پخپل ځان شکمن شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 27, 2021
4 years ago
2,152 views
پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانونه پرېمنځي که نا. پاک کس چې تور شوي کس ته وکتل، فکر یې وکړ، چې دی به هم خیرن شوی وي. نو ځان یې پرېمنځه؛ خو چټل شوي کس چې مقابل لوری پاک ولید نو په زړه کې ور تېره شوه چې ځان پرېمنځلو ته به اړتیا نه وي؛ نو همداسې ناپاک کور ته ستون شو.  

د حکایت درسونه

پورتنی حکایت د درسونو یوه ښه ټولګه ده. که ژور فکر وکړو، نو پوه به شو چې څومره ښه پیغام راکوي. ځينې درسونه یې پدې ډول دي:

• تل د نورو له نظره ځان مه تلئ. پخپله خپل ځان ووینئ او پوه شئ، چې څومره ښه/بد یئ.

• د نورو صفت/غیبت ستاسو په ښه والي/بدوالي دلالت نه شي کولی؛ بلکې یوازې ستاسو وجدان دا قضاوت کولای شي.

• که له ښو خلکو سره یئ، ممکن ځان ته په ښه نظر وګورئ؛ خو داسې نده. تل ځان ته یو ځل له خپله اړخه وګورئ.

• که ښه او آسوده ژوند لرئ؛ نو یو ځل پخپلو شتمنیو هم فکر وکړئ، چې له کوم درک مو ترلاسه کړي دي.

• په اونۍ، میاشت او کال کې حتما د تېر وخت کړنې، فعالیتونه او خویونه مو نقد کړئ او خپلې غلطیانې، کمزورۍ او ګناهونه جبران کړئ.

• ژر قضاوت مه کوئ.  

• د هرې موضوع په اړه دقیق معلومات وکړئ او بیا پرېکړه کوئ.  

• له نورو سره ځان مه پرتله کوئ.

• خپل وورځنيو کارونو/فعالیتونو ته د شک په نظر وګورئ. آيا ستاسو په درد خوري؟ وخت خو به مو نه ضایع کوئ او ...؟ نورې ګڼې پوښتنې مو ځواب کړئ.

Related Articles

Dec 28, 2021
2,572 views

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

لیکنه: شکېبا نادري هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدلو لامل کېږي   موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو اسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان...

Jun 14, 2023
1,162 views

له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل

په انګلیسي کې د لیکلو مهارت مو لوړ کړئ!له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل یو څه ستونزمن کار دی او زمونږ ځوانان په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري. دا ستونزې ډېرې د ژبو د ګرامر له اړخه وي ځکه املايي ستونزه د کمپیوټر پروګرامونه په اتومات ډول اصلاح کوي. دا چ...

Jul 06, 2020
5,084 views

د پیسو نړیوال صندوق

نړیوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق (IMF) دوه نړیوالې ادارې دي چې هیوادونو ته قرضه ورکوي، نړیوال بانک هغو هیوادونو ته قرضه ورکوي چې د هیواد اقتصاد مخ پر ودې روان وي او غواړي لا پرمختګ وکړي نو له نړیوال بانک قرض اخلي، هندوستان یې ښه مثال دی؛ دوی له نړی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...