لانګ فیلو وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 23, 2021
4 years ago
1,791 views
لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.  

د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک

د امریکا ددې منلي شاعر/لیکوال بشپړ نوم "هینري واډزورس لانګفیلو ـ Henry Wadsworth Longfellow" دی. نوموړي په "۱۸۰۷" زیږدیز کال، د مین ایالت په پورټلینډ سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. دا چې لانګ فیلو له یوې بډايې کورنۍ سره تړاو درلود، نو منظمې زدکړې یې وکړې. په "بوډن" کالج کې تر زده کړو وروسته اروپا ته د زده کړو او سیاحت لپاره لاړ. هلته له درې کلونو (۱۸۲۶ ـ ۱۸۲۹ز) تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته راغی او په "بوډن" کالج کې یې د استادۍ دنده واخیسته.

ده د استادۍ پر مهال واده هم وکړ او له پنځه کاله تدریس وروسته بېرته اروپا ته ولاړ. په ورته وخت کې یې مېرمنه په امریکا کې مړه شوه. فیلو بېرته امریکا ته راغی او په هارډوارډ پوهنتون کې تدریس شروع کړ.

خپلو محصلینو ته یې د اروپايي شاعرۍ په نوم کتاب تألیف کړ، چې په اروپا کې یې هم لوستونکي لرل. که څه هم نوموړي خورې ورې مقالې، خپل خاطرات، ډرامې او نور آثار خپاره کړي وو؛ خو اصلا د نوموړي شاعرۍ ډېر مینه وال پیدا کړل او فیلو یې د شهرت تر پوړیو ورساوه. لومړنۍ شعري ټولګه یې "د شپې غږونه" نومېږي او ددې ترڅنګ ایوانجلین، د لارې د غاړې میلمستون او د هایاواثا ترانې یې هم د شعري ټولګو نومونه دي. باید ووایو، چې هېڅ بل امریکايی شاعر پخپل ژوند کې د لانګفیلو په اندازې نه دی نازول/ستایل شوی.

له ګڼو ادبي او هنري لاسته راوړنو وروسته نوموړی په "۱۸۸۲ز" کال کې د پنځه اویا کلونو په عمر ومړ.    

د شعر یوه بېلګه

د "لانګ فیلو" پر ژوند خو به تر یره بریده پوه شوي يئ. په دې برخه کې به د نوموړي یو شعر هم ولولو، چې د "ګټه او تاوان" تر عنوان لاندې نوموتي لیکوال/شاعر عبدالباري جهاني ژباړلی دی.  

چې یوازې مې یو ځان یو مې ګرېوان وي

راسره فکر د ګټې او تاوان وي

وايم څه شی مې بایللي، څه ګټلي

لږ به پاتې ځای د فخر په میدان وي  

زه پوهېږم څومره ورځې مې کړې تېرې

په بې ځایه پاڅېدلو ګرځېدلو

لکه غشی چې په ښه نیت وي وار شوی

خطا شوی پر هدف له لګېدلو

مګر څوک به دومره زړه وکړي چې ټول کړي

د ژوندون د لارې ګټې تاوانونه

څوک خبر دي، بری کوم دی، ماتې کومه

تل په جزر پسې راشي لوی موجونه

Related Articles

Oct 28, 2023
1,977 views

جرم او سزا ناول لنډیز

Crime and punishment! ،"«جرم او سزا« د پي ايس او  د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول  characters نومونو لږ ګران دي...

Dec 11, 2020
6,239 views

دپښتو ژبې لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نا...

Mar 01, 2024
3,549 views

پروپوزال څه ته وايي

ليکنه: انجنير عرفان الله حسن پروپوزل څه ته وائي?(What is Proposal)د پروژې په هکله لومړني معلوماتو ته ویل کېږي چې د پروژې د ترسره کولو هدف, پروسه او نتيجه بیانوي. یو ښه وړاندیز او یا  پروپوزل Proposal کومې ځآنګړتیاوې لري?پروپوزل او یاهم وړاندیز هغه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,408 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,326 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,552 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...