To start downloading books

Please sign in or create an account.

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: "پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ."  

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.  
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي "هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه."
Related Articles

زېړی څنګه منځته راځي؟

زېړي یا Jaundice څنګه منځ ته راځي؟  زیړی پخپله مرض ندی، زیړی یو عرض دی چی د بعضو نورو امراضو په پایله کې منځ ته راځي، چی لومړی د سترګو د سپینو د زیړوالی او بیا وروسته چی کله دبیلروبین دمادې اندازه زیاته شی  نو دټول بدن د زیړوالی سبب کیږی، بیلروبین یوه کیمیاوی زیړ رنګه ماده ده، چی د سرو حجرو دتخریب  نه وروسته له یوې خاصې پروسې څخه منځ ته راځی،  ورو...

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله نړئ اداره کوله او دحضرت سلیمان ع او میږی مشهوره قصه د نمل په ساحه د عسقلان په منطقه کې واقع شویدی   پ...

پسته؛ روغتيايي ګتې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د وچو مېوو په ډله کې پسته د ځانګړي نوم درلودونکې مېوه ده. د ښه خوند او روغتيايي ګټو له کبله یې اکثره خلک په ډېره مينه خوري. له ښه مرغه دا مېوه د افغانستان په ځینو سيمو کې هم ښه حاصلات ورکوي. په دې لیکنه کې به د همدې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ. د پستې غذايي ارزښت په دې برخه کې به د هغو موادو په اړه پوه شئ، چې په پسته کې موجود...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...