو هېوادونو کې خو خلک ډول ډول وچې مېوې اخلي او د دسترخوان پر سر یې ږدي، او د دغې ورځې پر سهار ټول خلک ساده جامې اغوندي، هېڅوک په چا امر نه کوي ان پاچاهان هر څوک په خپلې خوښې خپل کارونه تر سره کوي، په دغې ورځ ښکار کول هم منع دي.

دا ورځ د ایرانیانو لپاره ډېر ارزښت لري او ارومرو یې نمانځي، ایرانیان د  یلدا شپې لپاره ځانګړی دسترخوان تیاروي، د دغې شپې تر ټولو اړینه مېوه انار دی، انار د ایرانیانو په اند د برکت سمبول دی، او بل په دغې شپې باید د هر ایراني په کور کې هنډواڼه شته وي، دوی وایي چې په دغې شپې هنډواڼې شتون موږ له ژمنۍ سړې هوا څخه ژغوري، دوی په دغې شپې د خوړو دې خوړلو  ترڅنګ شعرونه هم وایي، د خپلو ادبیاتو په اړه نظرونه هم وړاندې کوي او فالونه هم ګوري د دوی په فرهنګ کې یادې کړنې د یلدا د شپې اړینې کړنې دي.

 

په بېلابېلو هېوادونو کې د یلدا د شپې نمانځل

 

پاکستان

ډېری پاکستانیان په دغې شپې دعا او عبادت کوي، نارینه یې په هغې هندارې کې چې ژمنۍ حمام نومېږي، د دغې ورځې(یلدا) له سهار څخه تر مازدیګر پورې په داسې حال کې چې یوه ټوټه وچه ډوډۍ یې په لاس کې نیولې وي په درېدلې بڼه حمام کوي او وروسته بیا خپله مېلمستیا پیلوي، سندرې وایي، نڅا او ساعتیري کوي.

 

جاپانیان

جاپانیان د سړې هوا د له منځه وړلو لپاره د خپلو حمامونو لپاره ډېر توکي اخلي او خپل حمامونه پرې ګرموي او ځانونه پاک وینځي.

 

سکاټلنډیان 

د سکاټلنډ خلک په دې شپه یو کس ټاکي چې تور اوږده وېښتان ولري او د خپل ګاونډي کور ته یې لېږي، تر څو له هغوی څخه وچه ډوډۍ، مالګه، او خواږه شیان راوړي او بیا په نیمه شپه کې خپله مېلمستیا پیلوي.

 

روسیه

د روسیې خلک د کال تر ټولو اوږده شپه په دعا او عبادت تېروي او د خپلو ملګرو او مېلمنو څخه په پېروي او شاتو مېلمه پالنه کوي، او خپل کورونه په ډول ډول ګلانو او څراغونو ښکلي کوي او د یو بل ته په ډالۍ کې کورنۍ کلچې وروړي.

د یلدا شپه د ډېری خلکو لپاره ځانګړی ارزښت لري، د دغې شپې لپاره ځانګړې تیاري نیسي، خپل ټول خپلوان او ملګري را ټولوي او تر سهار ویښ پاتې کېږي، نڅا او ساعتیري هم کوي.

Related Articles

Oct 10, 2023
1,540 views

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله ن...

Jan 18, 2023
1,918 views

زندگی نامه محمدمصطفی محمدیار || Biography of "Mohammad Mustafa Muhammadyar"

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar محمدمصطفی که نام خانوادگی او محمدیار و در قوم، از محمدزایی‏های باغ علی مردان، ناحیه اول کابل بودند، در منطقه هریپور مربوط به صوبه سرحد پاکس...

Nov 24, 2021
2,837 views

د امریکا ولسمشر "جان ایف کَنيډي" څنګه ووژل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د امریکا په تاریخ کې یوه لویه معما چې تر اوسه یې په اړه مختلفې نظریې ورکول کېږي، ددې هېواد د ولسمشر د ترور پېښه ده. ددې واقعې په اړه مختلفې انګېرنې موجودې دي؛ خو موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې بشپړ جزئیات له موثقو سرچ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,440 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,339 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,580 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...